راځئ د پښتو نړيواله ورځ له پښتو سره ولمانځو!

 
اوسمهال په  نړۍ کې شاوخوا  پنځوس ميليونه پښتانه ژوند کوي او داسې لويه وچه نشته، چې هلته پښتانه نه وي. په خپله سيمه  کې پښتون يو لوی قوم ګڼل کېږي، او پښتون يوازنی قوم دی چې ژبه او د کلتوري ارزښتونو ټولګه يې سره   يو ګڼل کېږي، مانا دا چې پښتو هم د پښتنو ژبه ده  او هم يې د ارزښتونو ټولګه ده. خو پښتانه هغه يوازنی قوم هم دی، چې په خپل هېواد کې يې ژبه محکومه  ده. که څه هم پښتنو هر وخت د نړۍ زبرځواکونه د تورې او مېړانې په زور په ګونډو کړي، خو د ژبې په برخه کې بيا ډېر زر له خپل حقه تېر شوي او د خپلې مورنۍ ژبې حق يې په خپله تر پښو لاندې کړی دی. پښتنو ته داسې احساس ورکړ شوی دی، چې که په خپله ژبه خبرې وکړي نو ښايي متعصب او فاشېست وبلل شي، خو دې ته نه ګوري چې د نړۍ ټول ولسونه په خپلو مورنيو ژبو خبرې کوي.
اوسمهال چې د ټکنالوژيک انقلاب له برکته د نړۍ ژبې ډېر چټک پرمختګ کوي، له بده مرغه پښتانه لا هم د ژبې په برخه کې په پخواني خوب ويده  دي. که څه هم  پښتانه اوس ډېر پياوړي استعدادونه او کدرونه لري او ژبه يې هم د ودې لپاره  ډېر پياوړی او مناسب جوړښت لري، خو بيا يې هم له يوې خوا په خپلو ارو هېوادونو کې ژبه محکومه  ده او له بلې خوا څرنګه چې پښتانه  تر بل هر قوم  په نړۍ کې زيات مهاجرين لري، په کوربه هېوادو کې يې هم ژبه او هويت دواړه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. تر دې چې يونسکو هم يو ځل پښتو په هغو ژبو کې راوستې وه چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده.
همدغو ګواښونو ته په  اندېښنې سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو يوشمېر علمي، کلتوري او مدني بنسټونو سره  وپتيله  چې پښتو ژبې ته د ودې او پام اړونې په موخه د چنګاښ لومړۍ (د جون  يو ويشتمه) نېټه  د پښتو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموي او هر کال يې په همدې ورځ ولمانځي. خو پرېکړه شوې چې د پښتو نړيواله ورځ  به  يوازې په غونډو او شعارونو نه  لمانځل کېږي، بلکې اصلي موخه به دا  وي چې څنګه  له پښتو سره  پښتو وکړو. په  دې مانا چې پښتو به وايو، پښتو به  ليکو، د پښتو د ودې لپاره  به هڅې کوو او پښتو به نړيوالو ته ورپېژنو. هغه چا چې تر اوسه په  دفتر او کار ځای کې پښتو نه وي ويلي او يا ليکلي، په همدې ورځ  او يا  له  همدې ورځې نه په الهام به پرېکړه کوي چې نور به په خپل کارځای کې پښتو وايي او ليکي. هغه پښتانه  چې په بهر کې دي پرېکړه به کوي چې نور به  په کور کې له خپلو بچيانو سره له پښتو پرته بله ژبه  نه وايي او هر پښتون چې د  نړۍ په هر ګوټ کې وي په دې اړه به فکر کوي، چې څنګه د پښتو د  ودې لپاره يو کار او خدمت وکړي او څنګه له هغې پښتو سره چې په سلګونو کلونه  جفا شوې ده، تر دې وروسته پښتو کوي.
د پښتو نړيواله ورځ به هغه وخت په  رښتيا په پرتم ولمانځل شي او په  رښتيا به  يې پښتو ته خير ورسېږي چې د  پښتنو علمي، کلتوري، ادبي او مدني بنسټونه او شخصيتونه په دې ورځ  لاسونه سره يو کړي، خپلې هڅې سره  همغږې کړي او د پښتو او پښتنو لپاره ګډ فکر او کار وکړي. په  دې توګه موږ د نړۍ ټولو پښتنو ته د پښتو نړيوالې ورځې مبارکي وايو او غږ پرې کوو چې:
راځئ له  خپلې مورنۍ ژبې خوږې پښتو سره په رښتيا او مېړانه پښتو وکړو!