
مور یوه کوچنۍ ، خو ډیره خوږه کلمه ده ، چې په یادولو سره یې د انسان زړه ته سکون او ارام رسيږي.
مورد زده کړې
او روزنې لومړۍ ځانګو ده، مور د سکون او خوښو ستره سرچینه ګڼل کیږي او داسې یو عظیم نعمت
دی که یوځل له چا واخیستل شي بیرته نه
ورکول کیږې او دغه ستره هستي ثاني او جوړه نلري.
په ریښتیا هم
مور د الله تعالی له لوری یوه لویه لورینه او پیرزوينه ده د اسلام په مقدس دین کې د مور په غوره والي ، بهترۍ او درناوي زیات ټینګار شوی او ان تردې چې مور
ته د پلار په پرتله لوړه رتبه ورکړل شوې ده.
موږ ټول په
دی پوهیږو چې مورڅومره خوږه او مهربانه وي، هرچاته خپله مور ښایسته او ګرانه وي خو په مجموع کې ټولې میندې د قدر او درناوي وړ دي.
په همدي
ترتیب سره غواړم چې په لنډو ټکو کې د خپلي مورد ژوند له سختیو او کړاونو څخه
یادونه وکړم،خو نه پوهیږم چې د ګرانې مور د ژوند کيسه له کومه ځایه او څنګه پیل کړم؟ ځکه زما د
مورجانې ژوند د نورو میندو له ژوند سره زیات توپیر لري، او هغه دا چې زه لا د مور په غیږه کې وم چې د پلار له محبت ، مینې او شفقت څخه بې برخې شوم
هغه وفات شواو
زه د ټول عمر لپاره د پلار له ناز او پاملرنې څخه محروم شوم ، سترګې مې د پلارپه
لیدو خوږی او ویښی نه شوې ما دهغه د غیږې خوند او مزه ونه لیده او په
دی هم پوهه نه شوم چې یو پلار له خپلو اولادونو سره څه ډول مینه کوي؟ پلار مې وفات شو مورجانه مې په تورسر کونډه شوه، په کور کې بل څوک نه و، زه اودرې خویندې مې د مور ترغاړې پاتي شو، راشه، درشه غم ،ښادي ، سودا رانیول ، نفقه پیدا کول، د ماشومانو
پالنه او روزنه مو یواځې د مور په اوږو بار شو ، په پردي وطن کې د یوې کونډې لپاره په یوازې سر ددغه ټولو چارو ترسره کول ډیر ګران کار و .
پرافغانستان
دروسانو دیرغل شپي ورځې وې ،په دین او وطن مینو هیوادوالو له افغانستان څخه د مهاجرت
او کډوالي په درشل کې وو، یوه یوه کورنۍ به د شپي په تیارو کې په پټه له کوره وتله
موږ هم د خدای په توکل په خپل وار د مهاجرت له کاروان سره له کور څخه راووتو ډکه
خونه، کلی او وطن رانه پاتي شو خالي لاس د
پاکستان په لور روان شو.
او په دې نه پوهیدو چې چېرته ځو..؟ او هلته به څنګه ژوند کوو..؟ او
بلاخره به څه کیږې.. ؟.
خو لنډه داچې
له کونړ ولايت څخه په غرونو کې له ۲۹ورځو سخت او اوږد مزل څخه
وروسته د پاکستان دیرسیمې ته ورسیدو ، هلته مو ځای ولسونو تود هرکلي وکړاو بیا د
پاکستاني چارواکو د حکم پراساس د باجوړ ډمه ډولي په سیمه کي د یوه کمپ په شکل کې میشت شو.
په دغه کمپ
کې د میشت کیدا سره سم مې مورجانې راته بغدادي سپاره ( الف با) په لاس کې راکړه او زه یې د جومات له لارې سره اشنا کړم،هره ورځ به جومات ته تلم او
هلته به مې د جومات له ملا صیب څخه سبق ویلو، خود وخت په تیریدو سره، د افغان
مهاجرینو د کمیشنرۍ لخوا په کمپ کې ښځونی جوړشو، زما مور جانې لکه دنورو ماشومانو
په څیر زه هم په دغه ښونځي کې شامل کړم ، پینسل او کتابچه یې راته راکړل خو مکتب
ته زما تګ د نورو ماشومانو د تګ سره توپیر درلود دهغوې سره به پلرونه وروڼه
او د کاکا زامن په لاره ملګري وو او زه به
مې مورجاني له لاسه نیولى وم ان تردې چې د ښونځي تر دروازې به یې دننه کړم.
په ښځونی کې
به ماشومانود عادت سره سم لوبي او مستی
کوله زه به له ډاره غاړی ته کیدم اوله دی به ویریدم چې څوک راسره جنګ ونه کړی خوږ
مې نه کړی او ومه نه وهي ځکه چې زما د پوښتنې بل څوک نه واوددی سربیره یتمولي او
یوازیتوب په ډیری بي رحمې سره له ما څخه د
ماشوم توب ټول عادات اخیستی و، او د زماني جبر زه له وخته مخکې د لویانو له خویي
سره اشنا کړی وم.
