د دوه زره څورالسم کال روسته د افغانانو اندېښنې!

 وار د مخه ځېنې افغانان دې ته وارخطا دي چې له ۲۰۱۴ زېږديز کال روسته کله چې بهرنيان له افغانستانه ووځې يو بل بحران به د نوييمو کلونو پشان رامنځ ته شي.
هغه افغانان چې ځېنې ادندېښې لري بيلابيل لاملونه لري، لومړی دا چې وسله وال طالبان به بيرته ته واک ته ورسيږي، دويم دا چې کورنۍ جګړې به پیل شي، دريم دا چې افغانان په خپلو امنيتي ځواکونو باوري نه دي او ډيروي چې هومره وسلې او تجهيزات نه لري او هوايي ځواک هم نه لري چې دغه اندېښنه د ملي دفاع وزارت سره هم شته دی او يوه ستونزه يې بولي، څلورم دا چې افغانستان به د ګاونډيو لاس وهنو لا ښه وزګار شي او هر به د خپلې خوښې لوبې لپاره خپل لوبڅار ټاکي.
خو افغان دولت د خلکو داسې اندېښنې بې ځايه بولي او ډيروي چې اوس افغان امنيتي ځواکونه کولای شي چې د خپل هېواد دفاع په خپله وکړي .
افغان امنيتي چارواکي بيا ديته خوښ دي چې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر ۳۵۰۰۰۰ ته رسيږي او له دوی تمه لري چې هره بهرنۍ او کورنۍ دسيسه به له منځه وړي.
د دې په خوا کې څه نړيواله ټولنه په بيا بيا خپلې ژمنې تکراروي او ډاډ ورکوي چې دوی به هيڅکله هم افغانان يواځې پرېنږدي افغان امنيتي ځواکونه به پیاوړي کوي اقتصادي همګاری به کوي او د دې تر څنګ د ډیرو نورو مرستو ټټر وهي چې افغانستان او افغانان ورته ضرورت لري.
خو د دې ژمنو سره سره شنونکې په دې نظر دي چې د افغانانو اندېښنې پر ځای دي هغه له دې امله چې په اوسنۍ دولت کې يو لړ داسې ستونزې شته دی چې له مخکي خلک  په دې باوري کوي چې د بهرنيانو په وتلو سره به نو په افغانستان کې کورنی جګړي او د ګاونډي هېوادونو ډۍ او ډانګ پیل شي.
د شنونکو په باور په افغان دولت کې په پراخه کچه د فساد شتون، په لېرې پرتو سيمو او نږدې مرکزونو کي وروستۍ نا امنۍ، د ګاونډي هېوادونو لاس وهنې، د افغان امنتي ځواکونو سره د پرمختللو وسلو او هوايي ځواک نه شتون، د زورواکانو او جنګ سالارانو په دولت کې امتيازات او داسې ډیر نور څه شته دی چې خلکو ته یې د ۲۰۱۴ کال روسته يو لړ اندېښنې راولاړې کړي دي. صادق ترابزی