
شعر ۰ محمدعلي عمر
په ديكه چي ځي موټر خونده يې نشته
وچ دخلګوكړي وزر خـــونده يې نشته
زه په دې موټر كې نه ځـــم چپه كيږي
ګوري خلګوته ډرېور خونـده يې نشته
ماته وايي سګرېټ لويه نـــاروغي ده
وي په لاس كې دډاكټر خونده يې نشته
واكمني چي دايمان پـــر تقوي نــــه وي
كه بيا ناست وي پرممبر خونده يې نشته
لـــه دې كلــي اوس دمينې اثـــر ولاړو
نړېدلئ يې ګودر خونـــــده يـــې نشته
هاغه زوم به عمــري خپل قدربايلي
تل پر كوروي دخسرخونده يې نشته
۰۰۰
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com