غزل

اتڼ کې غوړې څڼې غورځي د ژڼکيوشور دى
لکه کوترې پر بامونو د جېلکيو شور دى
يوه غرمه، دويم روژه بل د چينې غاړه ده
تنده مې وار په وار زياتيږي د منګيو شوردى
د روژه ماتي خوږ اذان دى ستا خوږه خبره
لکه سندره داسې لګي د بنګړيو شور دى
که ستاسو کلي کې غنګى کوي جوړه سيندونه
زموږ د کلي په چنار کې د مرغيو شور دى
نمک حرام وي چې د چا له دسترخوانه نالي
پښتونولۍ کې دا د ټولو بې ننګيو شور دى
د خيال سپرو ته مې اسونه زين ولاړ شيشنيږي
انګاره بيا د چا غزل کې د پرديو شور دى
زاهدشاه انګار
خوست- د روژې شپږمه