
ګرانې په ایمان راته
خوږې دخپل ځان راته
مه کوه آشنا داسې
رابه کړې خفګان راته
تل چې داغیار منئ
ړنګ به کړې ارمان راته
مایک ترشا چې راشمه
خوند راکړي مکان راته
داسې حساس ولي کړم
غوږیې په ښه شان راته
ته یې راته نه وایې
نن راوړه پیزوان راته
بار بار دې تکل وکړ
ووایه عیان راته
کله ،چې تنها شمه
اوښکې شي ګویان راته
سترګې په لاسو موښم
بریښي دې چشمان راته
سپین مخ دي باڼه غشي
خاندي دي لبان راته
ولاچې فقیر برېښي
اې! حصینې ځان راته