
نن بيا پېښور خفه دى نن بيا په سوات ماتم دى نن بيا د فنکار د زړه دنيا ورانه شوله او نن بيا په لر ه او بره پښتونخواکې خلک د وير په غم را ټول دي نن بيا د پېښور په لارو کوڅو او روغتونونو کښې وير او هنګامه ده د هر چا په خوله يو نعره ده چې غزاله مړه ده غزاله مړه ده. رښتيا هم چې د سوات د بڼ نه را لوتلې مرغۍ پوره سيل نه وو کړى (2012 کال 6-18) تاريخ وه چې په نيمه شپه کې خپل منزل ته پاى ټکى کښېښوده. غزالې د خپلې ځوانۍ شل پسرلي پوره نه کړل چې د ښايست او د ښکلا دوښمنانو يې نوره دغه ښکلا نه شوه زغملى. او په سپين وجود کښې د تورو بارتو بوى،خپور شو اود ټوپک ٦ سرې مرمۍ پې په سپينه سينه وويشتل شوه . او د فاني دنيا سره يې د تل د پاره خداى په اماني وکړه. غزاله ګيله منه ده. خو زه ور ته وايم چې عزالې ته د مينې په دنيا کښې له چا ګيله مه کوه. دلته له تاسره د خلکو مينه ستاتر حسن پورې وه. غزالې ستا نه وړاندې ستا په شان ډېرو پېغلو د پښتوپه نوم خپلې ځوانۍ ته اورواچوه. ياسمين ګل، ايمن اوداس هم شا په شان په سينه سرې مرمۍ وخوړلې. او د پښتو په خاطر يې خپل ځانونه په دارکړل. عزالې زه منم تاسو چې تاسو ټول ګيله من يې او تاسو همدا خبره کوئ چې وګورئ د نړۍ خلک د خپلو فنکارانو او هنرمندانو سره څومره مينه کوي څومره يې نازوي، خو مونږ چې د خپلو پښتنو سره څومره مينه کوله. هغوى نن مونږ په ډېر بد نوم يادوي. ډېر زمونږ په مرګ خوشحاله دي. څوک را ته ډمه وايې. څوک يو څه او څوک بل څه زه هر څه اورم خو څه نه شم ويلى. زه خو به د هغو خلکو ښه يم چې د ورځې په سلګونو مسلمانان شهيدانوي په ښاريو او موټرونو کښې په يو نوم او په بل نوم وژني. زه تاسو ته د خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه وينا دريادوم جې ويلي دي. په تاسو کښې بهترين انسان هغه څوک دى چې د هغه د لاس او د ژبې نه بل مسلمان په آمان کښې وي. زما پښتنو وروڼو ما دومره سپکه مه يادوئ. زه په خپله ګناه پوه يم. زما ګناه دا وه چې ما تاسو سره مينه کړې. خپل ژوند مې پښتو ته وقف کړى وو. خو ځه خير زه اوس هم خوشحاله يم. زه ګناګاره يم . خو خداى غني بادشاه دى اوريرونکى د هر چا دى خداى به را ته بخښنه وکړي خو تاسو که دعا را ته نه کوئ نو په دومره سپکو الفاظو مې مه يادوئ سوال در ته کوم زه ډېره خفه کېږم.
عزالې ستا ګيله پر ځاى ده خير دى خفه کېږه مه مونږ چې وطن بياللى . ژبه مو بيا للې تاريخ مو بياللى ، کلتور مو بياللى او ستاسو په شان بيغلې مو بياللي دي لويه وجه يې همدا ده چې مونږ خپل خلک په سپکه يادو. په درند نظر ور ته نه ګورو. خو ګوره عزالې سندروته دې ووايه که دوى له تا سره مړه نه شي خو مونږ ته دې ستا د ځوانيمرګۍ پيغور هم نه را کوي. مونږ بيسواه يو. مونږ به دومره وکړو چې دعا به در ته کوو. هر انسان ګنګار دى دا څه معلومه ده چې خداى ته څوک نژدې دي. هغه پخپله رحيم ذات دى عزالې ته ګيله مه کوه ستا ټولې ګيلي به زه ستا ټولو مېنوالو ته ورسوم او زه به په دغه يو ټپه خپلې خبرې را ټولې کړم لکه چې وايې:
د جنازې بازو مې نيسه
چېرته به ما په راستۍ خوله در کړي وينه
د خداى په امان