
خالد احمدی
د یوه ښار ښکلا پاکوالی زرغونتیا او سالم نظم د هغه
ښار د اوسیدونکو د ښی سلیقی نیک احساس اخلاقی مسولیت زړه سوی او د عاطفی ځرګندویی
کوی او د دوی د ښاری فرهنګ بډاینه په ډاګه کوی ،خو که چیری دغه ټکی په پام کی ونه
نیول شی نو ځرګنده ده چی د ښار اوسیدونکی د خپل ښار په اړه بی پروا دی او د ټولو
ښاری ستونزله منځه وړل د یوه ارګان دنده بولی حال دا، چی هر ښاری د خپل ښار په اړه
چی ټولو ته د ګډ کور حیثیت لری بیلا بیل مسولیتونه لری
که چیری په ښار کی خپل سری
ګډوډی او بی نظمی په سترګو کیږی دا زمونږ د بی پروایی او بی مسوولیتی ښکارندویی
کوی او که چیری خپل ټول شوی کثافات هری خواته خواره واره واچوو دا هم زمونږ د ښاری
فرهنګ کمزورتیا په ډاګه کوی او که چیری یو نیالګی او یا ونه وچیږی او یاماتیږی په
هغه کی هم مونږ پړه یو او داسی نور عمده او ښکاره مسایل شته دی چی هر ښاری یی باید
په پام کی ونیسی که کومه ښاری ستونزه
رامنځته کیږی مونږ نور اړونده ارګانونه پړه بولو او ټوله ګناه دهغوی په غاړه اچوه او
دي ته مو پام نشته چی دغه ستونزه ولی او څرنګه رامنځ ته شوي که دغه ټکی ته ښه ځیر
شو نو دا به راته جوته شی چی په ښار کی د ډیرو ښاری ستونزو رامنځته کوونکی هغه ډله
ښاریان دی کوم چی د خپل ښار په اړه له بی مسولیتی او بی پروایی څخه کار اخلی او
هرڅه ته په مایی ځه وایی دا په داسی حال کی ده، چی خپله ښاریان د نورو اړوند و
ادارو په پرتله د خپل ښار په اړه زیات مسولیت او مکلفیت لری په اوسنیو شرایطو کی
هر ښاری باید په دي پوه شی، چی که چیری د یوه
لوی کار د ترسره کولو توان او وړتیا نه لری نو دومره دی وکړی، چی خپل د کور او
چاپیریال کثافات په ټاکلو ځایونو کی وا چوی ترڅو د ښار او چاپیریال د ککړتیا لامل
نه شی، همدا راز دا شان ښاریانو ته اړینه ده ترځو په ښارکی ښاری فرهنګ په پام کی
ونیسی او ټولو ښاری قوانینو او مقرراتو ته په درنه سترګه وګوری او د ښار او
چاپیریال په پاک ساتلو کی دي له کابل ښاروالي سره مرسته وکړی .
اوس چی د دوبی موسم
پیلیدونکی دی دا ویره شته چی راز راز ناروغی هم ورسره مل وی ،پکار ده، چی د دی ښار هر اوسیدونکﺉ د خپل توان او وړتیا
په کچه د خپل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه خپل مسولیت او احساس ترسره کړی له
کابل ښاروالی سره دی د ښار او چاپیریال په پاکولو کی برخه واخلی ،ترڅو مو له یوي
خوا د وژونکو ناروغیو مخ نیوی کړی وی او بل پلو به مو د ښار له سپیری څیری څخه یو
ځل بیا دوړی او ګردونه لری شی ښاربه مو شین زرغون او سمسور شی په همدی هیله