
ډاکتر محمدنواب
ویساند:
د
وزیرانو شورا له خوا د صنایعو نوې تګلارې
د تصویبېدو په پلمه ( ۲۰ اکټوبر ۲۰۱۲) :
یوه
ورځ مې یو دوست په مخه راغی او د روغبړ وروسته یې
د خبرو اترو څخه داسې څرګندېده ، چې دی ،
زما ځیني د هېواد د اقتصاد او په تېره بیا د فابریکوي صنایع په هکله په ځینو ویبپاڼو کې
خپرې شوې لیکنې لولي . داچې دې د صنایع سکټور په ځینو تولیدي
موسساتو کې ډېر وخت کار کړی و ، نو یې
د صنایع اوسنې حالت هېښوونکې او د اندیښنې
وړ وباله . د اقتصاد ددې څانګې سره یې خپل د خواخوږۍ نېک
احساس په یوه لنډه خو ډېره مانا داره خاطره کې ، چې په ورته وخت کې کورني صنایع
ته یې د پاملرنې
اړتیا هم انځوروله ، په
لاندې ډول وکړه :
دی وایي ٫٫ ( یو مهال زه د کابل د څرخي پله په سیمه کې د وړیو اوبدلو په یوه دولتي فابریکه کې چې وړین ټوکران ، کمپلې او
قالینې یې اوبدلې په کار بوخت وم . دا فابریکه چې یو څه
پخوا د
لویدیځ المان په مالي او تخیکي مرسته جوړه شوې وه ، او یو مهال یې په نړیوال
سټندرد ښکلي وړین ټوکران چې د انګلیسي
کشمیرې سره یې سیالي کوله ، تولیدول . یاده
فابریکه خورا زړه او د یو زیات وخت کارولو وروسته
یې د ګټورتوب د نه درلودلو له امله
المانیانو پرېښوده او خپلې پښې ترې سپکې کړې او فابریکه
افغان دولت ته وسپارل شوه . داچې دا فابریکه په زیان
چلېده ، نو د وخت دولتي مقاماتو د
ناچارۍ له کبله وغوښتل
ددې فابریکې تولیدي چارې دفاع وزارت ته چې یو لګښتي
اورګان دی ، په واک کې ورکړي او د اړتیا وړ توکي ورته
پرته لدې چې مؤثریت یا ګټورتوب یې مطرح وي
تولید کړي . خو بیا هم چې لا یې د ګټورتوب له پلوه پوره ډاډ شتون نه درلود ، او دفاع وزارت د مسلخ
د فابریکې پرته په نورو تولیدي چاروکې کومه تجربه نه
درلوده ، نو یې ورته زړه ښه نه کړ او د وخت
د کانو او صنایعووزارت ته وسپارل شوه ،تر څو د یادې
فابریکې تولیدي چارې له سره سمبال کړي .
ددې فابریکې لپاره اومه مواد یانې وړۍ د قندهار حوزې څخه پلاس راتللې ، خو داسې وخت هم راغی چې د قندهار او کابل تر منځ د
غزېدلې لارې په اوږدو کې د امنیت د خړ پړتیا
له امله د وړیو رارسیدل تل د وېرې او ستونزو سره مل وې . خو دا فابریکه د خپل اقتصادي ارزښت له مخې په هر صورت بایدد یو لړ اړینو او غوره
اقداماتو او تدابیرو په نیولو سره فعاله ساتل شوی وای . یو د هغه تدابیرو ځینې داوو، چې
د وړیو سوداګران و هڅول شول
چې هر یو په خپل وار بهر
ته د وړیو د صادرولو د انډول له مخې
یو معینه سلواله وړۍ د کورنیو
فابریکو د تمویلو لپاره ځانګړې یا بېلې او
نورې په خپله خوښه هر چېرې
چې یې زړه وي واستوي . اود بل لوري
هڅه کېده ، چې د تولید په
بهیر یا پروسس کې دنوو وړیو سره یو ځای د ضایع شوو ( ردي ) وړیو یوه زیاته فیصدي
( برخه ) د نوو یا ناکارول شوو وړیو د سپما په موخه ، چې په ورته وخت کې د
تولید شوو محصولاتو په کیفیت باندې یې منفي اغېز
هم اچوو ، ور زیاته شي .
