غزل

د جانان غمه ليونۍ دې کړمه
زياتي به ځمه ليونۍ دې کړمه
د مينې لارو کې دې ږدمه پسې
ستړيه قدمه لېونۍ دې کړمه
سوال او زاريو درته ستړې کړمه
مغرور صنمه لېونۍ دې کړمه
چې دې کابل راته زرې،زرې کړو
ټوپک او بمه لېونۍ دې کړمه
و ليونيه ته به ټوکې کوې
زه زړګی خورمه لېونۍ دې کړمه
دا چې مړه نه شومه ژوندۍ يمه لا
دا خومنمه لېونۍ دې کړمه
عشقه بې فکره دې کړم څه وکړمه
ښکاري چې سمه لېونۍ دې کړمه
د مينې ټول رازونه مه وايه اوس
مات شې قلمه لېونۍ دې کړمه
۱۳۹۰ /۰۹ / ۰۵