د داوود خان روغتون زړه بوږنوونکي انځورونه:

 د روهي ويب پاڼې يادونه: په افغانستان کې د کمزوري نېټ له کبله ونه توانيدو، چې ځينې انځورنو تاسې ته وړاندې کړو.
د شمال ټلوالې لخوا د داوود خان روغتون نه په مليونونه ډالره غلا شوې، چې پايلې يې په انځورنو کې ليدلی شئ.
سمیع الله ایلم



درنو لوستونکو: دغه انځورونه د سردار داوود خان روغتون په اړه بیخی بوږنوونکی دي. ما ژباړلي که څه هم تصویر پخپله خبری کوي او شرحی ته یی اړتیا نشته خو له اصل متن سره به یی کلیمه په کلیمه مانا ونه موندل شي. هڅه می کړی چی مانا په ښه ډول سره انتقال کړای شم.

سردار داوود نظامی روغتون:
که چیری غواړی د افغانستان جګړی په اړه په کومی کیسی پوی شی نو دغه یی کفایت کوي:
د کانګرس زړه بونوونکو پلټنو وښودله چی د امریکا لخوا فنډ شوی د سردار داوود خان روغتون د نازیانو کمپ ته ورته حالت کی دی.
پلټنی ښیی چی امریکایی جنرال ویلیم بی کالډ ویل چی په افغانستان کی د ۱۱.۲ بلیون ډالرو روزنیز پروګرام قوماندان دی په روغتون کی د شوو درغلیو د پلټنو مانع شویدی.





اوس مهال د داوود خان د روغتون د فساد په اړه دوی څیړنی روانی دي: یوه د جنرال ویلیم په اړه چی د پلټنو مخنیوی کړی او دویم د اردو د رازونو د افشا قانون په اړه. څه چی راځي هغه د داوود خان نظامی روغتون په اړه د دریو امریکایی کرنلانو لخوا خپاره شوي تصویرونه دي چی Buzzfeed ترلاسه کړیدي.
ډګروال جیرالډ نیکولس کروزا: مریضان په مرداریو کی پراته وو؛ وږي وو، ډاروونکی حالت یی درلود.


\"Colonel





د یو مریض نا تداوي شوی زخم: \"\"\"\"
دغه مریض تر دریو ورځو پوری تداوی شوی نه وو؛ زخمونه یی نه وو لیدل شوي. دده جامی په خاورو وی؛ د عملیاتو څخه دمخه ورته د بی هوشی دارو نه وو ورکړل شوي؛ په پوره بیداری یی عملیات ورته ترسره کړي وو. په افغانستان کی امریکایی مامورین هغه مهال دده عملیات په نیم عقیم شوي ډول سره ښيي.

مریض څلور ورځی وروسته په داسی حالت کی چی باکتریاوی یی وینی ته داخلی شوی وی مړ شو بی له دی چی عملیات خونی ته انتقال شي.
د نازیانو کمپ ته ورته د ملی نظامی روغتون وضع