دښاغلي زاهد شاه انګار پنځه غزلونه

غزلیوه جینۍ کور ته اوبه وړي قدمونه شماريخدای چې د څومره غریبانو سوي زړونه شماريلکه ښارو په وړه ژبه وایې ستړې نه یممور یې په سترګو کې ټول ستړي نفسونه شماريشوه ملایکه د اسمان، لاړه له ستورو سرهجانان یې لاهم لوړې غاړې ته ګلونه شماريچا چې ډیوه لاس کې اخیستې ده تیاره ماښام کېهغوی د لمر د خورو وړانګو تنابونه شماريغرمه مې واوریدل سبا د ماشومانو ورځ دهیوه ماشومه پر مخ اوښکې کتارونه شماريانګار دځان په فلسفه کې د جانان په لټهنه ورته ګوتې شماري، نه هم کتابونه شماري

غزلچاچې له ما سره کولې لوبېراته یې ټولې وبایللې لوبېهغوی پایلوبې ته ونه رسیدلماته، به ومني د خپلې لوبېغورځوي څڼې په اتڼ کې ژڼيغورځی نارې دي او بدلې لوبېنورو په عقل وڅیرله ځمکهپښتون ته غورې او کنځلې لوبېپه ډیره ګرانه به میدان وګټيانګاره بیا به وي څوځلې لوبې

غزللاخو غوټۍ ده غوړیدلې نه دهلاخو، خوشبو ترې الوتلې نه دهخیر دی که سیوری مې په کاڼو وليوړه په مینه پوهیدلې نه دهدا چې موسکۍ، موسکۍ وي هره شیبهد چا له غمه ژړیدلې نه دهچې پرې کوي خلی وطن نه څاريدا غرڅه خویه ترهیدلې نه دهپر ژبه وری زړه یې لیوه لیونید ژوندانه جال کې لویدلې نه دهانګاره ځکه ده له تیږې سختهنن په ګلونو چا ویشتلې نه ده
غزلپه لمن کې ټولوم تورې ګورګورېمستربل کې لټوم تورې ګورګورېچې ګورګورو پسې ووځمه له کليپل په پل دې یادوم تورې ګورګورېخوست ته مه راځه لوګرکې دي سنځلېپه ټوکرۍ کې درلیږم تورې ګورګورېهسې نه، نازکې شونډې يې شي غوڅېله اغزیو پاکوم تورې ګورګورېدا دلپه اشرفیو سودا نه دهپه غنمو خرڅوم تورې ګورګورېسترمنې تورې، تورې راته ګوريپه کوڅو کې خرڅوم تورې ګورګورېبدل شوی مې د خیال اسمان انګارهبل موسم کې پخوم تورې ګورګورېغزلبیګاه پر عالمونو مرغلرې اوریدېچې ستا له خولې دانه، دانه خبرې اوریدې
لمدې وې تورې څڼې و، نری نری شمالوږمې یې خدای خبر له څومره لرې اوریدې
را یاده به چې شوله د کتاب قلم کیسهد ژوند پر دښمنانو به  ډبرې اوریدې
نازکه په نازک تار له سپوږمۍ سره پیوندلشې، لشې باڼه یې تورې زغرې اوریدې
حیران ومه چوغار مې د طوطیانو اوریدهاخر په دې خبر شومه، شکرې اوریدې
ځنګل، ځنګل ښکلا یې دنګه لمنځه خوځیدهمچۍ، مچۍ کاته لکه ګورګورې اوریدې
وریاده شوه په نظم کې د یار دیاد سندرهانګاره له لفظونو یې سندرې اوریدې
زاهد شاه انګار