په ګرمي کې څرنګه جامې واغوندو

 
هغه کس چې ځان پاک ساتي او له خپل عمرسره سم جامې غوره کوي او خپلې سلیقې ته پام کوي، له رواني پلوه جوړانسانان دي. راځو دې خبریې ته چې په ګرمي کې څرنګه جامي واغوندو؟
وایې:
ځان يې په سروجامو کې جوړکړ      لکه په وران کلې کې باغ د ګلو وینه
که څه هم د جامو رنګ اغوستل د انسان په ‌ذوق اوخپله خوښه وي، خو بیا هم دې ته باید ډیره پاملرنه وشي، چې د مخ له پوستکی سره یې څه رنګ ښه ښکاره کیږي، لکه هغه کسان چې د مخ رنګ یې سپین وي هغه دې ډیرتیز رنګونه نه اغوندي، په دې خاطرچې ډیرشوخ رنګه ښکاری او غنمرنګه پوستکی دې بیا تیزرنګونه جامې جوړې کړي اوهغه کسان چې بیا تورنګه پوستکي ولري، هغه دې بیا روښانه رنګونه جامې ځان ته جوړې کړې او د ګرمي موسم جامې باید وایم، چې په ګرمې کې روښانه رنګونه لکه سپین کریمې رنګ ابې ژیړ نخودې خړ ګلابې، یاسمني، فیروزه یې جامې جوړې کړئ او تورې تیزی سرې او ډیرتیز رنګونونه جامې مه جوړوئ، په دې خاطر چې په تور رنګونو د لمروړانګې ډیر ژر تاثیر کوی او په ګرمي کې بیا که چیرته د چا په ځان بخار ولری بیا تور یې جامې لا ډیروي.