ما دنورو
ماشومانو په څیر دخایسته کالیو،بوټانو میلو او چکرو ذوق نه درلود ځکه چې زه یتیم
وم، زما پلار نه و او په دی پوهیدم چې
مورجانه مې راته دغه فرمایشات نه شي پوره کولاې ما به هڅه کوله چې د هغی په
مخکې دخپل ذوق یادونه ونه کړم.
د مهاجرت
سختي شپي ورځې وې ځمکه پټی او لور نه و ، مور ته مې څلور یتمان ور په
غاړه و، هغوې ته ډوډی پیدا کول، کالي کول
او د هغوې د ژوند نور ضرورتونه پوره کول د یوي ښځي له توانه پورته کاروو، اقتصادي مشکلات ورځ تربلي مخ په زیاتیدو وواو کله به داسې وخت راغی چې په کور کې
به مو وچه مړی هم نه وه.
خو بیا هم
مورجاني مي له همته کار واخیست او لکه د نرانو په څیر یې ملا وتړله دژوند له سختو شرایطو سره یې په پوره میړانه مقابله
وکړه اوخپل بچیان یې رالوي کړل .
کله چې مې
خویندي واده شوې زه او مور جانه مې په کور کې یواځې پاتي شول،د کور ټولي چارې لکه جارو ، ډوډۍ پخول، د کالیو وینځل مې یوازې د مور په سر شول، په ریښتیا هم یواځې ژوند کول ګران کار دی په کور کې د خبرو اترو لپاره بل څوک نه و نوله مجبوري ورځي به مې مورجانې هره شپه راته دنیکو کارونو په کولو توصیه کوله
او دغه رازبه یې راته له پنده ډکي کیسي کولې
ان تردې چې زه به له ټولو ستونزو بي غمه د هغی په غېږ کې په ارام سره ویده شوم، په دی نه پوهیدم ،
چې مورجانه مې له څومره ستونزو سره مخ ده په پردی وطن کې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کول څومره ګران کار دی.
سخته خو به
دا وه کله چې به هوا طوفاني شوه زه او مور جانه به مې د خیمې له باڼسونو پوري کلک نښتې وو او هڅه به مو کوله چې
خیمه راونه غورځیږې کله نا کله به مې مورجاني له بی وسي او بی کسي څخه وژړل.
د ژوند له دغو
سختو ستونزو سره لاس او ګریوان و، چې په
1992کال مې مور جانه د سرطان
په ناروغۍ اخته شوه ، ټولې پخواني ستونزې رانه هیرې شوې دمورجاني روغتیایې حالت مخ په خرابیدو و، له
یو پلوه د مورجانی ناروغي وه او له بل پلوته فقر او بیوزلي هم وارخطا
کړي وو، د ژوند د امیدونو غوټۍ مو مړې شوې په کور کې مو دومره څه نه درلودل، چې د مورجانی لپاره پرې د دارو واخلو، له ډاره چا قرض هم نه راسره کولو ځکه هغوې پوهیدل چې دویې سبا ته نه شي
خلاصولی، بله هیڅ وسیله مو نه درلوه پرته له دی چی په وطن کې ځمکه خرڅه کړو ، ما
مې مورجاني ته وویل که ته اجازه کوي په وطن کې به پټی خرڅ کړو، مورجانه مې په ژړاه
شوه او راته وی ویل، (( نه ځویه زما لپاره پټي خرڅ نه کړې، ته بیا د ځمکي په خرڅ عادت کیږي او که دا کار دې وکړ نو ما بښلی نه یې.))
مور او ځوی
داوړه هک پک پاتي و چې څه وکړو ، دخدای له لوري د داسې یوه امتحان سره مخ شو، چې
دمهاجرت ، یتيمولۍ او غربت ستونزې مو هیرې شوې، خو بیا هم دالله رحم او کرم و ، له زیاتو هڅو څخه وروسته مو وکړاې شول چې
له یو څو تنو کلیوالو پنځه ویشت زره کلدارې په قرض پیدا کړو کله چې مو دغه پیسې ترلاسه کړی نو مورجانه مې د پیښور په
ارنم روغتون کي د درملنۍ لپاره شامله کړه.
په روغتون کې
هم ډاکټرانو زموږ بي وسۍ او غربت درک کړ له موږ سره به یې ډیره ښه
رویه کوله او زیاتره درمل به یې له روغتون څخه په وړیاتوګه راکول د وخت په تیریدو
سره مې د مورجانې روغتیایی حالت مخ په ښه کیدو شو، ورځ تربلي مې مورجانه ښه کېده او ان تردې چې په بشپړه توګه له دغه مهلک مرض څخه روغه شوه، او ژوند ته مو تمه پیدا شوه ، په وجود کې
مو نوی ساه راغله او د ژوند رنګ په بدلیدو شو.
د وخت په
تیریدو زه له پوهنتون څخه فارغ او څه وخت پس پلار هم شوم.
