
دواړه لاس رانه چاپېر کړه په ورو،ورو
زما مينه کې ځان ګېر کړه په ورو،ورو
دواړه سترګې دې له مينې نه کړه ډکې
په ديدن خو دې ماسېر کړه په ورو،ورو
ای بېلتونه په پښتو يمه ولاړه
تېر په ما د ځان ګنډېر کړه په ورو،ورو
نن مې دومره درنږدې کړه ګرانه ياره
دا جهان راځينې هېر کړه په ورو،ورو
سترګې پټې کړه مينې دواړې غبرګې
يو تصوير پکې برسېره کړه په ورو،ورو
۱۳۹۰/ ۰۹/ ۲۷