
تیره ورځ می د
بی بی سی له راډیو څخه خبر واورید، چې د افغانستان
په سویلي ولایت هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوی چې له امله یي اته
تنه مساپر وژل شوي او پنځه تنه نور سخت
ژوبل شوی دي دغه برید د موسی کلا ولسوالۍ شمال ته په ژرندو سیمه
کې شوی دي بل د ولسي خلکو دسپرلۍ یو ګاډی دسړک غاړې پر ماین برابر شوی چې په وژل
شویو کسانو کې کوچیان هم شته دي ورپسې یی دڅلورو ماین خښوونکو چی دایساف په بمبارۍ
کې وژل شوي یوه ورځ مخکې می هم د بي ګناه افغانانو د وژل کیدو خبرونه ترغوږ شول چی
دهمدی ولایت د مارجې والسوالۍ په ریګې څلور لارې کې یو تونس ډوله موټر پر ماین
وخوت ، چې له کبله یی اته وګړي ووژل شول هره ورځ چی کومه رسنۍ ته غوږشی بې له کومه
ځنډه به لومړی د وژنو چاود نو او بمباریو خبرونه تره واوری دا سی ورځ به زمونږ په
ژوند کې رانه شی چی د را دیو یا تلویزیون د پیل خبر به د وژنو بمباریو چاودنو نه
وي ، او داسې خبر ه به دې تر غوږ نه شی چی
په هغه کی د هیواد ملی منافع په ګټه وي هره ورځ زمونږ دغه درد یدلې او کړید لې ولس
چی هره ورځ په یو او بل نامه وژل کیږې شکنجه
کیږی په یو او بل نامه په بندونو کې ساتل کیږي دغه حالت به ترکومه زمونږ په هیواد
کې روان وي ولي زمونږ مشران د خپل هیواد د راتلونکې په اړه په خپلو کې دهیواد
درغونې په موخه یو او بل ته دملګرتیا لاسونه نه ورکوي د دغو کړیدلې ولس په زخمونو
پټې نه یږدی خو برعکس دغه مشران یی دخپلو شخصې ګټو لپاره کاروې خو یو شمیر
هیوادوال اوس په دښه پوهیدلې چې خبره څه ده او هغه مشران چې دخپلو شخصې ګټو لپاره
ملې ګټو ته ارزښت نه ورکوی دخپلو اهدافو دلاس ته راوړلو لپاره دبې وزلو افغانانو
څخه کاراخلې او دخپلو ګټو لپاره یی کاروي هغه مشران چې تر پرونه یی د حق عدالت غوښتنه کوله
ځانونه یی دسپینو کوترو په شان پاک بلل خونن همدغه مشران دخپلو شخصې ګټو په خاطر د
هیواد ملي ګټو ته د نه پام کولو په خاطر له ځانونو نه ښاماران جوړ کړی کوښښ کوي چې
څنګه د خپل عیش نوش د تیرولو لپاره دافغانانو په ستونې پښه کیږدي د هیواد په مالې
منبع خپلې کرغیړنې خیټی واچوی هرڅه قوت لاموت کړی .ایا دغه کسان چی نن غواړي
ځانونه په خلکو وروتپې او دخپلو شخصې ګټو لپاره دیو شمیر به بندباره کسانو نه ګټه
واخلی لکه څو ورځی مخکي چی دهیواد په شمال کې دوستم چی ځان دهغه سیمې مشر بولی
دځنیو کړیو په لمسون د تیلو د استخراج مخه نیسي او په دې ډول په افغانستان کې
بهرنیو پانګه کوونکو ته ستونزې جوړوي د هیواد په اساسی قانون کې معدنونه د ملت او دولت مال دي هرڅوک چی په دغو
ناقانونه عمل لاس پوری کوی مجرم پیژندل کیږې دوستم چی دملې خیانت کار په توګه
څارنوالې ته معرفي شوی چی د دغو خبر سره یوځای دوستم له هیواد نه ترکیه هیواد ته
تښتیدلی دي اوس پوښتنه داده چې دولت به له داسی کسانو سره چی په ملی خیانت تورنیږی
څه ډول چلند کوی ځکه دغه خبره ورځ په ورځ سړیږې یا که کومه معامله ورسره کوي زمونږ
اوسنی دولت چی دخدای په فضل دری کونې قوی یی فعال دی دهیواد په ګټو او تاوانونو کې مخکښ تصامیم نیسی
خو د داسی ملی خاینانوپه دغو ناوړه اعمالو چوپه خوله پاتې دی ولی داسې ملی خاینان
د قانون منګولو ته نه سپارل کیږې نه یواځې دوستم داسی نور ملی خاینان هم شته چی
ترننه یی چا پوښتنه نده کړی او د دولت د لوړپوړیو چارواکو سره نږدی اړیکې لری او
یو شمیر یی په لوړ پوړیو پوستونو کې ګمارل شوی غواړي چې دخپلو شخصې ګټو په خاطر د هیواد
په ملی ګټو خیټه واچوی که دولت د دغو کسانو مخنیوی ونه کړي دا لړې به همداسې روانه
وی هیواد به په څو برخو وویشل شی چی د دغو ټولو کړنو راتلونکې مسولیت به د اوسنې دولت
پرغاړه وی زما هیله او غوښتنه دا ده چې داسی کړنو مخه په ډیره چټکې سره ونیسی او
تورن کسان د قانون منګولو ته وسپارې چی په راتلونکې کې بل څوک داسې جريت ونه کړی د
یوه ښه راتلونکې په هیله
خالد احمدی