مورجانې ته
مې د فراغت سند وروښود ډیره زیاته خوشاله شوه له سترګو یې د خوښي اوښکي و څڅیدلي سر
یې سرتور کړ او د خدای شکر یې ادا کړ او ماته یې وویل
ځویه دا ټولي ستونزې مې ددې لپاره په ځان منلې وي چې سبا څوک ونه وایې چې پلار یې
نه و نو ځکه یې ځوی چرسي ..لوپر .. شو.
ما یې له
عادت سره سم تندي ښکل او مبارکۍ مې ورته ورکړه، له فراغت څخه وروسته زه په دنده
شوم ، نن مې د مورجانې د ژوند ټولي ستړتیاوې ختمې شوی ارمان یې پوره شو، د زوى د فراغت زیرى یې په خپل ژوند کې واورید او هغه د بریالیو
میندو په قطار کې هسکه غړۍ ودریده ، ددنیا له پیغوره او د خلکو له خبرو
د تل لپاره په امان کې شوه.
زه د خپلي کونډی مور پرهمت فخرکوم ، دهغې عظمت ته
په دواړه لاسه سلام او پاک روح ته یې همیش دعا کوم،زه په دی ویاړم چې مورجانه مې
دکمپ له برسرڅخه تر کوز سره پوري په ابي مشهوره وه، که څه هم په کمپ کې دبیلا بیلو
قومونو خلک اوسیدل خو زما مور د ټولو یوشانته ابي وه، دکمپ ټولو خویندو او وروڼو
به د ابي لکه دخپلي مور په څیرقدر او احترام کولو او زیاتره وخت به ځینو دوستانو د
کور خواږه خواړه ابي ته رالیږل او دغه راز به د اخترپه ورځو کې ډله ډله ځوانان ،سپین
ږیری ، خویندې او میندې د ابي سلام او مبارکۍ ته راتللي ، ابي به یې په تحفو او
خوږو الفاظو سره نازوله، چې زه ددغه دوستانو د تل لپاره مشکور او ځان یې مدیون
بولم.
خو بیا هم
ژوند بیلا بیل پړاونه لري اوپه دی دنیا کې انسان له هر ډول حالاتو سره مخ کیږې
بریالی هغه څوک ګڼل کیږې چې د ژوند له ناخوالو او ستونزو سره مقاومت وکړی او په هر
حالت کې خپل رب ته رجوع وکړی او د هغه پر فیصلو راضی اوسی د قسمت خبرې دې د توقع برخلاف دوه کاله دمخه مې مورجانه دحج لپاره بیت الله شریف ته ولاړه او
کله چې له دغه مقدس ځایه څخه بیرته راستنه شوه نو ناروغه وه، دارو در مل یې ډیر
وخوړل خو دا چې د اجل شپه نه کور کیږې تیر
کال د روژۍ د مبارکۍ میاشتی په ١٤مه،
نیټه دمرګ
پرښته زموږ کورته راننوته او زما مور یې له مانه یوړله:
خو چې زه نن له خوبه پاڅيدمه مور مې نه وه
کاشکي چې نن له خوبه هيڅ راپاڅيدلی نه وای
کاشکي د مرګ پرښته مونږ کره راغلی نه وای
زما خوږه مور يې زما له څنګه وړی نه واي
دروژي ١٤مه، ورځ زما په ژوند کې داسې یوه ورځ ده چې په هیڅ صورت یې هیرولی نه شم ، دغه
ورځ زما د مور دجدایی ورځ ده ، دغه ورځ په ما قیامت و، ځکه چې ما په دنیا کې یوه
مور درلوده او هغه هم له مانه په همدغه
ورځ جدا شوه او داسې جدا شوه چې بیرته نه راځي هغه رانه ولاړه او زه یې یواځي
پریښودم ، زه بی وروره بی پلاره او بی کسه شوم دسلام او مشوري سړی مې ورک شو.ای
کاش مورجاني چې ته بیرته راتلاې شوای.
زه د مورجانې
په وفات خفه نه یم ځکه چې داحقه لار ده هیڅوک د تل لپاره ژوندی نه پاتي کیږې هریو
کس په ټاکلي نیټه مري خو یوازې یوشي چې ما زوروی هغه زما د مورستړی ژوند دی ، چې
لا د سکون او ارام ساه یې نه وه اخیستی ستړی وه ستومانه وه اوله نیمګړو ارمانون
سره یې له دی دنیا څخه سترګي پټي کړی.
ای ګرانې مور جانې هر هغه څه چې تا زما لپاره کړي
لکه مينه، پاملرنه، باور، تشويق، هيله، هوساينه، ملاتړ، ډاډګيرنه او
شاباسی ... دا هر څه ما په دې پوهوي، چې زه څومره نيکمرغه وم
، چې ستا غوندې مور مې درلوده ، ددغه ټولو نیکیو په بدل کې زه هیڅ نشم
کولاى یوازې به
دومره وایم چې اي دعرش مالکه اى د ځمکو او
اسمانونو خاونده زما مورته په خپل فضل او رحم سره جنت فردوس ورکړه ته موږ دواړه د
قیامت په ورځ د خپل عرش دسیوری لاندی سره یوځای کړه. امین ثم امین
لیکنه : پاینده حکمت