لوبې او مډالونه

 
 

د افغانستان په اړه د توکیو د اقتصادي کنفرانس په حاشیه کې، د ۲۰۱۲ د جولای پر نهمه، د جاپان د سپورتي علومو پوهنتون افغان ولسمشر ته افتخاري دوکتورا ورکړه. د جاپان د سپورتي علومو د پوهنتون مشرتابه ښاغلي کرزي ته د افتخاري دوکتورا د ورکړې پر مهال وویل چې ښاغلی کرزی ډېر کار کوي او د ده د ولسمشرۍ پر مهال په افغانستان کې سپورټ ښه وده کړې ده.
د ولسمشرۍ څوکۍ ته به هر نسبت وکړای شي خو د ارام ځای ورته نه شي ویل کېدلای. ښاغلی کرزی چې لس کاله کېږي چې پر دغې څوکۍ ناست دی، د نړۍ د ټولو سترو سیاستوالو په څېر، کېدای شي د ورځې تر شلو ساعتونو کار وکړي. تر اوسه لا چا دا ادعا نه ده کړې چې د افغانستان ولسمشر دې د خپلو نورو سیالانو د کاري ساعتونو ریکارډ مات کړی وي.
په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان ځوانان د سپورټ په ډګر کې خورا ښه ځلېدلي دي، خو له بده مرغه دا به له افغانان قهرمانانو سره ستره بې انصافي وي چې د دوی بریاوې د ښاغلي کرزي د حکومت په اولمپيک سازمان پورې وتړل شي. هغه سازمان چې د ځوانانو تر سپورتي ضرورتونو ډېره توجه د خپلو مشرانو تربګنیو ته کوي، د افغانستان د ملي سرود او یوې عادي سندرې په توپیر نه پوهېږي د افغانستان د ځوانانو د زیارونو او زحمتونو لاسته راوړنې په بډه نه شي وهلای. ولسمشر کرزي هم په خپله لس کلنه پاچاهۍ کې د اولمپيک د ناخوالو حل ته چندان پام نه دی کړی.
اوس نو که نه د ښاغلي کرزي د کاري ساعتونو شمېر او نه د ځوانانو د سپورتي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې د هغه د حکومت لاسته راوړنې د دومره ستر افتخار توجیه کولای شي نو بیا باید د جاپان د سپورتي علومو د پوهنتون دغه پرېکړه په بل ډول تعبیر کړو.
ډېره مشهوره کیسه ده چې غل دېوال واهه، د کور خاوند ته یې ویل چې نغاره وهم خو غږ به یې سبا واورې.
د افغانستان ولسمشر څوکاله پخوا د امریکا له ولسمشر سره یوه سپورتي مسابقه پیل کړه چې نوم یې پرې «پسته غېږ» کښېښود. دا چې په دې پستې غېږې کې چا څومره سوکان و خوړل، بېله خبره ده خو داسې ښکاري چې په دې مسبقه کې د ولسمشر کرزي وړتیا د هغه هېواد د سپورت پوهانو ذوق خړوب کړی وي چې رزمي سپورټونه یې یو فرهنګي ارزښت دی. د دیپلوماتیکو معاذیرو پر بنسټ د جاپان د سپورتي علومو د پوهنتون مشرتابه نه شول کولای چې په زغرده اعلان وکړي چې افغان ولسمشر د امریکې دوه ولسمشران په پستې غېږې کې څملولي دي. په تېره چې په توکیو کې د امریکا استازې د هغه هېواد د يوه پخواني ولسمشر مېرمن او د بل ولسمشر د باندنیو چارو وزیره وه.
د جاپانیانو ښه اجتماعي اخلاق د نړۍ خلکو ته مالوم دي، د مېلمه خپه کول د هغوی په فرهنګ کې نه شته. د افغانستان ولس د جاپان د خلکو د دې نزاکتونو درناوی کوي او ترې مننه کوي چې د دیپلوماتیکو معذرتونو سره سره یې زموږ د ولسمشر سپورتي وړتیاوې وستایلې. خدای دې وکړي چې داسې څو هم پیدا شي چې له فساد او سیاسي جوړجاړیو سره په نه ستړې کېونکې مبارزه کې د ښاغلي کرزي د بریاوو ستاینه وکړي.