
ښاغلی کرزی صیب سلامونه مې ومنه ، نه پوهیږم چې د کوم ځای نه یې درته پیل کړم ، په مستعار نوم درته لیک نه استوم ځکه چې نه در نه ډاریږم .
خپل په ځوی او لور دې د میرویس او ملالې نوم کیښود خو د زرغونې انا آرمان به ګورته یوسې ، د سلو دیوالونو او سلو برجونو ور ایخوا په ارګ کې قرار ناست یې ، پام چې له له ارګ نه را ونه وځې پریږده چې د زرغوې انا ، میرویس او ملالې میړانه کانږي کړو . وطن دې د بینوا په آند سرو سپیو او ګیدړو ته پريښی دی .
اوښکې دې پاکې کړه ، والله که هیڅ ډار لرې ستا میرویس به په والله چې د کامبریج په پوهنتون کې زده کړي وکړي او زمونږ اولادونه به کلونه نور هم له مکتوبونو څخه په لوڅو پښواو چیغو کورونو ته را درومي .
یو ځلې لوګر ته راشه ، د خلکو حال وګوره چې ستا د ستراتیژیک تړون سرو سپیانو او ناراضو پاکستاني ورونو په دې ولایت کې څنګه غوبل پیل کړی دی .
سم یو میړه دې زمونږ پر ناموس ، غیرت او مسلمانی درولی دی . دومره فردي آزادي نشته چې له کوره ووځو ، هره ورځ درې څلور کسه د امریکا په دستوري ملاتړ د ناپیژندو کسانو له خوا وژل کیږي ، د محمد آغې ولسوالۍ په سره تناره بدله شوې ده . که دومره پوهیدې چې خپل اختیار نه لرې نو د ( مس عینک ) ملي پروژه دې ولې امریکایانو ته ور نکړه ؟ یو ځلې خو د محمد آغې ولسوالۍ ته راشه ، په زرغون ښار را وګرځه او له دیوالک له خلکو یوه پوښتنه وکړه چې څه حال لري ؟ ولې دې دا پروژه چینایانو ته ورکړه ؟ په زرغون ښار کې امریکایان هره ورځ لکه نر ښکته او پورته ګرځي او د آی ایس آی سپي دې د د همدې امریکایانو په دستور ملي اردو وژني او وضع ورځ تر بلې خراپیږي . ولې دې دا پروژه امریکایانو ته ورنه کړه ؟
ښاغلی ولسمشر ! په والله چې غوښتل مې ارګ ته درشم خو څه وکړم یو خو دې له ځانه سل کلاوې او برجونه تاو کړي دي او بل دا چه بیا به خلک راته وایي چې د یادګاري عکسونو د اخیستلو لپاره تللی وو خو زما دا لیک به حتما ستا د ارګ له برجونو در واوړي ، ښه یې په ځیر ولوله ، که د یو مظلوم او دیموکراسۍ ته ژمن ولسمشر په وړاندې احساساتي شوی یم نو بښنه غواړم او که مې حق ویلي دي نو داسې فکر ونه کړې چې درنه وډار شوم .
فرید باراني ـــ لوګر – د محمد آغې ولسوالۍ