چې ډېر ځله د وخت د
دفاع وزارت سره د قرار داد شوې
وړینې تیکې د کیفیت سره یې د
اړخ نه لګولو له امله آن داچې
د یاد وزارت اړوند ګودامونو
له مخې څخه زمونږ له خوا وروړل
شوي تولیدات بېر ته را مسترد شوي هم دي . خو نوموړي
وزارت ددې فابریکې د ستونزو په پوهېدو سره پر ې سترګې پټه ولې او ورلیږل شوې تیکې به یې
تسلیمولې . له نیکه بخته د دادومره ستونزو سره بیا هم دې فابریکې ته د هېواد پالو سوداګرو له
خوا پوره وړۍ رارسېدلې او فابریکې په درز سره خپل تولیدي چارې ، د یو ښه منجمنټ له برکته
په ښه توګه ، مخ ته بولې . او یاده فابریکه په سمه کارونې سره نه یواځې
په ځان د بسیا کېدو بلکه دراتلونکي
ریکونسترکشن لپاره یې هم د خپلې
تولیدي ګټې څخه د
مالي وسایلو د زېرمه کولو یا برابرولو جوګه شو.
دا ځکه ، چې دې فابریکې ته د ملي شتمنۍ د
یوې برخې په توګه کتل کېدل .
دی د خپلو کاري ژوند یوه کوچنۍ خو له وطني احساس نه ډکه خاطره په ګوته کوي او وایي : ٫٫ یو ه ورځ د فابریکې په غولي کې ولاړ وم ، ومې لید ، چې دپسرلي نازکه باد یو موټې وړۍ د
وړیو د زېرمتون ( تحویلخانه یا ګدام ) د دروازې له مخې ځغلولې
نو خدای شاهد دې پرته لدې چې فکر وکړم ناببره مې د دغه باد اخیستو یو موټي وړیو پسې وځغاستل تر څو هغه د باد د منګلو وژغورم ، چې د فابریکې د انګړ څخه یې بیرون
و نه باسي او د پروسس لپاره یې بیر ته را وګرځوم . نو مې په زړه کې
دا سوچ کاوه چې له دغه
وړیو نه کیدای شي . .
. . متره تار
تر لاسه او د یادو تولیداتو د یومتر د یوې برخې
هغه تشته ډکه کړي ، کوم چې لدې
پرته رامنځ کیدونکې وه . داچې ، د اقتصاد په ډګر کې زما ژوند د صنعتي تصدۍ د یو موټي وړیو د ژغورلو نه
پېل شوې ،
نو مې ځکه د نورو برخو د ګټې وټې
نه ددې اړخ ژر او پر خپل وخت ودې او
پرمختیا ته تـــلــوســـــــــــــه ده ٫٫ .
همدارنګه نوموړې د کورني صنایع د ارزښت نه د بې خبرو کسانو په هکله هم چوپه خوله پاته نه
شو او ویې ویل : ٫٫
ښه مې په یاد دي ، څو کاله د مخه د افغانستان د کارګرانو د اتحادیي مربوط یو ځوان را ته د تلیفون په کرښه د خپل وظیفوي مکلفیت له مخې سپارښتنه وکړه ، چې ژر تر
ژره فابریکه ودروه (وتړه ) او ټول کارګران ، مامورین ستاسو په ګډون ( زما ددغه دوست په ګډون ) پارک زرنګار ته په یو
دایریدونکي میټنګ کې ، په یاد مې
نه دي چې په څه اړوند و ، د ګډون لپاره ولاړ شئ . دا پرېکړه چې فابریکه د یو
احساساتي انقلابي په خبره و درول شي ( پارچاو شي ) زما لپاره کومه اسانه خبره نه وه . د یادې
فابریکې سر بېره چې نژدې نهه سوه کارګرانو په دوه شفتونو کې پکې کار کاوه، د ښار په لور
د صنعتی پارک اړوند خورا زیاتې د خصوصی سکټور اړوند کوچنۍ
فابریکې هم وې چې د همدا شان
کړنو سره مخ وې .
