ماشومانو

 محمدعلی عمری
 
اې وړو وړو یــارانـــــــو
ماشومانو ماشومـــانـــــــو
 
قیمتي وخت درتــه ګوري
له هرلوري له هــرلوري
 
نن زموږته سبــــــا ستاسو
موږبه ځوموږبه پــرشاسو
 
ګران وطن دهرچا مورده
هم دسپین او هم دتـــورده
 
په وطن کې ټول قــومونه
سره وروڼـــه سره وروڼه
 
که پـه لاس کې مو قلم وي
نـــــه بــه ظلم نه ستم وي
 
مدرســه او که مکتب  دئ
معــرفت پــــکې درب دئ
 
ماشومــان خـــودي ګلونه
ماشومان یـــه ارمـــــانونه
 
هغه وخت سړئ پر لارشي
چي دعلـــم طلب ګارشـــي
 
دوطن دغاړې هـــــــارشې
ویاړدمورودخپل پــلارشي
 
عمری درته قسم خـــــوري
ماشومانوستاسي غم خوري
۰۰۰
په درنښت
https://mail.google.com/mail/ca/images/cleardot.gif