غزل

 يو د لالي له ستمونو څخه ستړې يمه
بل د پښتو له رواجونو څخه ستړې يمه
نجونې مراد لري زيارت ته لاړې
زه خو له داسې مرادونو څخه ستړې يمه
زما او ستا ترمنځ ولاړ  د کلا څو دېواله
زه په والله له دېوالونو څخه ستړې يمه
ته نه راځې خو دلاس نښې دې رالېږې راته
نښې دې څه کړم  پېزوانونو څخه ستړې يمه
شيخ يې ګناه بولي خبر نه دی چې مينه کوي
پوهېږې زه له نصيحتونو څخه ستړې يمه
کله له ګرانه لاس چاپېر کله يې زړه نه باسې
شفيقې زه له دې کارونو څخه ستړې يمه
۱۳۹۰ /۰۹ /۲۲