
تېره ورځ د مشرانو جرګې غړي او پدغه جرګه کې د شکاياتو د کمېسیون مشر ډاکټرزلمي زابلي له شمشاد تلویزيون سره په مرکه کې په روان اداري فساد اندېښنه څرګنده کړه، او روان اداري فساد يې د اندېښنې وړ وباله، زابلي په فساد کې يو شمېر ښکيلو وزيرانو او واليانو ته هم اشاره وکړه، مګر په ډاګه يې ونه ويلې چې کوم چارواکي په کوم ځای کې په فساد کې لاس درلود، د ډاکترزلمي زابلي په وينا چې هېواد اوس هم يوم البدتر په لور روان دی، ورځ تربلې اداري فساد اوج ته رسېږي، په ادارو کې کارونه د پيسو په مټ خلاصون مومي، چې لدې کړنو څخه زموږ هېوادوال رنج وړي، زه د ډاکټرصاحب زلمي خبرې تائيدوم چې اوس هم په ځينو ادارو اداري فساد اوج ته رسيدلی، چې په واقعي ډول يې زموږ هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي، په اداري فساد ولسمشر کرزي هم نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې بايد اداري فساد له منځه ولاړ شي، خو مخکې تر دې چې په اداري فساد وغږېږو بايد اداري فساد تعريف شي او د اداري او پارلماني فساد تر منځ توپیر وښودل شي، ډاکترزابلی! که تاسو يوې ادارې يا وزارت ته د عادي شخص په شکل داخل شئ، بې لدې چې ځان چاته وپيژنئ د کوم کار د خلاصون په لټه کې شئ، ځان ورته عاجز او بې وسه معرفې کړئ، او ورڅخه وغواړئ چې په ايماندارۍ او د هغه صلاحيت پر بناء دې ستاسو کارونه خلاص کړي، چې دوی يې لري، شايد تاسو دلته له ستونزو سره مخ شئ، مګر په عين حال کې به تاسو په همدغه وزارت يا اداره کې ولسي او يا هم د مشرانو جرګې غړي وګورئ، چې د سفارشونو لپاره تللي وي، که د يوې سروی په شکل باصلاحيته هئیت ادارو او وزارتونو څخه د عادی اشخاصو په شکل څارنه وکړي، مطمين يم چې هر ګمارل شوی شخص به په هرې ادارې کې هره ورځ د ولس استازي ګوري، دا استازي ادارو کې لکه د ملنګانو خیر غواړي، څوک د چا د سفارش په خاطر تللي، څوک د مقررئ په خاطر، څوک بيا له وزیر، معين او يا هم د وزارت له سکرتر سره د ځینو پروژو په اړوند خبرې کوي، ځينې يې له وزیرانو او نورو مشرانو پدې نوم چې د دوی ملاتړي دي پیسې اخلي، چې دا چاره خپله اداري فساد ته لمن وهي، کله چې په يو اداره کې د ولس استازی د کوم بل شخص سفارش کوي عادي وګړي به څه وکړي؟ چا ته ورشي؟ او چاته د خپل کار د خلاصون سوال وکړي؟ څوک پرې زړه وسوځوي؟ او څوک يې د يو مظلوم افغان په صفت کار خلاص کړي؟
ډاکترصاحب! زه تاسو سره دا خبرې له ډېره غمه شريکوم، ځکه تاسو د شکاياتو د کمېسيون مشري په غاړه لرئ، تاسو پرې هم خبرياست چې کوم وکيل صاحبان شرکتونه لري؟ څوک تجارت او څوک هم له کومو مشرانو پيسې د تنخواه په نوم اخلي؟ او څومره وکيل صاحبان په اخلاقي فساد اخته دي، دوی د اخلاقي فساد لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي، بهرنيو سفارتونو ته د څو پيسو او بوتل په مقابل کې کار کوي او د اوسنۍ ادارې بد وايي، خو چې تاسو پرې خوله پټوئ دا هم له افغان ولس سره لويه جفا ده، د ولسي او مشرانو جرګو غړو مسوليتونه، صلاحيتونه او وعدې معلومې دي، چې له خپل ولس سره يې کړي، خو اوس څه کوي او په کومه لار روان دي؟ تاسو د شمشاد تلويزيون سره په مرکه کې ډېرې ښې او پرځای خبرې وکړي، کاش چې خپل اعمال هم د خپلو خبرو پر بنیاد ودروئ، ښاغلی زابلي! آیا تاسو پوهېږئ اوس هم ۸۰سلنه د ولسواکۍ په نوم ناوړه ګټه ستاسو ملګري او د ولس همدا استازي پورته کوي، که نن زموږ په مظلوم افغان ولس اور بل دی، دا هم ستاسو وجهه ده، که نن مو په ایران کې مظلوم افغانان اعدام کېږي دا هم ستاسو مسوليت دی، چې پوښتنه يې وکړئ، مګرتاسو لا تراوسه خپلو دندو ته متوجه شوي نه یاست! اوس هم ستاسو د يادې شورا ملګري په وزارتونو کې عاجز مامورین تهديدوي، د مرګ ګواښونه ورته کوي، د ساتونکو له لاسه يې د کوڅې او مالت خلک په تنګ دي، په څه ناڅه خبره به د مالت خلک تهديدوي، په ولاياتو او ولسواليو کې هم له خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخلي، هلته هم د داسې څه غوښتونکي وي، چې هېڅ قانوني بڼه نه لري، د همدوئ خبرې بايد په وزارتونو کې پلي شي، کنه بيا وزيرانو ته اخطار ورکوي، چې ولسي جرګې او يا هم مشرانو جرګې ته به يې احضار کړي، که د دوئ خبرې ومنل شي دولت دی او که ونه منل شي بيا په دولت هم نيوکه کوي، چې دولت شتون نه لري،
وړانديز:
د ملت استازي دې په رېښتني ډول د افغان ملت خدمت لپاره ملا وتړي، که څه هم دوه کاله يې په عبثو خبرو، خپل ځاني ګټو او ناندرو تېر کړ.
د ملت استازي دې افغان ځورنه بس کړي
د ملت استازي دې ولس فرېبه وعدو ته د پای ټکی کېږدي
د ملت استازې دي د هر هغه څه ننګه او ملاتړ وکړي، چې پکې د ټولو افغانانو خير وي
د ملت استازي دې د خپلو شخصو ګټو لپاره ملي ګټې نه قرباني کوي
د ملت استازي دې د ملنګانو خيرغوښتنه پرېږدي، خپلو دندو ته دې توجه وکړي، خپل مسوليتونه دې په سمه توګه ادا کړي، چې افغان ولس له شته ستونزو څخه خلاصون ومومي.
له افغان ولسمشر حامدکرزي هم جدي غوښتنه کوو، چې د ولسواکۍ په نوم چې دملت استازو کومه لوبه شروع کړې دې لوبې ته دې د پای ټکی کېږدي، د ملت له استازو څخه دې په کلکه څارنه وشي او د هغه لوړې په خاطر چې دوی د خپلو دندو په پيل کې کړې عمل وکړي.
د ولس استازو د رېښتني خدمت په هيله!
صمدافغان