
وړمه ورځ
مې په کومه خبری رسنۍ کې تر سترګو شول چې د ارګ
په انګړ کې د اقتصادي کمیسون غونډه کې چې د جمهور ریس په مشرۍ
جوړه شوې وه او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسئولینو او د صنعتکارانو د
اتحادیي استازو پکې هم ګډون درلود ، د هر څه
لمړې د هېواد اقتصادي اوسنې وضعیت پکې ښه او د قناعت وړ ارزول شوې وو او د نورو
مسائلو تر څنګ یې د اقتصاد د پرمختیا او پراختیا په موخه د اقتصاد عالی جرګې په جوړوېدو ، هم هوکړه شوې وه . چې په دې توګه به ( د هېواد د ټولو اقتصادي ستونزو څېړنه ، د انتقال د دورې لپاره د
اقتصادي پالیسیو جوړونه ، د اوږد مهال لپاره د ستراتیژیکو روشونو
طرح او د حکومت او خصوصي سکټور تر منځ همغږي به
ددې « عالي » جرګې موخه وي ــ آرا ۲۲ / ۷/ ۱۳۹۱) .
د اقتصاد د کمیسون په دغه غونډه کې ښایې یو شمېر داسې کسانو ، چې ددې وروستیو
یولسو کلونو په اوږدو کې لکه د ارهټ
د منګوټو غوندې په دې او یا
هغه اقتصادی پوستونو کې
کښته پورته شوي وي ، حضور درلود ،
چې د شتو دولتی ، مختلط او یو زیات شمېر
خصوصي تولیدي تصدیو سره یې د بشپړ وداع
پرته نوره کومه ګټوره اود یادولو وړ لاسته راوړنه د شتو تصدیو
په رغونو کې نه درلوده . ګنې نو ، د
بېلګې په توګه به د نساجیو د فابریکو
اوسنی په ټپه ولاړ حالت ، او د ۱۱۹۰۰ تولیدی بشری ځواک پر ځای به ، ددغه فابریکو په دروازو کې ایله د ۹۷
کسانو
ساتونکو بوختیا نه را منځ
ته کېده . او هم
یې د کورني خصوصي صنایع نه د نه ملاتړ له امله
د هېواد په صنعتي پارکونو کې د ۵۰۰ فابرېکو څخه به ، چې
په ۲۱ برخو کې
د تولیدي فعالیت
په موخه منځ ته راغلې وې ، ایله ۱۳۰ فابرېکې
فعاله نه وایې پاتې شوې .
په داسې حال کې چې زمونږ په هېواد کې د
وزګارو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړیږی ، او د ځینو په اند د هېواد یو پر درېمه برخه
وګړي د وزګارتیا څخه کړیږي او رنځ
وړي ، چې دا په خپل وار یوه
ډېره خواشینوونکې ، بوږنوونکې او د اندېښنې
وړ خبره ده .
اوس
مهال په هېواد کې صنعتي تولیدي تصدۍ چې په
بیلابیلو برخو کې یې فعالیت کاوه ، په درې وزارتونو پورې تړل شوې دي : د
سپڼسیو او وړینو ټوکرانو د اوبدلو
فابریکې د سوداګړۍ اوصنایع وزارت په
اډانه کې شاملې شوې ، د خوراکي توکو د تولیدولو کارخانې د کرنې
وزارت پورې تړل شوي اود درندو صنایعو
اړوند فابریکو ته د کانو او صنایعو په وزارت
کې ځای ورکړل شوی دی . اود هر
یوې تصدۍ تولیدي چارې
له همدغو ( اړوندو ) وزارتونو
له خوا د یو مرکزي واحد په توګه
اداره او سمبالیږي . ددې صنایعو هر یوه برخه
سپکه ، درنده او خوراکي توکو صنایع د خپلو ځانګړتیاوو له مخې او هم د
اقتصادي لید لوري جلا جلا څېړنو ته
اړتیا لري . په دې لیکنه کې د
سپکو صنایع د جوړښت څخه یواځې د نساجیو (
ټوکرانو اوبدلو ) د یو شمېر دولتي فابریکود
درپېژندلو تر څنګ
یې نننۍ وضع او حالت ته یو ځغلنده
کتنه پکار ده .
افغانستان
د نساجیو په ډګر کې په دولتي او مختلط
سکټورونو
کې ۹۹،۱
ملیون متره تولیدي ناصبه ظرفیت شتون
درلود ، ددې ترڅنګ
په خصوصی سکټور کې هم د ۵۳،۱ ملیون مترود بیلابیلو ټوکرانو د تولیدولو د ظرفیت شونتیا په ګوته شوې .
