قهرمانې کاکړ ته ووټ ورکړئ، د رايې ورکول د جوﻻی تر شپاړسمې پورې دي!!!

 قهرمانې کاکړ ته ووټ ورکړئ!!!
 

 
قهرمانه کاکړ د افغانستان يوه مخکښه څيره ده، چې د ښځو د تقويې په موخه کار کوي. قهرمانېله پخوا خورا ډېر زيار ايستلیچې د خپلې ټولنې آسیب-پذيرې او محرومې طبقې،‌ ښځو،‌سمه نماینده ګي‌ وکړی شي.‌ هغه غواړي‌ هغو ښځو ته، چې د دېرش کالو د جګړې ښکار دي، په لوړه‌ سطحه کار وکړي. قهرمانه غواړي‌ د افغانانو د ملي ژوندپه تصميم نيونه کې يو عمده رول ولري،‌ چې د ولس، خصوصا د ښځو او ځوانانو، پر اکثريتښه اغيزه پرېږدي.‌
قهرمانه د افغانستان د سولې او تفاهم د پروګرام د جنډر سلاکاره وه او په دې موخه يې کار کاوه چې د سولې د کمیسيون به کار کې د ښځو رول غښتلی او غوښتنې يې پکښي ځای کړي. هغې د جنډر له اړخه حساسو پاليسیانو په جوړونه کار وکړ او همداراز يې د ښځو ډلې منسجمې کړې، چې پر حکومت د فشار د ګروپ په توګه کار وکړي.قهرمانې کاکړ وکړی شول چې د سولې کميسيون په ولايتي‌شوراګانو کې د ښځو لپاره رسمي څوکۍ واخلي.‌همداراز يې د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون لپاره په خورا بدامنه سیمو، لکه کندهار او هلمند،کې لارې چارې لټولې.
قهرمانه دامریکادپرمختیاييادارې (USAID)له خوا تمويلیدونکي د لوړو زده کړو انکشافي‌پروګرام د مرستيالې په توګه دنده تر سره کړه.‌هغه له سی آر ایس (CRS) مرستندویه خدماتو سره د کار له لارې وتوانیده چې د افغاني میرمنو لپاره د يو شمير نويو‌ تجارتي‌شرکتونو په جوړیدا کې مرسته  وکړي.‌ ددې شرکتونو له ډلې د معلوماتي‌ ټکنالوجۍ هغه تشبثات هم ول‌، چې مالکانې او رییسانې يې ښځې وې، او هغو ميرمنو ته يې د کار زمينه برابروله چې کورنيو يې له پروديو سړيو سره د کار اجازه نه ورکوله. قهرمانې د مهاجرو په ټولنو کې نه ستړې کيدونکی کار کړی، چې خلکو ته په بيلا بيلو ولسونو کې د سوله ييز ژوند په اړه تعلیمات ورکړي.‌ هغې د ځوانانو او ښځو د رهبرۍ د ودې لپاره کار کړی.
قهرمانه په تجارتي مديريت کې ماسټري او په اقتصاد او مديريت کې دوهمه ماسټري(اېمفيل) لري، او يوه ماسټري په عامه پاليسۍ کې هم لري. اوس اوس د انګلستان په کيمرېج پوهنتون کې د دکتورا لپاره انتخاب شوې، چې موضوع يې (د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه) ده.‌ قهرمانه کاکړ غواړي چې ښځې او ځوانان د افغانستان په تر ټولو بدامنه سیمو کې په سوله او د هیوادپه بیارغونه کې راښکيل کړي.‌
 
 
 
د  ووټ یا د رای ورکولو د پاره پر لاندني لینک کلیک وکړی.
http://www.n-peace.net/n-p-vote/inside.php?serial=24
.رایه ورکوونکی دي خپل ایمل ادرس په خط بکس کښی ولیکی او پر ووټ دی کلیک و کړی. د انټي شپام کوډ هم په بله کړکۍ کې وليکئ!!!
  
 
په درناوی