دخپلو فرشونو نه څه ډول ساتنه وکړو ؟

 ګرانو لوستونکو، فرشونه او غالۍ نه یوازې په تاریخ کې بلکې زمونږ په ژوند کې هم ریښه لري ځکه ،چې مونږ سره یې قدم په قدم ژوند مخ په وړاندې وړی دی، او زمونږ او زمونږ دافغانانو ذوق ،سلیقې او اعتقاداتو  ویاندوي کوي دانسان کور او ژوند دفرش سره لاښکلا پیدا کوي ،چې دا فرشونه بیا رنګا رنګ او هر ډول شته دي ،چې دلاس اوبدل شوې او د ماشین اوبدل شوې غالۍ ،چې په هره اندازه ،چې مونږ او تاسو وغواړو په هماغه اندازه یې اخلو  .
دا یوه څرګنده خبره ده ،چې پخوانۍ غالۍ ترننی فرشونو او غالیو نه ډیر  ارزښت لري زاړه فرشونه او غالۍ په دې علت ډیرارزښت لر ي،چې جلا یې ډیر  ،وزن یې کم ژړ یې رنګ له منځه نه ځي او په بهرنیو هیوادونو کې ډیرې خلک دغه ډول غالۍ اخلي او خوښوي .
          دفرشونو دساتنې لارې چارې
هغه ټکي ،چې دفرشونو لپاره اړین دي او باید په پام کې ونیول شي ،  هغه بیلا بیل دي
۱ ـ هغه دا ،چې فرش دکوټې داندازې سره سم وي  فرش یا غالۍ  باید دکوټې داندازې څخه لوی نه وي ځکه که مونږ او تاسې د فرش اضافي ځایونه فات کړو نو داکار به د فرش دزړیدو او ماتیدو لامل وګرځي ،چې فرش به مو ژر دلاسه ورکړی وي .
۲ ـ که تاسې غواړۍ  دیوې کوټې لپاره ۱۲ متره فرش واخلۍ نو تاسې ښه فکر نه دی کړی تاسې د۱۲ متره فرش په ځای ۶ متره فرش واخلۍ یو خو په اسانه پرمنځل کیږي او بله دا چې په اسانه به څنډل کیږي
یوه بله خبره دا ،چې تاسو دخپلو فرشو نو لاندې یو بل شی خور کړې تر څو ستاسو فرش ژر خراب نه شی.
ستاسو دفرش کړې کوټې  هوا باید بنده نه وي ځکه بیا په کوټه کې یو ډول بد بوی وي  او انسان نا راحته کوي که ستاسو فرش لوی وی نو ښا مخا به تولیږي او دا کار به ستاسو فرش ژر له منځه یوسي ځکه ،چې په هماغه ځای کې فرش ماتیږي
دفرش پریمنځل
لومړی خو په کار نه ده ،چې خپل فرشونه پریمنځۍ ځکه ،چې ژر خرابیږي او که بیا هم خیرن شو نو بیا دپریمنڅلو په وخت داټکي په پام کې ونیسۍ .
  ۱ ـ فرش ښه وڅنډۍ تر څو خاورې ترینه توې شي
۲ ـ دویم فرش په تودو اوبو ښه لوند کړۍ او غوړ څایونو یې ښه پودر وواهۍ او بیا یې برس کړۍ
۳ ـ که چرته تاسو فرش په داسې څای کې وینڅۍ ،چې هالته ښه ډیرې پریمانه  اوبهاوسي تر څو پودر ترینه په ښه ډول اوځي .
 ۴ ـ  دفرش داوبو ویستلو په وخت څه باید وکړۍ ؟
 فرش په ځمکه خور کړۍ خو په یاد ولرۍ ،چۍ دفرش لاندې یو څه باید خواره کړۍ او په یاد مو وي ،چې فرش دجارو ،برس ،پمپک او داسې نور شیانو  دفرش اوبه مه باسۍ ځکه که تاسو داډول شیانو نه کار واخلۍ نو دفرش کنډې به وسپړل شي او فرش به مو ژر خراب شي نو په کار ده ،چې فرش تاو شي او پریښودل شي ،چې اوبه یې ووځي .
۵ ـ دفرش دوچولو لاره
دفرش دوچولو لپاره دځوړندولو نه کار مه اخلۍ په دې خاطر ،چې ټوټي کیږي نو ځینې خلک دي ،چې دوی فرش لوله کوي او لوړ یې در وي تر څو اوبه یې ووځي خو دا کار هم سمه  کار نه  دی که دا کار وکړۍ نو تاسې فرش به دو رنګه شی پورته خواه به یوه رنګ او ښکته خواه به بل رنګه وي نو ښه  به دا وي ،چې تاسې فرش لوله کړۍ او بیا یې په پورته ډول واچوۍ تر څو یې اوبه ښه او ځي بیا یې خور کړۍ  او کله ،چې اوچ شو نو بیایې لمر ته ډیر مه پریږدۍ ،چۍ لمر یې هم رنګ خرابوي