او ( احسان الله آرین زی د آسیا په نوم )
خپل یوکتاب کې ددغه شمېرو پخلې
کړی دی . خو د لیکوونکې (زما) په واک کې د خصوصي کارخانو د موقعیت او د تولیدي فعالیت د څرنګوالي په هکله چې
د یادولو وړ وي څه نشته .او یواځې ددغه شمېرو له مخې په ټولیز ډول په هېواد کې د۱۵۲،۲ ملیون مترو ټوکرانو د تولیدولود شونتیا شتون ، وړاندې کولې شم . زه دلته د نساجیو د ټولو شتو
دولتی او مختلط تصدیو څخه چې شمېر یې
له یوولسو اوړی یواځې د هغه پنځه لویو دولتی تصدیو رښتینې انځور چې د سوداګرۍ او صنایع چارو وزارت پورې
ټړلې دي په لاندې لښتلیک کې وړاندې کول
اړین بولم .
شـــــــمــــاره |
دتصـــــــدیو نــــــــــــــــوم |
د جوړېـــدو کــــــــــــــــال |
مســــاحــت |
د ماشینونو تولیدونکي هـیوادونــه |
تـــــــولـیدي نــــاصــبــــــه
ظـــــــرفیـت |
پرســــونل دظـــرفیت لـــه مخــې |
اوســـــــــــــــنې
پـــــــرســـــونل |
اومـــه مواد پـــــنــــبــــــــه پــه ټــــــــــن |
۱ |
دبلخ نساجۍ تــــــــصــــدي |
۱۳۴۶ ۱۳۵۶ |
۵۵ جریبه |
فرانسه او شــــوروي
اتـــــحــــاد |
۲۰ ملیون مـــــــــــتـــر
|
۱۵۰۰ کسه |
۳۰ کسه |
۳۰۰۰ |
۲ |
د قـــــندهار د نخي نساجی |
۱۳۵۵ |
۱۲۰ جریبه |
المــــان او شـــوروي
اتـــحـــــاد |
۴۰ ملیون
مــــــــــــــتــــر زر ټنه تار |
۶۰۰۰ کسه |
۱۷ کسه |
۶۰۰۰ |
۳ |
د قــــــــندهار وړیو اوبدلو
تــــــصــــــدي |
۱۳۵۵ |
۲۰ جریبه |
الـــــمـــــان بلـجـــــیـم فـرانـــسه انګلستان |
یو
ملـــیون مــــــــتــــــــر کشمیره او ۵۰۰ ټـــــــن تار |
۷۰۰ کسه |
۷ کسه |
۲۳۰۰ څو ډوله وړۍ |
۴ |
د هــــــــــــرات
نســــاجـــــــی |
۱۳۵۵ |
۱۲۵ جریبه |
الــــمــــــان شــــوروي
اتــــــحـــاد |
۱۲،۵ ملیون مــتر او ۵۰۰ ټن تار |
۱۲۰۰ کسه |
۲۸ کسه |
۲۰۰۰ |
۵ |
د بـګرامیـــو نســــاجــــی |
۱۳۴۶ |
۴۰ جریبه |
چـــیـــــــن |
۱۶
ملــیون متر |
۲۵۰۰ کسه |
۱۵ کسه |
۲۸۰۰ |
چارواکي یواځې په دې یوه ټکي خبره راغونډوي ، چې ګویا آزاد بازار دې او زمونږ محصولات د نورو ملکونو د مصنوعاتو سره سیالي نشي کولای اوبس . ددې پر ځای چې ددی ستونزو د اوارولو لپاره اړین او لازم ګام پورته شي ، په همدغه ټکې ددوی وظیفه پای ته رسیږي . داډول ستونزې پخوا هم هغه مهال چې دولتونو هومره مالی امکانات په لاس کې نه درلودل ، شتون درلود . حکومتونو تل لازم تدابیر نیول او پایلې یې هم جوتې وې . آن تر دې ، چې د افغانستان د سپکو صنایعو په ډګر کې د اویایمو کلونو په لمړیو شپو ورځو کې د ځینو اټکلونواو وړاند وینو له مخې د سپڼسیو او وړینو ټوکرانو په برخه کې د هېواد په ځان د بسیا کېدو په لاره کې د لمړنیو ګامونو د اخستلو څرک لګېدلې وو.
