
دا نااهله مو و تړئ!
د ډیري مودي راهیسي د روهي په پښتو ژبه خپریدونکي علمي ، سیاسي او کلتوري بریښناپاڼه کي د یوه لیکوال !! په فرعي نوم «سجاد» باندی د لیکنو یوه لړۍ پیل شوي چي خداي شته زمونږ دکلتور ، دین او فرهنګ د ټولو اصولو سره مغایره او لیکني یی ډیري بي ربطه او د پوره ښکنځلو او سپکو سپورو څخه ډکي دي . نوموړی چي کیداي شي د جهاد په لمړیو کي دحزب اسلامی ترکنترول لاندی دشمشتو په پنډغالي کي دخپلي کورنۍ سره څو شپي اوسیدلي وي خو اوس د امریکایانو اوصلیبانو په چوپړ کي دومره په مزو او خوندونو کي ډوب شوي چي هرشخصیت داړي او څه یی چي په خوله راځي هغه وایی او لیکی یی ، دهغه ټولي دغه لیکني بیا د روهي د یوي ډیري ستري عملي بریښنا پاڼي څخه ، له کنتروله پرته، په مکمله توګه خپریږي .
دغه فرعي نومي سجاد د جولاي په ۲۸مه د بي خونده خبرو تر نامه لاندی دحزب اسلامي په یو شمیر سترو دشخصیتونو باندی رالږیدلي او هرڅه سپکي سپوري یی چي تر قلم لاندی راغلي هغه یی لیکلي ، نوموړي د جهاد په یوه ډیر پخواني شخصیت او د فرهنګي سنګر په یوه ډیر ویاړلي مبارز استاد قریب الرحمان سعید باندی هم ډیره ناځوانه حمله کړي او هغه ته یی ډیر بد الفاظ استعمال کړي .په داسی حال کي چي ښاغلي سعید دجهاد او فرهنګي سنګر یو وتلي شخصیت دي چی تر اوسه یی د هیواد د سیاسي حالاتو په اړوند دري کتابونه لیکلي او نژدي ۱۶ دیني ، سیاسي او تاریخي نور ستر ستر کتابونه یی په خپلي خوږي پښتو ژبي ژباړلي دي . ددی تر څنګ هغه وخت چي حزب اسلامي افغانستان د خپلو حقه حقوقو څخه ددفاع په سنګر کي ولاړ و او د نظار ډلګۍ دبین المللي ښیکلاک په ملاتړ د حزب اسلامي سنګرونه تر سختو بمباریو لاندی نیولي و په هغه وخت کي هم محترم سعید دحزب د دریځونو څخه په کلکه دفاع کړي او اوس چي یو ځل بیا افغانستان د بین المللي ښیکلاک لاندی راغلي هم ښاغلي سعید دپخوا په څیرپه فرهنګي سنګر کي ولاړ او دخپل هیواد د ازادۍ له پاره یی هم د قلمي اوهم د غږیزي مبارزي دریغ نه دي کړې ، په دی لاره کی ورته ددولت د منسوبینو له لوري ستر ستر وړاندیزونه شوي خو ښاغلي سعید هغه لکه د نورو سترو او مؤمنو حزبیانو وطنپالو په څیر مستر د کړي .
ډیره په زړه پورې ده چي د فرعي نومي سجادد لیکني څخه څو ورځي مخته یوه پخواني حزبي مولوي عطاالله لودین هم د سیدحسین پاچا سره په مرکه کي په همدی توګه ویلي چي :
«حکمتيار د افغانستان معمر قذافي دی
مولوي عطاء الله لودين :
موږ د افغانستان په شرايطو د برابر نظام له مخې او د افغانستان د اساسي قانون له مخې مبارزه کوو، خو ګلبدين حکمتيار پخپلو شرايطو مبارزه کوي
[[حکمتيار د افغانستان معمر قذافي دی. هغه هم د ځان لپاره يو شين کتاب لره چې واک يې ټول پکې د ځان، کورنۍ او د خپلوانو کړی وو، خو حزب بيا يو وخت د غړيتوب شنه کارتونه لرل. چا به چې نه لره، نو مسلمان به يې نه باله. هغه که ليبيا ځانته کړې وه، خو اباده او ساتلې يې وه. مګر زموږ خپل وطن وران او ونه شو ساتلی. هم يې د بابر او حميدګل پر لاسونو او هم يې پر پخپلمنځي جنګونو کې وران کړ. يو ته خپل ايمان عزيز مراد، بل ته عبدالله او بل ته خپل ايمان زما وطندار خوار کړ. ده هم حزب خپل ځان، زامنو، لوڼو او زومانو ته کړی. ځکه خو نوموړی خپلې ځانغوښتنې او سرتمبه ګۍ د تجريد حالت ته رسولی دی» «ددعوت بریښناپاڼه http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=روانېچارې&article=8851»
مولوي صیب لودین باید په یاد ولري چی که ستا په اصطلاح ، ستا وطندار ایمان نه وی خراب کړي نو تا به څنګه خپل ایمان د صلیبانو په مفتو ډالرو خړوبه کړي و ، دا خو دهغوی په اصطلاح ایمان خرابیدل و چي تاسی یی نن دغسي مقاماتو ته ورسولئ او ددوبۍ بین المللی تجاران یی درڅخه جوړ کړی دي .
داسي بریښي چي یو شمیر عناصر د خپل راتلونکي څخه په ترهه کي دي په دی ترتیب غواړي د یو شمیر با شخصیته او وتلو خلکو شخصیتونه جریحه دار کړي او دوی ددی کار له پاره منظم پروګرام لری . خو بدبختانه چي د روهي په څیر یوه علمي او سیاسي مخوره بریښنا پاڼه هم ددوی په څیر د سپکو خلکو په لومو کي رانښتې اودهغوي هر هغه څه خپروي چي پري د مسلمانو او وطنپالو شخصیتونو، شخصیتونه تروریږي .
مونږ فرهنګپالان د روهي د بریښنا پاڼي د مشرانو او تر څنګ یی د ټولو پښتو درنوبریښنا پاڼو د منسوبینو څخه په کلکه غواړو چي دداسي موضوعاتو په خپرولو کی د ډیر احتیاط نه کار واخلي.
همدا راز د روهي د بریښنا پاڼي څخه په کلکه غواړو چي په دي اړه خپله بښنه په ډاګیزه توګه خپره کړي .
په درنښت
د فرهنګپالانو ډله
د روهي ويبپاڼې ادارې يادونه:
په پاڼه کې د ليکواﻻنو د نظرياتو او ليکنو مسووليت پر غاړه نه اخلو او هغه د دوی شخصي نظر دی؛ موږ که يوه ليکوال ته د نظر د خپرولو حق ورکوو په همدې توګه نورو ته د ځان نه دفاع حق ورکوو او قضاوت لوستونکو ته پرېږدو.
له همدې امله موږ دا ليکنه هم بې له کومه سانسوره خپروو؛د پاملرنې ده، چې دا هم د يوې نامالومو کسانو له ادرسه راستول کيږي او دا څرګنده نه ده، چې دغه فرهنګپاله ډله څوک ده؟!