۰۰۰
مسئله
دکوچني ترزېږېدلو وروسته
چي دده په غوږونوکې
اذان او اقامت کوي
آیا داواجب دئ سنت دئ او که مستحب دی؟
اوکچیري داحمد او یامحمدنوم ورباندې کښيږدي آیا
داصحیح دئ او کنه؟
جواب
دنوي زېږېدلي کوچني په دواړو غوږونوکي داذان او اقامت مستحب والئ
دآنحضرت صلی الله علیه وسلم په حدیث سره ثابت دئ ځکه چي په صحیح ترمذی ۰ او سنن ابي داود کې دابورافع رضی الله تعالی عنه څځه روایت دئ چي ده وویل ۰ ما آنحضرت صلی الله علیه وسلم ولیدو چي دحسن بن علی رضی الله تعالی عنه په غوږ کې ئې هغه وخت اذان وکړو چي کوم وخت حضرت فاطمې رضی الله تعالی عنه دَ ئ رضی الله تعالی عنه وزېږاوه۰ په مفتاح النجاة کتاب کې یې په صراحت سره راوړي دي چي کوم وخت له حسنینو څخه یو پیداشو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په راسته غوږکې اذان او په چپه غوږکې اقامت وروکړو۰ په مسند ابویعلی کې یې له امام حسین رضی الله تعالی عنه څځه راوړي دي دهرچاچي کوچنئ پیداسي نو دده په راسته غوږکې اذان او په چپه غوږکې اقامت وروکړئ نوبه وده ته دام الصبیان مریضی ضرر ونه رسوي
) الجامع الصغیر للسیوطي (
پرکوچني باندې داحمداو محمد نوم اېښودل مستحب کاردئ لکه څرنګه چي په صحیح بخاری او صحیح مسلم کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه قول راغلئ دئ چي پر کوچنیانوباندې زما نوم ایږدئ۰ اوپه سنن ابي داودکې درسول الله صلی الله علیه وسلم قول رانقل شوئ دئ چي پرکوچنیانو باندې دنبیانو نومونه ایږدئ ۰ مثلا ابراهیم ۰ عیسی ۰ او داسي نور دسیوطی رح په جامع الصغیرکښي دحضرت ابن عباس رض څخه روایت راغلی دی۰ من وُ لدَ لَهُ ثلثةُ اولادٍ فَلَم یُسَمِّ اَحَدَهُم باِسمِ محمدٍ فقَد جَهَلَ۰
ددې مانا داده چي دیوچا دري زامن پیداسي اوپریوه باندې هم دآنحضرت صلی الله علیه وسلم نوم نه کښيږدي نوبه له دغه برکت څخه محروم اوبې برخې وي
)رواه الطبرانی فی الکبیر وابن عدی فی الکمال(
سوال
څوک چي دهلک یا نجیلۍ په غوږکې اذان ورکوي آیا وهغه ته شیریني اویا پیسي ورکول روادي کنه؟
جواب
ترکومه حده چي دپیداسوي کوچني په غوږکې داذان کولو تعلق دئ په همدې اړوند له حدیثو څخه دومره ثابت سوي دي چي د پیداسوي ۰ زېږېدلي ۰ کوچني خاندان بزرګ دې دکوچني په غوږکې اذان وروکړي کچیري دخاندان دبزرګ څخه علاوه بل څوک دغه اذان وکړي نوهم روادئ یعنی دسنت دادء کېدو دپاره که شیریني اوروپۍ ورکړي اوکه یې ورنکړي۰ ځکه چي دحضرت فاطمې رضی الله تعالی عنها څخه ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته تحفه ورکول نه دي ثابت شوي۰ یعنی کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دحسن بن علی رضی الله تعالی عنهما په غوږکې اذان وکړو نوپه دغه وخت کې حضرت فاطمې رضی الله تعالی عنها ونبي کریم صلی الله علیه وسلم ته روپۍ یایوبل جنس نه دئ ورکړئ۰
ښکاره خبره ده چي دغه وخت به ومستحقینو ته یوشئ ورکول دخیر له جملې څخه وي خو چي په دې سنت کښي درواج حیثیت پیدانه شي۰ لایکلف الله نفسا الا وسعها۰ ژباړه ۰ نه دئ مکلف هیڅ نفس مګرپراندازه دقدرت۰ کچیري یوچا ودغه مؤذن ته په دې نیت یو شئ ورکړو چي داستا داذان مزدوري ده نو دده دپاره پر اذان باندې مزدوري اخیستل روانه دي۰