دی زیاتوي ٫٫
د فابریکې د درېدو د
مخنیوي په موخه هرې خواته لاس په کار شوم . چې کومه بله لاره
مې و نه موندله ، نو مې د صنعتي
پارکونو د امر سره ، چې زمونږ په
ګاونډ کې یې دفتر درلود ، د تلیفون
په کرښه اړېکه ونیوله
، او ترې ومې پوښتل چې ستاسې د شااوخوا فابریکو کارګران هم په دغه میټینګ کې د ګډون په موخه
هلته ( زرنګار پارک ) ته تلوونکي دي
؟ خو ښکاره خبره وه د خصوصي سکټور مربوط فابریکې هم ددې امر نه مستثنأ نه
وې . په ځواب کې یې را ته
وویل ٫٫
څه چې دې حال دې هغه مو حال دې ٫٫
نو مې ورغبرګه کړه ، که داسې ده نو بیا کولای شۍ زمونږ د فابریکې مربوط سرویسونه چې
بې له هغې هم ستاسې
په لور درتلوونکي دي د سرک له غاړې به مو پورته او پارک زرنګار ته به مو ورسوي او په شهري سرویسونو کې به د تګ څخه هم بې غمه شۍ . هماغه وو ، چې را سره یې ومنله ، او په هر
سرویس که مو له خپلې فابریکې ایله یو او
یا دوه غېر تولیدي کارګران چې
ناسوبتوب یې هومره اغېز
نه درلود کښینول او د ښار په لور
د صنعتی پارکونو د کارګرانو د راپورته کولو سره
تر پارک زرنګار پورې ډک ورسېدل ، او په دې سره زمونږ د فابریکې ( وړیو اوبدلو فابریکه ) تولیدي چارو ته کوم زیان و نه رسول شو دا
ځکه چې ټول پرسونل یې په عادي توګه په خپلو
کارونو بوخت و .
بله ورځ ، چې ډېر وخت لا نه وو تېر شوی ، همدغه ځوان بیا هم همدا ډول غوښتنه یو ځل بیا تازه کړه ، خو ما ورته په ډېره عاجزانه ډول ځواب ورکړ چې په تولیدي چارو کې ځنډ راځي زه نه شم کولای چې کارګران در واستوم او تلیفون په کرښه مې
ورته د فابریکې د یوه ساعت په درېدو سره
د یو اټکل له مخې د زیان کچه وویله . ښه مې
په یاد دي چې هغه په ډېره زشته ژبه را ته وویل : ستا د ټول کال تولید د بلغاریا هېواد د یوې ورځې د مرستې سره برابر نه دی . دا هغه مهال دی چې دې فابریکې د نورو تولیداتو
تر څنګ د وسلوال پوځ لپاره یو لړ وړین ټوکران د ژمي د موسم لپاره هم
تولیدول ، هم مهال د بلغاریا هېواد له خوا ، ظاهرا د ښکلو خو ډیر بې کېفته مصنوعي وړین ټوکرانو
چې ځینو انقلابیونو ترې
د ډول او ځان ښوونې ( ځان ښودنې ) لپاره هم دریشیانې جوړولې ، مرسته کېده . پوه شوم
چې نوموړی د کورني
تولید په اقتصادي ارزښت نه پوهیږي او یواځې د پردیو په مرستو مست ښکاري ، د نورو ملکونو مرستې خو ښه خبره ده ، خو ښه به دا وي ، چې
سړی په
خپلو تولیداتو باندې وو یاړي .
