غزل

    دا شيبه مخکې مې خيال کې الوتلې چېرته لاړېپه مښوکه کې دې پاڼه وه بلبلې چېرته لاړې
نه اختر دى، نه سپرلى دى او نه ورځ د زيارتونو
بيا نو لښتې لښتې جونه ډلې،ډلې چېرته لاړې
غزلونه دې پلو کې غوټه کړي په ژړا وې
ليونۍ غوندې اخيستې وې بخولې چېرته لاړې
د چنار د ساړه سيوري لاندې ناست ومه په کټ کې
ستاسو بطې په وياله کې لمبيدلې چېرته لاړې
زه د ياد په هرکنډو ورته ولاړ تر پيشنميو
ها جينۍ به چې بلۍ ته راختلې چېرته لاړې
په غزل به شوې راټيټې هنرمندې ښاپيرۍ وې
کليمې به يي دسمال کې ترې اوبدلې چېرته لاړې
د تومت زنځير پر غاړه ګرځوې د چا له لاسه
چې روانه وې پر لاره شرنګيدلې چېرته لاړې
پر اوږه ټوپک ته خوښ و نن يې حال ګوره انګاره!
تل په خوله يي غورې دربې وې کنځلې چېرته لاړې
زاهدشاه انګار
متون کجيري کلى