لکه څرنګه چي علماوو فرمایلي دي چي دکوچني په غوږکې اذان کول له عبادت څخه دئ یعنی داکاریو عبادت دئ اوپر عبادت باندې داحنافو رح داصلی قاعدې سره برابر مزدوري اخیستل روانه دي۰ دزېږېدلي کوچني داذان دپاره دامستحب ده چي دَئ ترغسل وروسته په یوپاک ټوکر کې وپیچي تردې وروسته دې دده په ښي غوږکې اذان اوپه چپه غوږکې اقامت وروکړي اود حی الصلواة ۰ او حی عَلی الفلاح دکلو دویلو په وخت کې دې اذان کونکئ خپل مخ ښۍ اوچپه خواته وګرځوي لکه داذان او اقامت په وخت کښي چي یې ګرځوي۰ همداډول دپیداسوي کوچني تحنیک مستحب دئ۰ لکه څرنګه چي په صحیح حدیث شریف کښي راغلي دي۰ عن عایشة
کاَنَ یُؤتی باِالصبیانِ فیُبَرّکُ علَیهِم ویحنکهمُ ۰ رواه مسلم۰
تحنیک ودې ته وایي چي خورما وژویي اوترژوولو ورسته یې دکوچني په تالو پورې وروموښي٬ دغه راز دکوچني دپآره هرخوږشئ دخورما په حکم کښي دئ
لیکن خورما افضله ده۰
سوال
که چیري دیوکوچني عقیقه دیوعذر په وجه داووم ترورځې پاته سوه نوبیا ترڅومودې پورې رواده؟ دغه راز دکوچني دسر وېښتان دسرو او یاسپینو زروسره تلل اودغه سره یاسپین زر۰ وحجام۰ دکوچني وسرخرېیونکي ته ورکول روادي اوکنه ؟
جواب
داحنافو علماء دعقیقی واستحباب ته تللي دي اوویلي یې دي که چیري دکوچني عقیقه داوم په ورځ ونه شي نوبیا بایدپه څورلسمه ورځ وشي او کچیري په څورلسمه ورځ هم ونه شي نوبیا باید په یویشتمه ورځ باید وشي او کچیري دتنګۍ او مفلسۍ له کبله په یویشتمه ورځ عقیقه ونه شي نوبیا فرض او واجب نه ده چي ددې کار یعنی عقیقې دپاره دپور بارپر غاړه باندې واخلي دکوچني دسر وېښتان له سپینو زرو سره تلل اوبیا دغه سپین زر ویو مسکین ته ورکول ښه کاردئ او کچیري یوڅوک دغه سپین زر و ۰ حلاق ۰ یعنی دسروخرېیونکي ته دمزدوري په حساب ورکړل شي نو دابیا دخیرات له امرڅخه خلاف کاردئ دهغو کسانو دپاره چي خاوندان دقدرت وي ۰ بډاي او غنیان وي داهم رواده چي دکوچني دسر وېښتان له سرو زرو سره وتلي او ترتللو وروسته بیا دغه سره زر خیرات کړي دامستحبه ده چي دکوچني دسروېښتان په زمکه کې پټ۰ ښخ کړي۰ خو پکارده چي هرڅوک دغه عقیقه دمستحب والي په نیت وکړي۰
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ۰ الغلام مرتهن بعقیقتة تذبح عنه یوم السابع ویسمی ویحلق راسهُ ) رواه احمد والترمذي ۰ وابوداود والنسایي(
دهلک په عقیقې کې دوې بزې اویا دوه سېرلیان یا دوه اوزګړي تردوو میږو افضل دي کچیري دکفایت دپاره یوه بزه حلاله کړي نو هم رواده دنجیلۍ دپاره دې یوه بزه حلاله کړي بزه او اوزګړئ دعقیقې په حکم کې سره برابر او یوشئ دي کچیري دبزې او یا اوزګړي پر ځای مږ یا مېږه حلاله کړي نو هم روادي۰ ترحلالولو ورسته یې په داسي طریقه سره تقسیمول مستحب دي چي سردې وهغه چاته ورکړي چي هغه دکوچني سر ورخرېیلئ وي او یو ورون دې وقابلې )دایې( ته ورکړي ددغو دوو شیانو ترورکولو وروسته دې غوښي په اټکل یاوزن سره پر درو برخو وویشي بیادې لهدغو درو برخو څخه یوه برخه مسکینانو او فقیرانو ته ورکړي اوپاته دوې برخې دې دقریبانو اوهمسایګانو دخوراک دپاره دځان سره تیارې کښيږدي
او دعقیقې دغوښو خوراک وهرچاته روادئ
) اخذ(
) کتاب مالابدمنه(
)مؤلف(
) قاضي محمد ثناء الله پاني پتي رحمت الله علیه(
۰۰۰
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
وروستي