دی وایي
، زه دلته په دوه
لمو کې بند پاته وم ، د یوه پلوه مو باید د تولیدي پلان د پلي کولو له لارې د ناخالص تولیداتو کچه
لوړه بوولې
وای چې آن د لږ
وخت لپاره په تولید کې د ځنډ راوستولو له امله شونې نه وه
او د بل پلوه د
شرایطو له مخې د دا ډول غوښتنو سره د
احتیاط نه کار ځکه اخیستل شوی وای ، چې ډېرو د اقتصاد د
پیاوړتیا او پرمختیا له پاره د عملي وړ ګامونو د اوچتولو
پر ځای تش احساسات
کارول . نو دلته مې د اداره یا
منجمنټ په کوم کتاب کې یوه غونډله چې ډېر
پخوا مې لوستلې وه ، را په یاد شوه . لیکل شوي وو ،( یو اداره چي باید مکر د
ګیدړې او زړه د زمري ولري ) . نو مې له ځانه سره د نور سوچ کولو پرته
پرېکړه وکړه ، ښه به دا وي چې سر پرې مه خوږ وه بیا مې
د همغه تکتیک څخه کارواخیست کوم چې مې د مخه کارولې و.
دی
وړاندې ځي ، او وایي ٫٫ موخه داده چې یو هېواد هېڅکله هم یو دم نه دی آباد شوې او دا د یو همیشني ، اوږده مودیز او
یو د بل پسې د علمي او محاسبه شوي پلانونو له مخې د هر پول یا سنټ څخه د درستې ګټې اخستنې له لاری تر سره کیږي . او ددې کار
لپاره د خپل صنعت پراختیا ته ځانګړې
پاملرنه په کار ده . ډېر وخت لا نه وو تېر شوې ، چې شرایطو بدلون
وموند او هغه د پردیو مرستې هم قطع شوې . او بیا هم د هېواد
مخ د همدغه کورنیو فابرېکو تولیداتو ته
راواړول شو) ٫٫ .
د یو وټپوه له نظره دغه پورتنۍ یادونې یو ډېر ښه پېغام له ځانه
سره لري : هغه داچې په خپلو تولیداتو کې د هر سنټ یا پول پر ځای لګول ،
د هېواد په پرمختګ کې ټاکونکې او رغنده رول لوبولای شي . په داسې حساسو شېبو کې چې نړیوال دلته د خپل شتون یا حضور شپې او ورځې شماري د کورني شرایطو په پام کې
نیولو سره د وړ تګلارو جوړول او په خپل وخت پلي کول ګټورې پایلې له ځانه سره لرلای
شي . نو مې ځکه ددغې تګلارې د جوړېدو په پلمه د
یوه زړه سواند د عبرت نه ډکو خاطرو یو بېلګه چې د
هر سنټ یا پول پر ځای لګول او د خپلو
کورنیو تولیداتو په ارزښت پوهېدل پکې
انځور شوې دي ، وړاندې کول
، غوره وبلل .
