
مرغکۍ ناسته ده پرټيټه او لغړه څانګه ځان ګروي
سر يي وزر ته دى ورلاندې انديښنې يې د همزولو
ژاړي
چې د ښکاري ګوته ماشې ته شوه او درز شولو په وينو
سرې وې
يواځې دا په څو بڼکو زنګيدلې تردې باغه راغله
په خپله سره څرمن راکاږي د پنجې نوکارې.
زاڼې خورې ورې دي ګډې وډې شنه اسمان کې
نه ګوري يوه د بلې خواته مرورې دي امير نه مومي.
دا چې جنډې يي زړې ښـکاري دې قبرونو زړې کړې پيړۍ
پکې ويده دي بيا ضونه د سندرو په سينو کې بندي
اوس يي دي پاڼې شوکيدلي او لفظونه يي لوستلى نه
شي
ټول ددعا پرځاى ورغوي سولوو خو په لاس نه راځي سندرې
متلونه ددوى
د ګور چينجو ته مو سپارلې داسې ډيرې سټې.
ماشومان نه وهي ټوپونه مستي نه کوي، خندا نه کوي
لکه ورغومي چې بريژې يې اچولې هرې څانګې ته پاس
خولې را ماتې يې پر ټنډو، اننګيو به تر کوره
راغلل
اوس د غنمو د شنو وږو ګيډي نه جوړوي ، نه يي
راوړي
ځکه ښوونځي نشته، ښوونځو ته نه ځي ډلې،ډلې.
د کتابونو پاڼې يوه، يوه پر سر څرخوي باد يې
ليږدوي ورسره
د بوړبوکو غيږه کې تاوې لکه سيل کوترې
د قلم نوکې مو نيزې دي او برچې د ټوپکونو پر اوږو
مو ايښې
د مشواڼۍ زړګى د وينو ډک دى رنګ نه لري.
پر للمو، دښتو او راغو کې مو ګل نشته، غنم چا
کرلي؟
بلا ماينونه مو شيندلي په درو کې او د غرو په سرو
شپونکى جانان وهي په سترګو کې سوکان ،وري په
ترپکوچيرې وڅروي؟
د نجونو نشته کروندګر ياران، ها ټول واړه چرسيان
بنګيان دي
ليا، ليا
دي خاره ځمکې د کرلو نه دي
دکولبې تور جوړه غوايي يي لا د وخته پر قصاب خر څ
کړي.
يو بل ته نه
ور درومي زړونه د يارانو ملامته نه دي
پر کومو لارو ورشي ، لارې مو ويجاړې پرتې
پلونه مو هم دې غورځيدلي لکه زړونه زموږ.
نظر مو څه نه ګوري تکه توره شپه راته هرڅه ښکاريږي
شپه خو لا ښه وي چې د ستورو اوښکې څاڅي په کوڅو کې زموږ
د اوربلکې په رڼا پسې روان يو او بريښنا نه لرو
نو ورځ مو هم لکه د تورې شپې ده تکه توره.
څه کارخانې مو چې لرلې هغه هم وخوړې تورو توپو
کاريګر يار يي تورې ختې، تور لاسونه کور ته نه
وردرومي
کلي په کلي سر، کڅوړه کې سودا، د شپې جومات ته
راځي.
شوبله کړ چارى وکړي تيره شي په شنو پټو کې
د ځنځيرونو په کړو کې تاو راتاوکړي تنکي شنه
فصلونه
د کلي جمع کې پر ځمکه ، پښه پرځاى لکه شين غر
راڅرخي
ټانکست اشنا توره خولۍ په ډير غرور له سره وښويوي
سيوري کې ناست خلک څادر پر اوږو پاڅي غلي،غلي لکه
غله کښـيږي
ست د سړو اوبو پرځاى پريږده روغبړ وتښتي
د شنو يبرو د انتقام لمبې سرو سترګو کې تر کوره
يوسي.
د قانون ټولې کرښې، واړه توري ، تيت پا شان دانه،
دانه شول
ږدن له شامخو سره ګډ دې بيلول يي ګران دي
هاغه ميږي په کتارونه خداى زده چېرته ګرځي څه کار
کوي؟
بس، د جانان د کلي څو تنه په څليو او نرخو پوهيږي
خو داسې هم شته څو نرخيان، چې تيروي نوي نرخونه ،
نرخ ته سيخ نه وايي کوږ يي بولي.
بدلې شوې مو څيرې دي د ښارونو ورنه وبه ډار شې
لکه تالا والا شي چور شي د بدرنګو خټکيو پاليز
د سيل ځايونه پکې نشته اوس اغزي دي پکې خړ کورونه
که په ليدلې سيمه هم ناڅاپه ورشې پکې ورک به شې
يار
هر لور ويجاړې ، ويرانې دي، نړيدلي هاغه دنګ برجونه.
هسې په خوله يادوو دا چې لوړ فرهنګ لرو، کلتور مو
زوړ دى
د تاريخ څلي مو يو خداى ج ته په سجده پراته دي درې وارې خپل نوم
يادوي
په خيال کې دغه لوبوو چې د نيکونو مو ارواوې ښادې
ددې لپاره په کيندنو يو لګيا چې د جدونو د
کوپړۍ کودړي ومومو روپۍ وګټو
په خوله مو پاستي اړوي چې دا پوښتنه کړو غل يي
څوک دى؟
بتان مو وتي په سفر ، خداى ج خبر چا ورته پاسپورت ورکړى
يو ستر پودا او څو ياران خو يي له تيغه تير شول
پرې سرونه.
ها، په زرګونو کتابونه چې ويدي يي زده پښتو يي
ويله وسوځيدل
په شنه ساړه ژمي کې ګرم نه دي لاسونه يي ساړه
نيولي
دا د وطن دپيره دار خق دى لرګي به نه وو!؟
د وطن پيغلو مو متروکو ته لاسونه په تندي ايښي
سلام سلام کړي
يوه ناهيده چې مردکي يي زړه ته تير شو او سينه يي
غلبيل
بله ناهيده راپريوتې ده پر ځمکه له شينکي اسمانه
ته وا، ددوى پر ژبو نه وه د ملالې ټپه؟
لدې نه بله خوښي چيرته شته زما وروڼو زما يارانو
چې مړى ناڅي او ژوندي ورته ډولونه وهي؟
دا سر ددي لپاره نه دى چې پټکى ترې تاو کړې نيغه
شمله
پردې ډير ځله لګيدلي څټکونه، کاږه شوي پولادي
ميخونه
وريښمين پټکى کله چا ايښى د سندان له پاسه ؟
ډير په دار وځړيدل وليليدل دا سرونه
چې مازې يو وړوکى خال يي پر تندي، د ځائيدلو نه و.
څو کاله وشول بارانونه نشته، وريځې ورکې
اسمانه! ولې نه را اورې د يتيم د سپينو اوښکو په
شان
زيړوني وچ دي، د بوروزو تل ويښتان او شنه واښه نشته پرسمو غرونو
د تيږو سترګې وچې لاندې يي چينې، نه ژاړي
د ژوند تنګيو کې ولاړ خپه نښتر ، د خيال ګلان نه
نيسي
وينې ولاړې ، د چنار او د څيړۍ رګوکې نه بهيږي
اسمانه! شړکنده باران د زمانې پر ګريوانونو وکړه
ګوندې لامده يي شي نيتونه ، باورونه ، ترګوګل
دننه
شي په څپو يي د خندا ، لکه د مار کاږه واږه
نيزونه
زاهدشاه انګار
١٣٨٠ ل،هجري