خو له هغې راهیسې ، چې مرستندویانو د افغانستان د د اقتصادي پرمختګ ټټر ( ځیګر ) ووهه ، لکه څنګه چې ښایي کمزوزي او په فساد کې ډوبې ادارې ونشو کولای ، نوي تاسسات خو لا څه کوې ، چې آن دشتو صنعتي تصدیو څخه یې وړ ګټه پور ته نه شوه کړای . زمونږ په هېواد کې د افغان ولس ستونزمن ژوند زمونږ داقتصادي ستونزو ښکاره انځور دې او هېڅ کومه « عالی » شورا چې بیا به یې همدغه کسان غړیتوب ولري دا ستونزه هواره کړي . دلته یو منلي په کار پوه او ملي اقتصادي تیم ته چې د اقتصاد د ټولو برخو کارپوهان پکې ګډون ولري اړتیا لیدل کیږی اود دغه تشریفاتي شوراګانو پر ځای ، چې یواځې د تشکیلاتو د پړسولو بله کومه مانا نه شي درلودلای ،کلکې ارادې او عملي ګامو اوچتولو ته ضرورت دې .
. دا د پوهېدو وړ ده چې د اومو ، سون او انرژۍ موادو کمښت او د بهرنیو توکو سره د سیالۍ نه وړتیا یوه ستغه ستونزه ده . اصلي خبره دا ده چې په دې برخه کې په دې وروستۍ لسیزه کې څه شوي دي ، هېڅوک نشي کولای د کوم چا له خوا د منلو وړ دداسې کړنو ثبوت ، چې د هېواد د صنایعو د شتو فابریکو ، چې د هېواد په اقتصاد کې ډېره اوږده سابقه لري او ملي شتمني ګڼل کیږي ، د ژغورلو او رغونو لپاره یې د هغوی د هڅو ښکارندویي وکړی ، وړاندې کړي . دلته زما هدف ددې او یا هغه کس ګرمول نه دي ، بلکه د هېواد د اړتیاوو له مخې د داسې کړنو سر ته رسولو ته اړتیا ده چې د راتلونکي اقتصادي پرمختګ د ملا تیر جوړ کړي ، یانې په بنسټیزو برخو کې د پانګونې لارې چارې ولټول شي . وایي چې ( کارغه د زرکې مزل کاوه ، هغه یې یاد نه کړ خو خپل ترې هېر شو )، مونږ د آزاد بازار اقتصاد د پلیتابه په ازمایښت کې خپل ټول ژوندي او تر یوه حده په پښو ولاړ تاسسات په لوی لاس له لاسه ورکوو . د ژوند په ټولو برخو کې دهېواد اقتصاد ټاکوونکې رول لري په تېرو لاسته راوړنو باندې کرښه ویستل او له پامه غورځول د هېواد د نابودۍ په مانا تعبیرېدای شي .
د یو نوي تولیدي او خدماتي واحد منځ ته راتلل اسان کار نه دې . د خورا زیاتو څېړنو وروسته د پانګونې غم خوړل کیږي ، د پکارونې وروسته هم تر یوه حده تر څو چې یې مؤلدیت ،مثمریت او اقتصادیت نه وي په ډاګه شوې د اندېښنو سره مل وي. ، خو په هېواد کې د مودو مودو راهیسې ازمویل شوې تصدۍ چې د پوره او بډای تجربو نه برخمنې دي ،په اسانۍ سره شاته غورځول او د نوو تاسساتو په اړه فکر کول ، د اقتصاد د غوښتنو سره اړخ نه لګوی .
نن مهال د سپکو صنایعو په ډګر کې ددغه پورتنیو فابریکو تر څنګ د څر خه پله د وړیو اوبدلو فابریکه ،چې هغه هم نیم جوبله کار کوی ، خپل ځانګړې ارزښت لری . د افغان نساجیو اړوند د ګلبهار د نساجیو ډېره لویه فابریکه چې د اوبدلو د اته زره ماشینونو په درلودلو سره ، د دولس زره کسانو لپاره په کې د کار برابرول شونې دې ، نه یواځې د تولیدي فعالیت نه لوېدلې بلکه د ځینو سر چینو له قوله همدا ګړۍ یې د ځینو بې رحمو انسانو له خوا یې وسپنیز توکي آره او بهر ته وړل کیږي . همدارنګه د پلخمري فابریکه چې اویا کاله د مخه جوړه شوې او یو مهال پکې اوه زره کارګرانو کار کاوه ، اوس یواځې ۴۰۰ کار ګرانو په درلودلو سره مات ګوډ تولیدي فغالیت کوي ، خو که جدي پاملرنه ورته ونشې ، د امکان نه لېرې نه ده چې د نورو دولتی نساجیو د برخلیک سره مخ شي . دا مهال ددې فابریکې د محصولاتو پلور د بې کنټروله وارداتی ټوکرانو په شتون کې له ستونزو سره مخ دي (آرا) . ددې تر څنګ د جبل السراج نساجې فابریکه د افغان نساجۍ د یو برخې په توګه یادولای شو ، خو د ګذرګاه فابریکه لکه د نورو بنسټونو پشان د جنګونو له امله زیات زیانمنه شوې ، او بیا رغاونې ته اړتیا لری .
