
ولسمشر ته د
کنځلو دود
دا ډیره موده
کیږی ، چی په انترنیتی ویب پاڼو کی د ځینو ښاغلو لیکوالو لیکنی لولم ، چی ښاغلی
ریس جمهور حامد کرزی صیب ته لکه د یوه دود په شکل زیاړی ( کنځل ) سپکی او سپوری لیکی
.
ما به مخکی دا
فکر کولو چی زموږ نالوستی د کنځلو کلتور پر مخ بیایی ، ځکه چی دوی ډیر وخت په هره
موضوع کښی په تونده او سپکه لهجه غواړی چی خبره حل کړی .
خو اوس چی وینم
ډیرۍ لوستی مشری طبقی هم په دی بد عمل لاس پوری کړی دی ، مشره طبقه می ځکه یاده
کړه چی دوی ځانونه ته دی مشرانو خطاب هم کوی ، او دوی ښاغلی ځانونه ته د وطنپرستۍ
له لقب نه دی ګټی په اخیستو سره غواړی ځان ته د دی حق ورکړی چی یو چا ته کنځل وکړی .
او هغه
لیکوالان چی دوی په دی عمل لاس پوری کوی کیدای شی چی دوی غواړی په دی عمل سره
ځانونه د اولس په منځ کی مطرح کړی تر څو دوی په دی توانیدلی وی چی په ټولنه کی خاص
ځای ولری .
نو غواړم چی په دی موضوع له تاسو قدرمنو
لوستونکو سره یو ژوندی مثال شریک کړم .
دا دوی ورځی دی
مخه می چی کله د عادت له مخی د فیسبوک صفحی ته داخل شوم ، ګورم چی زموږ یوه مشر
لیکوال د خپل فیسبوک په وال باندی دی یوه
مشر افغان لور تصویر د سپکو او سپورو سره نشر ته سپارلی و .
په دغه تصویر باندی ډیرو ځوانانو هم خپل نظرونه
ورکړی و ، خو ما ته ډیره د تعجب خبره دا وه چی تر ټولو ډیری سپکی خبری پکی چی
ځانونه ته مشران هم وایی لیکلی وی .
او له دغی جملی
څخه یوه مشر لیکوال بیا کرزی صیب ته پکی کنځل کړی وی او هغه هم په دا شکل .
( کرزي
خو خپله د مور لمن خرڅه کړې ده . )
دغه ښاغلی ځان
ته یوه مشر ، ډاکتر ، روشنفکره ، وطن پرسته ، سیاست
پوه هم وایی ، دا می صرف یو کوچنۍ مثال
راواخست .
نو ستاسو
لوستونکو قضاوت به څه وی چی ایا دغه لیکوال هم له دغه پاسو خصلتونو څخه کوم یو له ده سره جوجاړۍ خوری ؟ زما ځواب به منفی وی ، ځکه چی دا یو هم دی ده
له شخصیت سره سمون نه خوری ، ځکه چی دا زموږ په ټولنه کی دا یو منلی شوی رواج دی چی یو څوک په تونده لهجه او
په کنځلو تکیه کوی ، دا نو د دی معنا ورکوی چی دی دغه ښاغلی فامیلی تربیه کمزوری ده . کچیری دغه ښاغلی ته
خپلو مشرانو دا ښودلی وایی چی دی بل چا شخصیت ته توهین دی ځان توهین دی ، بل چا ته
سپکی او سپوری ویل ځان ته ویل دی ، نو دغه ښاغلی لیکوال به هیڅ کله له داسی لهجی
کار نه اخیست .
کله می چی دغه ښاغلی مشر ته ولیکل چی بد ، رد او تونده لهجه د وطن د مور لمن دوا
نشی ګرځیدلی او دا یی دی حل لار نه ده .
نو دغه ښاغلی مشر ما ته ولیکل چی ته لا ځوان یی
او ته باید د د مشرانو سره د خبرو طریقه زده کړی او له هیڅ خبر نه یی .
خو اوس زما سره
دا سوال دی چی دغه مشر لیکوال به ما ته په دی بدو الفاضو سره چی دی یی لکه ټوپک د
مرمۍ په شان استعمالوی کوم دلیل ووایی چی په حقه دی . او یا ځانته دی دی حق ورکوی
چی یی د یو چا په غیاب کی د یو چا بی
عزتی وکړی ؟
زه داسی نه
وایم چی په دغه هیواد کی به د چا سره ظلم نه وی شوی ، ځکه چی داسی څوک پیدا نشو
چی ده دې خپل زړه نه وی یخ کړی.
خو د کنځلو او بدو ردو استعمال اوس زموږ د لوستی
طبقی بیخی دود ګرځیدلی دی ، او که څوک
غواړی چی دا وطن دی اباد شی ، پرمختګ دې وکړی ، نو په زما په اند دایی د حل لار نه
ده .
مو باید د مشکل
اساسی برخه راوسپړو ، علت یی پیدا کړو چی زموږ دی بدبختۍ لامل څه دی ؟
او که څوک دا
دا فکر کوی چی موږ به دغه وطن په هسی چټیاتو ویلو اباد کړو نو دا یوه لویه تیروتنه
ده ، د دغه وطن د ابادۍ او پرمختګ راز په
حقیقت کی وررګلوۍ ته ، وطنپرستۍ ته او د بل
عزت ته د عزت په سترګه کتل ، او د امن په راتللو کیدای شی ، چی دا وطن اباد شی .
هلمند پردیس