يو نظم او درې غزلونه

نظم
هوا لا ډیره توده شوې  نه ده
د بام پر سر سپوږمۍ ته لاس نه رسي
دښته ده ټوله بړبوکو نیولې
ها د رموکوچۍ ته لاس نه رسي
 
لا پربامونو پالنګونه نشته
د راز او نیاز خبرې نه کوي څوک
لا چینې مستې دي په شور روانې
د سرو غرمو سندرې نه کوي څوک
 
ډیرې مودې او فاصلې پاتې دي
د وچې پاڼې په شان مه رپیږه
وي د همزولو له کتاره وتي
د ورکې زاڼې په شان مه رپیږه
 
په دې پیچومو ختل ګرانه لوبه
په ټوله لاره کې کیسې پرتې دي
دا دریابونه او دا غرونه څه دي
دا ستا پرشونډو بهانې پرتې دي
 
له ژوندانه، نه ولې ویره لرې
له کایناتو سره تار جوړ کړه
که یی تصویر بیانولی نه شې
له کلیماتو سره تار جوړ کړه
 
د روایاتو د ښکاري له ویرې
پرته پر ځای لکه ویشتلې مرغۍ
د الواته سیوری پرما راولي
په هوا ګرځي ډلې ډلې مرغۍ
 
سپینه خبره کوو نه یې مني
زمانه ډیره بد ګمانه شوله
ځمکه به وخوځیږي چاوده به شي
له ګناهونو که ستومانه شوله
 
سره ګلابونه پاڼې،پاڼې نه کړې
چې راځې ستوري په لمن کې راوړه
د سر پړونی به دې هم غزل کړي
انګار ته توري په لمن کې راوړه
زاهدشاه انګار
خوست- سولې پیغام راډیو
 
غزل
وامې خله قبول مې کړه زکات یمه
لږ یمه ذره له کاینات یمه
څومره چې غښتلی پیاوړی یم
دومره دې د سترګورب ته مات یمه
رام کړه ستا د حسن یو لښکر سپاره
بې زوره تسلیم یم درته رات یمه
ټول ثواب،ثواب یمه  ادا مې کړه
زه دې د قضا لمانځه رکات یمه
نور مې د هویت پوښتنه څه له کړې
خوست یم، کندهار، بلخ و هرات یمه
خیال کی یی تل الوځې زما غزل
زه له شاعرانو په څه زیات یمه
ولې د انګار په خوله خوږه لګې؟
ووایه چې ګوړه یم نبات یمه
 
زاهدشاه انګار
 
 
 
 
غزل
 
ده دې په سترګو کې موسکا خاموشه
ته یی خاموشه چې دنیا خاموشه
سړه سیلۍ پر شنه سپرلي  الوتې
بلبل خاموش د ګل خندا خاموشه
جنګ پر ګودر د جینکیو نشته
ترشنه منګي لاندې ادا خاموشه
خدای چې ګونګی شو که سلګو نیولی
د غزل  ستوني کې ژړا خاموشه
د چنارونو شور دې پانې پاڼې
وریځې نه خوځي هوا خاموشه
یوازې ته نه یی چې ګورې ورته
انګاره ټوله پښتونخوا خاموشه
“دا غزل د غزاله جاوید تر مرګه وروسته لیکل شوی دی “
زاهدشاه انګار
 
 
 
 
 
غزل
له جینکیو سره کار نه لرو
زرکو هوسیو سره کار نه لرو
موږه ښکاریان یو د بازانو ښکاریان
له مرغکیو سره کار نه لرو
د پایزیبونو شرنګی، کړنګ د پیالو
شرنګ د بنګړیو سره کار نه لرو
لکه نرۍ څانګې په ملا شي ماتې
دومره تنکیو سره کار نه لرو
فکر او خیال یی چې غزل کې نه وي
داسې ژڼکیو سره کار نه لرو
انګاره چا وې چې پیریان وي پکې
باد، بړبوکیو سره کار نه لرو
زاهدشاه انګار