باید وویل شي ، چې د هرات نساجي د خپلو تولیداتو لپاره د رنګولو څانګې د نه درلودلو له امله ، د رنګولو چارې د قندهار د نخی فابریکې د رنګ امیزۍ په څانګه کې چې د خپلو تولیداتو پرته د نور ۱۰ ملیون مترو د رنګولو اضافه ظرفیت لری ، تر سره کوي . همدارنګه پر ترتیب سره د بلخ فابریکه د پنځه او د بګرامۍ فابریکه د څلورو ملیونو مترو د اضافه رنګولو ځواک لري .
د یادو پنځو پورتنیو فابریکو د تار د ورېشلو ، د ټوکرانو اوبدلو ، رنګولو او بخار په شعبو یا څانګو کې په وار سره په لاندې شمېر ماشینونه شتون لري . ۳۷۵ ــ ۳۱۷۸ ــ ۱۳۴ ــ ۱۷ پایه . د قندهار د وړیو اوبدلو فابریکه د ۲۳۲۰ ټن وړیو د پروسس کولو وړتیا لري ، چې په سلو کې ۸۲ کورني وړۍ ، ۱۰ په سلو کې د وزو پت ( نازک الیاف ) او ۸ په سلو کې د استرالیایي وړیو څخه کار اخستل کیږ ي . او همدا رنګه د نخي نساجیو د ۸۸،۵ ملیون مترو ټوکرانو او تجارتی تارونو لپاره ۱۳۸۰۰ ټن پنبې ته چې د کور دننه تولیدیږي ، اړه لري . خو د خصوصی سکټور اړوند دېرو نساجیو کې بېلابېل مصنوعی الیاف د ټوکرانو د تولیدولو په موخه کارول کیږي .
د نوموړو فابریکو د دوامداره فعال ساتلو لپاره د پنبې او وړیو تر څنګ یو زیات مقدار سون توکو ته هم اړتیا وي . د بلخ نساجۍ پرته چې په کې د طبعی ګاز څخه د سون توکې په توګه کار اخستل کیږي په نورو پاتو څلورو لویو فابریکو کې په ټولیز ډول د ۳۶ زره نه تر ۴۱ زره ټن پورې د ډبرو سکرو ته اړتیا لیدل کیږی .
په رښتیا چې د ګاونډیو هېوادو تولیدات زمونږ په کورنۍ صنایع ناوړه اغېز اچوي ، لکه څنګه چې مو د مخه د پلخمری نساجۍ د محصولاتو په وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړه ، او همدا ډول پلپوټ په نورو برخو کې هم اورېدل کیږي . خو دولت لېرې راتلونکې ته په پام سره ، په خپلو لنډ مهالو او ستراتیژیکو کړنلارو کې د دا ډول راولاړ شوو ستونزو د اوارولو په موخه په خپل وخت د اړینو ګامونو په اخستلو سره پرېکړنده عمل وکړي . همدا رنګه د اقتصاد اړوند واحدونو ته په کار ده ، چې د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې د خپلو خلکو د اړتیاوو کچه په اټکلیز ډول ، چې د اقتصاد د مارکیټنګ د څانګو د کارپوهان په سیده مرسته یو شونې کار دې ، معلومه شي . او همدارنګه د هېواد په مارکیټونو کې د وارد شوو ټوکرانود څومره والي او څرنګوالي په هکله په ډېر علمی توګه د هېواد د بیلابیلو سیمو د دود او کلتور په پام کې نیولو سره پوره معلومات لاس ته راتلای شي . خو پدې شرط که په هېواد کې د خپل کورني تولیداتو د پرمختګ لپاره کلک او غښتلې هوډ او اراده شتون ولري او ددغه«عالی» شورا په تګلاره کې داسې کړنو ته ځای ورکړل شي ، چې په کې د اقتصاد ټولې خواوې رانغښتې وي . هیله ده چې د یادې جرګې د چارو پر مخ بول داسې کسانو ته وسپارل شې ، چې وکولای شي د نساجیو