
عندلیب --دیر
بیخي هم دا ورځ وه په ۱۹۴۵کې د نړۍ د ټولو غټ منصف او د انساني حقونو دعوه کونکي د امریکې الوتکې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ایټمي بمونه غورځولي وو-او یو نیم لاک انسانان وژلي او یو لاک انسانان يې ټ
پیان کړي وو-نن نړۍ په ښکاره دوه برخو کې ویشلی شو-یوه برخه د امریکې مرسته کونکي او بله يې مخالفین دي-په دې تفصیل کې نه ځم چې امریکه د چا په مرسته تر دې مقامه راورسیده ځکه چې وسني د امریکې مخالفین د امریکې پخواني یاران وو-او وسني د امریکې مرسته کونکي د امریکې پخواني دښمنان وو-دا دواړه کردارونه داسې دي چې هیڅوک ترې هم بهر نشته-خپل چاپیریال کې وګورئ-هغه جهادي تنظیمونه او سیاسي مذهبي مشران چې د روس د ختمولو د پاره د امریکې پکار وو-هغه وخت کې يې ښه استعمال کړل-او په لکونو پښتانه ځلمي د جنګ د اور خشاک شول-او هغه قامپاله قوتونه او د روس ډله کونکي چې د امریکې خلاف به يې چغې ویستلې نن د امریکې په پټ او ښکاره کمک د واک د چوکیو مزې اخلي-
فکر وکړئ!
داسې څه خو شته چې مونږ ټول يې د بارودو په غرونو کښینولي یو؟
هو--
د سرمايې سامراج په نړیواله کچه له اولسونو غږونه وتروړل-او د نړۍ ټولو ټولنو ته يې داسې منحوس زهر ګډ کړل چې ډیر دولت لرونکي سیاست کولی شي او دولت نه لرونکي که قابلان او د اولس د ستونزو خبر هم وي اولسي سیاست نه شي کولی-دا هغه فلسفه وه چې امریکې په نړۍ لاګو کول غوښتله او لاګو يې کړه-وس که څوک چغې وباسي یا په خیرو اسمان ماتوي نو هیڅ ګټه نه لري-ځکه چې مونږ په نظریاتو یا تهیوریانو کې ورک وو او هغوي بیخي د میږي په چال خپل منزل ته روان وو-نن که هروخت امریکه وغواړي د نړۍ په هره سیمه بریدونه کوي-د ټولې نړۍ واکداران د امریکې په لاسونو کې ګوډاګیان دي-دوي پوهیږي که د امریکې خبره ونه مني نو واک بایلي-او د امریکې وسني مخالفین هم بې د معجزې د انتظاره هیڅ تګلاره نه لري-په ټینګ خوب ویده وي او د غرونو په څمڅو کې د توغندي ښکار شي-دا هغه څه دي چې هوښیارانو له پخوا راهیسې لیدل خو ناپوهان چې د خپلو پوزو نه يې اخوا نظر نه لګیدو د هوښیارانو خبرې ورته ګپ ښکاریدې-
راتلونکي حالات به څنګ وي؟پټ نه دي -چې مونږ به نور هم د زوال کندو ته لویږو-او د سرمايې سامراج به راته خپل ګوډاګي بیخي په کورونو دننه روزي-او په راتلونکو ورځو او کلونو کې امریکې ته د بمونو غورځولو حاجت به نه وي-ددې نظامه ګټه اخستونکي به د اولسونو وینې دومره وڅښي چې اولسونه به بې له دې کومه لاره نه لري چې په ګیډو پورې به بمونه تړي او د شتمنو په کورونو او کاروبارونو به ځانمرګي بریدونه کوي-او نړیوال سامراجي قوتونه به هیڅ جنګي خرچې نه کوي او مونږ به یو بل وژنو-
دا سوچ هم وس ډیر مخلی شوی چې مونږ به دې سامراجي نظام له شکست ورکړی شو-او دا خوب هم بیخي دروغ دی چې مونږ به یو داسې مشر ومومو چې له دې افته به مو خلاس کړي-او لامل يې دادی چې مونږ ټول بدلون غواړو خو د بل په وجود او کار کې يې غواړو-پخپله که نه غواړو هم د سرمايې د نظام برخه یو-او په ځان کې بدلون نه مونږ غوښتلی نه يې راولو نه راته ځان کې کومه نیمګړتیا ښکاري
په درنښت