
سرچينه:اژانسونه
ارين افغان
د يوې ټولپوښتني له مخي په امريکا کي۴۷ فيصده کورنۍ يوه وسله په اختيار کي لري.
دغه رقم د ۱۹۹۳کال په مقايسه تر ټولو لوړ رقم دى، او امريکايان له دې څخه هيڅ ويره نه لري چي د خپلو وسلو په اړه په ښکاره ډول خبرې وکړي.
کيداى شي، د دې يو لامل دا وي، چې د امريکا په اساسي قانون کي راغلي دي ، هر څوک کولای شي په شخصي ډول يوه وسله په اختيار کي ولري. دغه راز په دغه قانون کي دا هم راغلي دي، لکه څرنگه چي د يوه آزاد هيواد له پاره ښه روزل شوي پوځ ته اړتيا شته، نو بايد د خلکوهغه حق ته چي وسله ولري او هغه له ځانه سره وگرځوي ، کوم تاوان ونه رسيږي.
خو تيره اوونۍ په دينورکي د يوه روغ ليوني له خوا د څو تنو وژل کېدلو، که څه هم په خلکو کي ډېره اندېښنه رامنځته کړې ده، خو د وسلو د بنديز په هکله بياهم هيڅ څوک څه نه وايي.
د امریکا په متحده ايالتونو کښي د وسلو خرڅولو په برخه کي هر ايالت ځانته جلا قانون لري. د مثال په ډول د ويرجينيا په ايالت کي، کله چي د يوه روحي ناروغ له خوا په يوه پوهنتون کي ۳۲ تنه انسانان ووژل سول، په دغه ايالت کي داسي يو قانون رامنځته شو، چي د امريکا داخلي استخبارات بايد دغسي خلکو ته د وسلو د ورکولو په اړه يوه خاصه اجازه نامه ورکړي.
د ويرجينيا قاتل چو سيونگ هوي هم يو له هغو روحي ناروغانو څخه وو، چي تر درملني هم لاندي وو، خو ويې کولای شوای چي ځانته يوه وسله راونيسي او په ډېر لږ وخت کي د وينو ويالې وبهوي.
اوس په دې برخه کښي د اوباما پر پاليسۍ سختي نيوکي کيږي، ځکه هغه وخت چي اوباما سناتور وو، ددې وعده يې ورکړي وه، چي د نيمه اتوماتو وسلو د بنديز په اړه به سخت قوانين رامنځته کړي، او دغه ژمنه يې د ۲۰۰۸کال د جمهوري رياست د انتخاباتو په ترڅ کي تکرار کړې وه، خو تر اوسه پوري يې په دې برخه کې هيڅ اقدام نه دى کړي.
اوس پوښتنه داده چي په امريکا کښي ولي د وسلو ساتلو په اړه د سختو قوانينو را منځته کول ستونزمن دي؟
حتی د وروستۍ پيښي په اړه چي يوه روغ ليوني څو تنه انسانان ووژل او يو شمېر ئې ټپيان کړل په خپله اوباما فقط د قربانيانو د خپلوانو سره خپله ژوره اندېښنه څرگنده کړه او بس.
ده يوازي د خپلو خبرو په پاي کي وويل چي دی هيله مند د، څو ټول امريکايان په دې فکر کې شي، چي د دغه ډول غيرعاقلانه تشدد په مقابل کې چې دغه هيواد ته تاوان رسوي، څه کولای شي.
خو اوباما او په انتخاباتو کښي د هغه سيال ميټ رومني په دې خبره ښه پوهيږي، چي هر څوک چي د وسلو په اړه د سختو قوانينو د رامنځته کولو غوښتونکي شي، په اوس وخت کي به هيڅ کومه رايه د ځان په گټه په لاس رانه وړي، او په دې ډول به د جمهوري رياست انتخابات هم په سختۍ سره وگټي.