د فابریکو پر وړاندې بنسټیزې ستونزې چې د صنایع ددې برخې د پرمختګ په مخ کې خنډونه را ولاړ کړي ، جوتې او د له منځه وړلو لپاره یې لازم اقدامات پکار واچوی . مونږ له نورو هم څه زده نه کړلای شول ، که مې له یاده نه وي وتلي څو میاشتې د مخه پاکستان په دې بهانه چې ګویا کېدای شي افغان ترانزیتی مالونه د پاکستان په خاوره کې په غزېدلې لاره کښته کړای شي او لدې لارې د پاکستان په محصولاتو منفې اغېز وشندي ، نویې په خپل هېواد کې د افغان مالونو په وړاندې ستونزو را ولاړولې . دا به ښایي له بده نیته وه ، خو له بلې خوا دا د دوی د کورني تولیداتو څخه د ملاتړ ښکارندویي هم کولای شي . خو که چېرې سړې لږ غوندې ځیر شي زمونږ د پاره د عبرت درس هم کیدای شي ، ځکه چې مونږ ولې دا فکر نه لرو چې په دې اړه د لازمو تدابیرو د نیولو له لارې د خپلو محصولاتو څخه ملاتړ و کړو .
یو مهال کله چې د افغانستان سره د ځینو تعاونی مالونو له لارې مرسته کېده زمونږ په یو شمېر فابریکو او تېره بیا د بلخ نساجۍ د محصولاتو پر پلور یې یو څه منفې تاثیر وکړ . خو لدې لپاره چې د یادې فابریکې محصولات خرڅ شوي وي او له دې درکه یې سرمایه په دوران کې لوېدلې وي نو یې محصولات د مرستندویه هېوادو له خوا و پېرودل شول او بیر ته افغان لوري ته د تعاوني مالونو په جمع کې حساب او فابریکه د محصولاتو د نه پلور د ستونزې څخه د د اړندو ارګانونو په سیده مرسته وژغورل شوه . خوبیا وروسته کله چې د نورو ملکونو په کمکې مالونو کې کمښت راغې ، کورني تولیداتو ته ارزښت ورکړل شو او کورني محصولاتو او مصنوعاتو ته تقاضا لوړه ولاړه . خو په خواشینۍ سره ۱۹۹۲ ز کال را وروسته هر څه د یو شمېر حرفوي غلو له لاسه په سند لاهو شول . خو په دې وروستۍ لسیزه کې دولت ددې پر ځای چې د شتو فابریکو د فعال ساتلو لپاره لازمو اقداماتو ته لاس واچوي ، افغانستان ته د نورو ملکونو څخه د سوداګرانو له خوا د اړتیا وړ ټوکران په راواردولو سره ، چې په لاندې څو ټکو کې یې یوې بېلګې ته اشاره شوې ده ، د خپلو فابریکو څخه لاس په سر شو .
د ۱۳۸۸ ل کال احصائیوي کالنۍ د شمېرو له مخې په دی کال کې نږدې ۱۳۶ ملیون متر پولستری ټوکران د ۱۰۸،۶ ملیون ډالرو په ارزښت ، د نارینه ، ښځینه او کوچنیانو جامو لپاره ۴۰۳۹ توپه د ۱۱،۳۵ ملیون ډالرو په ارېښت ، نژدې ۳،۸۷ زره ټنه نخې ،سنډی،وړین او نور تارونه یانې نیمکاره مواد د نژدې ۸ ملیون ډالرو په ارزښت او همدارنګه ۲،۷۴ ټنه مصنوعی مالوچ د۲،۰۴ ملیون ډالرو په ارزښت په داسې شرایطو کې را وارد شوي چې زمونږ خپلې فابریکې د دا دومره ملیاردونو مرستو سره سره په بشپړ ډول پارچاو او د فعالیت نه غورځول شوې دي . د دې دومره زیات شمېر فابریکو په شتون کې ، د ژوندیو لپاره خو لا څه کوې لکه چې مړي هم په خپل هېواد کې د تولید شوي کفن په ارمان له دې نړۍ ولاړ شي . په درنښت