
لکه سکروټه سوځېدمه لاس دې نه راکاوه
په سرو لمبو چې لوبېدمه لاس دې نه راکاوه
له پرهرونو نه مې څړيکو چيغې وباسلې
په درد دې څومره دردېدمه لاس دې نه راکاوه
د سيند څپو پسې اخيستې وم،بې واکه ومه
تاچې ليدمه ډوبېدمه لاس دې نه راکاوه
هغه چې وخت وم ماته کړې غورځېدلې ومه
تاته په چيغو ژړېدمه لاس دې نه راکاوه
د هر چا سترګو کې اغزی وم راته ښه ياديږي
چې څومره،څومره ځورېدمه لاس دې نه راکاوه
د بېلتانه ګرمو غرمو دې داسې لوبې وکړې
زه لکه واوره ويلېدمه لاس دې نه راکاوه
اوس مې هغه ځواني زړه شوه او بې شوره شومه
لکه پاولۍ چې شرنګېدمه لاس دې نه راکاوه
اوس خو په تکو تورو شپو کې په تورتم کې يمه
چې لکه شمه بلېدمه لاس دې نه راکاوه
۱۳۹۰ / ۰۹ /۱۲