سره لدې
چې اوسني دولت ډېر وخت له لاسه ورکړی او د
وارداتو کچه د صادرات په پرتله لس برابره او آن د ځینو په اند دیارلس برابره لوړه تللې اود صادراتو او وارداتو انډول نه یواځې ګډوډ
شوې ، بلکه په هېڅ سره ضرب شوې . بیا هم د
وزیرانو شورا له خوا د صنایعو نوې
تګلاره چې په اقتصادي مسائلو کې یې دولت ته د مداخلې
اجازه وکړې او هم یې حکومت اړ کړی چې پانګوالو او صنعت کارانو ته اسانتیاوې
برابرې کړي یو نیک قدم بللې شو ،
خو په یو شرط سره ، چې له لمړۍ ورځې
څخه اړوند ارګانونه خپل د لمړی ګام د اوچتولو څرک وښیي او یواځې د کاغذ د ښکلا لپاره ونه کارول شي . د بېنوا
ویبپاڼې د ۷ / ۱۰ / ۲۰۱۲ نېټې د یادونې له مخې د ۲۰۰۳ ز کال
راهیسې د افغانستان د پانګونې د ملاتړ
ادارې له خوا اته ویښت زره رسمی جوازونه چې د هغې جملې څخه یې
څلور زره بهرنیو پانګوالو ته وېشل شوي دي
. که په رښتیا د دا دومره کمیت جواز لرونکو څخه یواځې لس په سلو کې پانګوالو ته د قانون په رڼا کې او ددغه نوې تګلارې له مخې اسانتیاوې برابرې شي . کېدای شي د پام وړ پایلې
له ځانه سره ولري . هر څه د مخه هغه تاسسات په کار واچول شي ،چې همدا اوس د صنایع په بېلابېلو برخو کې په ټپه ولاړې
دي . که لېرې ولاړ نه شو ، همدا اوس د څرخي پله په صنعتي پارک کې د ۲۸۱ د خصوصي سکټور اړوند وړو فابریکو څخه سل غېر فعاله دي .
د
یادولو وړ بولم ، چې متشبثین نه یواځې د
رسمي ځانګړو ادارو لارښوونو ، مشورو او یا مرستو ته سترګې په لاره اوسي ، بلکې د یو دینامیک
متشبث په توګه د نووښتونو په کارولو او ریسک په قبولو
سره یې هم بری شونی دی .
تېر مهال د دولتي سکټور اړوند تصدیو کې داسې هم لیدل شوي دي ، چې د
ځینو ملحوظاتو له مخې آن حکومت خپله د یو ځانګړي
حکم پر اساس د مؤقت
وخت لپاره د یوې نیمې تصدیو د
بشپړ ودرېدو سپارښتنه کړې وه ، خو د تصدۍ مسئولو کسانو په خپل
نوښت همغه تصدۍ
په بشپړ ظرفیت په داسې شرایطو کې وچلولې
چې آن په نورمالو شرایطو کې نه وې چلول
شوې . دلته د متصدي د ابتکار او د حکومت د ملاتړ پورې اړه لري . چې ایا متصدیان ددې کار
د پرمخ بولو لپاره د څومره وړتیا څخه برخمن دي . او یواځې د چارواکو
د هغه او دغه ناستو پاستو څخه هم څه نه بودیږي
. عملي او پرېکړنده کړنو ته اړتیا لیدل کیږي . که
چېرې متصدیان وکولای شي د هرې تصدۍ ګټورتوب ثابت کړلای شي په اسانۍ سره پروژوي مرستې هم جذبولای شي . سره لدې چې ډېر وخت له لاسه وتلې خو بیا هم ناوخته نه دی . ضروري
بولم ، ووایم
، چې ددغه تګلارې له مخې د هرې ځانګړې
ادارې اړوند کړنو د تر سره کولو لپاره د مسئولو کسانو په ګوته کول ،د اړینو اقداماتو لپاره د مهال وېش ټاکل ، د تر سره شوو کړنو د ارزیابۍ نېټه ،د وخت په
وخت د نتایجو یا لاسته راوړنو ارزونه او د نورو
لازمو اقداماتو لپاره وړ تدابیر
نیول اړین دي .
وروسته د لسو کلونو لوړ پوړو چارواکو دې ته پام شو
، چې د سوداګرۍ بیلانس ګډوډ شوی دی . ماته هغه د یو
چا خبره را په یاد شوه ، چې وایي (
په کوم کلي کې د اوبا مرض ګډ وو، او هره ورځ یې
ولسي وکړي له منځه وړل ، خو کله چې
د یو بل اوسیدونکي پلار پرې مړ شو ، نو یې وویل لکه چې اوبا مرض اوس زور واخیست ) . او همدا
رنګه کله چې د صادراتو او وارداتو
انډول برهم وخوړ او له هرې خوا نه د دولت دغه ډول نیمګړتیاوو ته ګوته ونیول شوه نو یې د صنایع څخه د لا زیات ملاتړ په موخه ددا ډول
تګلارې په جوړېدو سره وغوښتل خپله
جاله له اوبو وباسي . او په دې سره
د داډول سوداګریز بیلانس د لا خرابیدو مخه ونیسي .
