
دایوه
لسیزه کیږي، چی زمونږ په هیواد د ګاونډ یو له
لوری استخباراتی جګړه روانه ده چی د دغو جګړی په ټس کې هره
ورځ بې ګناه افغانان وژل کیږی ځورول کیږی له کورونو نه مهاجرت ته اړکیږی په کلیوالو سیمو کې عامه وګړی د جاوسوس په تور
نیول کیږی سرونه ورنه غوڅیږی که د کلیوالو سیمونه ښارونو ته راشی د پګړی او پښتو
ویلو له امله ددولت له لوری نیول کیږی په کلونو کلونو په زندانونو کې ساتل کیږی دا
ټول هغه څه دی، چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.
په هغو سیمو کې چی د دولت
ترولکه لاندی دي زورواکان خپل حکومت په خلکو کوی هرڅه چی وغواړی ترلاسه کوی یی او
ځانونه د هغو سیمو دمشرانو په توګه په خلکو منې او بل ستونږه چی زمونږ افغانان یی
په تیرو لسو کلونو کې ورسره لاس او ګریوان دي هغه په هیواد کي د طالبانو په نامه
بهرنې جنګیالې چې په لری پرتو سیمو کې پرخلکو خپله پاچاهې کوې او خلک ددوی دډار او
ویری له امله دغو جنګیالیو ته دشپی ورکولو ځای او ډوډی ورکوی که دوي ددغو جنګیالیو
غوښتنې ونه منی او یا دښپی دځای ورکولو نه انکار وکړی په همغه شیبه ورباندی یو تور
پوری کوی سر ورنه غوڅوی.
دغه یوه لویه
ستونزه ده چی په کلیوالو سیمو کې یی دخلکو ژوند بې خونده کړی چی لویو ښارونو ته
مخه کوي اوس وینو چې کابل ښار کې دورځی په تیریدلو سره دخلکو ګڼه ګوڼه زیاتیږی د
بی روزګاری کچه هم ورسره زیاتیږی هره ورځ وینو چی دکابل ښار په
څلور لاروکې دخلکو ګڼه ګوڼه زیاتیږی په ساعتونو ساعتونو دته سترګې په لاره وی چی
څنګه وکړی شی چی دځان لپاره کار پیداکړی خو ددوی دغه په ساعتونو تم کیدل په ناهیلې
بدل شي په دسوچ کې وی چی څنګه د خپلو ماشومانو لپاره ډوډی پیداکړې که زمونږ دولت
په دتیرو لسو کلونو کې دهیواد په رغونه کې کوټلی ګامونه اوچت کړی وي دهیواد
دراتلونکې لپاره یی داسی فابریکه رغولی وي له یوی خوه به زمونږ اقتصاد پرخپلو پښو
ودریږی او بل پلو به هغه افغانان چی د یوه مړی ډوډی د پیداکولو لپاره نورو
هیوادونو ته ځی ټولو ته به د کار زمینه برابره شوی وه هرڅوک به په کار مصروف وه خو
افسوس چې زمونږ دولت په دا تیرو لسو کلونو کې چې د ټولې نړی مالې کومکونه ورسره وه
دهیواد د رغونې لپاره یی ورنه په سمه توګه استفاده ونه کړه د ملي ګټو پرځای یی
شخصی کټوټه لومړی توب ورکړ داټول هغه څه وه چی دڅومحدودو کسانو په خاطر زمونږ
هیوادوال ورسره لاس او ګریوان دي دغه کسان خپل عیش نوش کوي خو نور افغانان بیا د یوه
مړی ډوډی د پیداکولو لپاره درپه درکرزی .
بل پلو بیا زمونږ ګاونډی پاکستان یادوم چې
له مونږ سره یی په سوونو کیلو متره پوله شریکه ده د دیورند د کرښی دواړو غواړو ته
پښتانه ژوند کوی له یواو بل سره د دوستې او ملګرې اړیکې لري له یوبل سره دومره
نژدی دي چې بیلول یی یوناشونې کاردی خود دغه د واړو غواړو اوسیدونکی دغه دوستانه
اړیکې دایوه لسیزه کیږی چې نظرشوی دي یوشمیر خرڅ
شوی کسان د نورو په اشارو لمسول کیږی غواړی، چې په دغو مهمه او ستراتیژیکه سیمه کې
ګډوډی راولی د دغو اوسیدونکو هغه دوستانه اړیکې په دښمنې واړوي د پنجاب حکومت
داڅوم وار دي، چی د پولي د هغې غواړی نه زمونږ په بې ګناه هیوادوالو په سلګونو توغندی
توغولي دي چي د دوي دغه نه بښونکې عمل په ترسره کولو سره یی په سلګونو افغانان په
شهادت رسولې او پاتې نور یی د یته اړ کړی چې خپل کور کهول پریږدي یوه امن ځاي ته
ځانونه ورسوي په پښتو کې یو متل دي چې وایی (پکه دادي لابله سپکه ) نورویرونه جګړی
وژنې کورونه پریښودل خو په هیواد کې د دغو ګاونډیانو لخوا دا دري لسیزه کیږی، چې
غیره مستقیم روان وه خو اوس دومره ځواکمن شوی او سپین سترګي شوی چی د پولې د هغې
خوانه زمونږ په خاوره توغندي اوهاوانونه په سپینه ورځ وروي چي ترننه یی ډیر بې
ګناه هیوادوال په شهادت رسولي .د پاکستان د دغه نه بښونکې عمل په باربار ترسره
کولو په خاطر زمونږ دولت ولي چوپه خوله دي تراوسه یی په داړه نه د ملګرملتو شورا
ته او نه خپله چرکستان ته د دغو بریدونو په اړه کوم غبرکون ښودلي اخر څه روان دي د
پردی تر شاه ولې هرڅه زمونږ دهیوادوالو سره کیږی د لویو قدرتونو د ډګرمیدان زمونږ
وطن دي د ګاونډیو هیوادونو د موخو ښکار زمونږ وطن دي ولي زمونږ مشران دومره وران
شول چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دهیواد ملي ګټی ورته بې ارزښته دي نو زماهیله داده
له ځوانانو نه چې زمونږ مشران خدای وهلي نور به هغه هیڅکله دهیواد دګټولپاره منډی
ونه وکړی هغه اوس د خپلو ګټولپاره ژمن دي
راځی چی د دغه وخت نه په سمه توګه استفاده وکړو خپل هیواد د نورو له منګولو نه
راوباسو د یووالې لپاره یی شپه او ورځ کار وکړو کنه دغه بیړي ورځ تربلي دډوبیدو په
خوا روانه ده چی یو لوي ناورین به له ځان سره ولري
خالداحمدی