
تصوير يې لاس کې و بې واره پسې وژړيدا
د ژوند په دغــــــــــه اوږده لاره پسې وژړيدا
د ورک لالي ياد يې کړه تورو ماښامو کې ورکه
لکه يو ستورى بې مـــــــــــــداره پسې وژړيدا
ځانته يوازې لکه دا دنيمې شپې خاموشــــــي
په تور پړوني کې کــــــــــراره پسې وژړيدا
اوښکو يې سترګو ته د لار څارلو وخت ورنکړ
ويل يې چـــې ورک شې انتظاره پسې وژړيدا
وچې سلګۍ به يې په ستوني کې اغزي وکـــــرل
شميرل يې ستوري تر سهاره پسې وژړيدا
خدايزده خوستى ورنه د وخت کومې بلا وړى و
پيدا يې نه کړ که تر داره پسې وژيــــــــــــدا
سباوون خــــــــوستى
غزل
ستا میرات مړي جدایي راته قرارنه راوړي
د مړژوندي احوال دې کلي ته ریبار نه راوړي
لا خو بې ځان یم لا مې هر رګ خوځیدلی نه دی
ساقي څه چل دی شرابونه دې خمار نه راوړي
خپل ترنم ته په ځولیو نغمې کور ته یوسي
زمونږه مات ګوډ غزلګوټي ته ستار نه راوړي
دلته منصور له خلکو هیر دی انقلاب په کار دی
دې زمانې ته هیڅ سرونه څوک په دار نه راوړي
راشه چې خپل کنډر کنډر زړه درته وښایمه
د چا په سویو فریادونو څوک اتبار نه راوړي
اوس دی کمزوری هغه زور یې زړه کې پاتې نه دی
له کاره وتی دی خوستی اوس څوک په کار نه راوړي
سبــــــــــاوون خوستــــــــــى
غزل
هغه چې مې لوى رب راته ليکلي زنده ګي ده
نصيب مې په جولۍ کې اچولي زنده ګي ده
هغه د ماشومتوب خوښۍ شوې ټولې رانه پاتې
حالاتو تر دې دمه مې لوټلي زنده ګــــي ده
مامه ښوروره پرې مېږده چې لږپکې ويده شم
مورجانې ستا په پښو کې مې موندلي زنده ګي ده
اوس هغسې خپلواک نه يو ياغي نه زړګيه
اوس موږ دواړو يو چاته وربښلي زنده ګي ده
ته ګوره عجيبه نه ده؟ که ماته عجيب ښکاري
د عشق په دې ناول کې مې لوستلي زنده ګي ده
خوستيه دا سړى درباندې ولې دومره ګران دى؟
هميش دې په دعا ده ته غوښتلي زنده ګي ده
سبــــــــــاوون خوستــــــــــى
غزل
را نيزدې نشې چې له خياله مې غزل غورځي
د الهامونو دا کاروان مې پل په پل غورځي
لږ ټکنى شه بيا سپرلى لمبه، لمبه وګوره
مخ ورنه مه اړوه زلفو نه دې ګل غورځي
له بنګو ډک نظر څښتنه ښکليه مه راګوره
زړه مې کمزورى دى بيا هر ځاى کې هر ځل غورځي
پر ممبر ناست شيخان جذبې واخيستل ډله راغلل
ساقي حيران پاتې دى، يو غورځي بيا بل غورځي
ته خبر نه يې چې مچۍ خپل زحمت هم ژړوي
ته چې خبرې کړې له شونډو دې عسل غورځي
خوستى ناتوانه دى اوس دغه انځور نشي کښلى
چې دې په سپين جبين دانه وانه اوربل غورځي
سبــــــــــاوون خوستــــــــــى
غزل
دلته کې خيال کوه چې مينه مو بې باکه نشي
هر څه کابو ساته چې ځوان احساس بې ځواکه نشي
تر هغې دواړو ته دا ټولې قربانۍ دروغ دي
تر څو چې زړونو کې مو هره شيشه پاکه نشي
دا لوى زړه غواړي دا مينه ده تاوان هم کيږي
دا کار و بار داسې په نه زړه او بې واکه نشي
ساقي لږ پام، ګنې په چيغو به دې سر در وخورم
رب ته دا سوال کړه چې مې اوبه د غم تڼاکه نشي
پښتون اسمان کې پرې چاپيره ستوري ټول مين دي
خود دې مخ پټ کړي سپوږمۍ څرنګ حياناکه نشي
په ژوند باور نشته خوستيه ډاډه مه رادرومه
هسې نه دلته درته خپل ژوند خطرناکه نشي
سبــــــــــاوون خوستــــــــــى