
ډاکتر محمد نواب ویساند :
د هیواد د فابریکوی صنایع پراختیا لپاره
بهرنۍ مرستې ولې نه ځانګړې کیږي؟
رېښتیا چې د بې
وسۍ او ناچارۍ دې رنګ ورک شې ، دامهال د افغانستان د عادی بودجې څلوېښت سلنه او د
پر مختیایې بودجې ټوله برخه د مرستندویانو
لخوا تمویلیږي ، چې د مالی مرستو د
لګښت ډېرۍ برخه یې د مرستندویانو ( د مرستندویه دولتونو ، ټولنو یا سازمانونو ) د شرایطو پورې تړلی وی . دا شرایط کیدای شی د مرسته کوونکو له خوا د کومو پټو او یا ښکاره
موخو اویا هم پر افغان دولت ، د پوره باور نه درلودلو
له کبله رامنځ ته شوی وی . خو یو
شې چې ښکاره او څرګند دې ، هغه دا چې په هیواد کې د اجیری ، بې کفایته او فاسدې
اداری پر ځای یوی سالمی او په مسلکي وړتیا ولاړې اداری
کولای شول د خپلو علمی او هر
اړخیزو څېړنو او لاسندونو پر بنسټ چې به پکې دلمړیتوب ، اغېزمنتوب او ستراتیژیک هدفونو
غوره مطالب او همدا راز د راتلونکې پراختیا او ودی لپاره په واقعیت ولاړو ښکارندو
په وړاندې کولو سره به ، د مرستندویه
دولتونو او سازمانونو له خوا د کوم
منطقی ، پوهنیز او معقول دلیل پرته
، د شرایطو مطرح کولو ته ځای نو وایی
پاته شوې . د لیکوال ( زما )په اند تولیدی
اقتصاد ته د مرستو د ځانګړی کولو پر ځای لګښتی یا مصرفی اقتصاد ته
لمړیتوب ورکونه ، خپله د پټو
موخو یو بیلګه بلل کېدای شی . دا ځکه چې افغانستان په وچه کې یو راایسار خو د پنځیزو
سر شارو سرچینو د درلودلو له اړخه
یو بډای هیواد بلل شوې چې آن د ځینو کورنی او بهرنیو منابعو له قوله د لمړنیو
اټکلو پر بنسټ د دری زره ملیاردو ډالرو په ارزښت طبیعی شتمنۍ او زېرمې لری . د همدې کبله بې مسلکه واکمنان ددې پر ځای چې د یو دینامیک ځواک په لټه او یا هم
خپله د یو رسمی او مسئول ارګانونو په
توګه په ځینو ځانګړو برخو کې د
بهرنیو تجروبو نه په استفادې ، د اقتصادی پراختیا او ودې لپاره د بسټیزو تاسیساتو د جوړېدو لپاره ، چې د
افغانستان په ځان
د بسیا کیدو واټن را
لنډ کړلای شي ، د پانګه اچوونکو په توګه د
جانواینچرنو یا مختلط کار وبار په
ترڅ کې ، لاس
په کار شی ، یواځې
په خاورو کې پر ډوبو او پټو د طبیعت
نه په ورکړل شوو زېر مو په شتون ، چې هغه به هم په یو ډول نه ډول د سپړلو پر مهال د اومو موادو په بڼه د همداسې ادارې په شتون کې د بهرنیانو د خولې خوراک شی ، ویاړ ي . که دا وګڼو چې د دغه یادو زېرمو د راسپړولو له درکه یو څه مالی شونتیاوو ته لاس
رسې پېدا کیږی او د راسپړلو په ترڅ کې د
تر لاسه شوو موادو پروسس( صنایع ) ته جدی پاملرنه ونه شی دغه ټولې شونتیاوې به په سیند لاهو او د کاني توکو له درکه تر لاسه شوی
مالی زېرمې به د
بهر څخه د راوړل شوو لګښتي کالیو په قمار
کې و بایلل شي.
که اوس
مهال د کانی توکو نه په مودرنه ، عصری او
پرمختللې تکنالوژۍ سمبالو کارخانو
نه ، چې لا تر اوسه نشته ، ګټه
پورته کول د مالی بنیې د
کمزورتیا او د پوره پانګې د نه شتون له امله ستونزمن کار وی او دولت د
پانګونې جوګه نه وي او
مافیایی ازاد بازار یې مټې ورتړلی وي ،په کار ده
، چې د داسې
تکنالوژۍ کارونې نه ګټه پورته کړی ، چې هم ارزانه او هم حد اقل اومه مواد په نیمکاره واړولې شی او ددغې نیمکاره موادو له لاری په بهرنی
مارکیټ کې د یو سیال هیواد په توګه ځان
وځلوی . خدای ناخواسته داسی ونه شی ، چې د دولتی
واکمنو د کاری او مسلکی وړتیا د
کمزورۍ نه ، د افغان ولس
په تاوان کومه ناوړه ګټه
پورته شی ، چې وایی مال
زما خو واک یې د . . . . .
له
بده مرغه زمونږ اوسني ملا ماتي چاواکې د شنو ډالر پرته
د هیڅ ډول تولیدی سکټور ونو او په تېره بیا صنایع سره نه
یواځې اشنایې او علاقه نه لری بلکه
د هغوی په وړاندې علاج نه لرونکې الرګي
لری . دا ځکه چې په دې وروستیو یولسو کلونو کې ما یوه ورځ هم د کورنی صنعتی تولیداتود پرمختیا
او ودې په هکله داسې څه
چې د قلم په ژبه
یې راوړل وارزي وا نه اورېدل . خو
دامې ډېر تر غوګو شوی چې د بهرنیو توکو
سره سیالی نه شی کېدای نو باید خپلې
موجودی کارخانی هم درول شی ، لکه څنګه چې درول شوی دي .ډېره جالبه
ده ، په داسې یو هیواد کې دې ، چې
ځوانان یې د کار موندنې په
موخه بهرنیو هیوادو ته
له خطره ډک سفرونه کوی
، فابرېکې و تړل شي .
افغاني صنعتي تولیداتو ته د نه
پاملرنې له کبله ، بهرني توکې
په ډېر درز سره د
سېلاب غوندی د کنټرول پرته ، له
ورایه ښکلي خو
بې کیفیته ، راروان دی . په داسې یو حالت کې کورنۍ تصدۍ
د دولت ځانګړی حمایت او مرستې ته سخته
اړتیا لری تر څو د یو لړ مشخصو تدبیرونو
نیولو له لاری د هغه توکو چې د هیواد په دننه کې
یې د تولیدولو امکان لیدل کیږی ، له
بهره یې د راوړلو مخه ډب ، او
په دې توګه ورو
ورو د صنایع سکټور په
ځواکمن کولو سره د هیواد ډیرو ځوانانو ته
په بیلابیلو برخو کې د بوختیا
زمینه برابره او هم په دې
سره د هر وګړی د کورنۍ بودجې بڼه
بدله کړای شی . دا چې همدا اوس د هند په پلازمنې دهلي
کې د افغانستان په اړه د پانګونې نړیوال کنفرانس چې د
هند د صنعتي کنفدراسیون په نوښت
پکار اچول شوی او د سیمی هیوادونو
تر څنګ پکې د نړۍ د ۲۹
هیوادونو او نړیوالو ټولنو
استازی ګډون کوی ، افغان لوری
ته په
کار ده چې
ددغه کنفرانس ګډون کوونکو پاملرنه
او توجه د افغانستان صنعتي
کیدو خواته راواړوي . پای
په درنښت