د دا ډول
ګام اوچتولو لپاره د غریبو وټپوهانو ستوني وچ شول ، خو په
حکومت کې د آزاد بازار اقتصاد ټېکه دارانو د هېواد د شونتیاوو نه په بې خبرۍ سره
، غوښتل د تولیدي او خدماتي چارو د پر مخ بوولو نه اوږه
خالي کړي او په بربنډ مېدان د آزاد بازار اقتصاد اوسني
لوبغاړي ( مافیایي ډله ) د کنټرول پرته د ټولو غوښتنو د پوره کولو جوګه وګرځوي . خو کله ، چې ددغه وارداتي توکو له کبله د هېواد څخه
په یو زیاته اندازه اسعارو فرار وکړ او د بهرنیو هېوادونو له خوا د خپلو مالونو په بدل کې یووړل شول ،
نو یې دې اړخ ته پام شو .
پدې کې هیڅ شک نشته چې په تیرو لسو کلونو کې د انفراسترکتور ، ودانیو ، خدماتو او نورو ټولنیزو چارو په برخه کې یو لړ د پام
وړ کارونه سر ته رسیدلي دي او سترګې پرې نشو پټولای ، خو په بدل کې مو، که
مونږ د ملي اقتصاد او صنایع سکټور جوړښت ته
چې په تېرو لیکنو کې انځور شوې وګورو ، و به وینو ، د دا دومره هیاهوی سره د اقتصاد تولیدي برخه ، چې د هېواد هوسا راتلوونکې
ور پورې تړلې ده ، پر مځکه ولګېده او دړې وړې شوه .
پدې وروستیو کې جمهور رئیس
ښاغلي کرزي ،
هند ته په سفر کې د هند د لومړي وزیر سره په خبرو کې هغه هېواد په
افغانستان کې پانګونې ته وهڅاوه . تر هغه ځایه چې لیکوال (ما) ته معلومات شته دغه هېواد په سيمه کې
د صنعتي پارکونو په پراختیا کې پوره اوږده او ازمایل شوې تجربه لري . د لوړو
پانګونو تر څنګ یې په افغانستان کې ددغه اړخ
ودې او پراختیا ته هم و هڅوي
تر څو د هېواد لېرې پرتو سیمو ته هم دا لړۍ وغځول شي او لدې لارې بې
روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره شي ، تر څو نورو ملکونو ته د کار موندنې پسې زمونږ هېوادوال سرګردانه او لاله هنده نه وي .
وړانـــدیــــز
: واکمنانو ته پکار ده ، چې د ځان په ګټه د اوښانو د په بــــــــډه
کولو پر ځای دې ، د ملت په ګټه د
کورني تولیداتو د لوړولو او پراختیا لپاره ، چې زمونږ
بې وزله ولس ورته سخته اړتیا او تـــــلوســـــــه لري
ددغه ډول تګلارو تر څنګ د نورو غوره او
اغېزمنو لارو چارو د موندلو په لټه کې شي . او همدارنګه دې د ځنډ پرته ددغه یادې تګلارې د پلي کولو لپاره د اړینو ګامونو په اوچتولو سره لاس په کار او
د کار او فعالیت په بهیر کې د ځینو
راولاړیدونکو ستونزو او خنډونو په وړاندې اړین او بشپړوونکي
تدابیر د جلا او بېلابېلو ضمایمو له لارې د غوښتنو سره سم وړاندې او عملي کړي . په درنښت .