په اوړي کې د بې خوبۍ لاملونه:


ژباړه: عادله حصین
د اوړي د موسم په رارسیدو سره ډیر وګړي د بې خوبې نه سر ټکوي؛ د شپې ژر خوب ورځي او سهار تر ناوخته د خوب په ځای کې ويده وي، د ورځې په لړ کې ستړي ښکاري او خوب ورباندې راځي.
د دې بې خوبۍ لاملونه څه دي، ایا هورموني ریښه لري او که د هوا د بدلون لامل دی؟
دهوا تودوخه او ډیر خوب  ـــــ   او د هوا سړیدل او کم خوبي
کوم خواړه کولای شي چې د وګړو په خوب کې بدلون راولي ؟
د ځينو ډاکټرانو په وینا، د ځينو خواړو خوراک چې کافنین لري هغه دا دي: قهوه، ککوي چاکلیت، او ځېنې څښاکونه، د سګریټو څښل، او د الکولو نه ګټه اخستنه او د غوړ او سخت هضمه خواړو خوراک، د ماښام په وخت کې د وګړو خوب له منځه وړي. د ځينو ډاکټرانو په وینا د انسان ماغزه یاړه او لوند مزاجه دي او هرلامل لکه خوراک، استریس( خفګان) ډیر فکر کول د مزاج د بدلون لامل ګرځي او دا کار کولای شي چې د انسان  دخوب او بیدارۍ مهال ویش سره ګډوډ کړي.
او هغه خواړه چې په وچ او تود مزاج خوړل کيږي عبارت دي له درمل، خواږه خواړه او داسې نور د مغزو د تودوخې د لوړیدو لامل ګرځي او کم خوني رامنځته کوي اود انسان مزاج د خوب په برخه کې هم اړین دی. هغه خلک چې ګرم مزاج لري نو لږ خوب کوي په ټوله کې بې خوبې په وچ مزاجه خلکو کې ډیره ده. کوم خواړه مو بې خوبي له منځه وړلی شي او د انسان د خوب مهال ویش بیرته خپل لومړي حالته راګرځوي، چې یو يې مساژ دی چې د بې خوبۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي.  د نوي طب له نظره د سروتونین هورمون د انسان په خلق کې ستره دنده لري او هغه خوراکي توکي چې تريپتوفان لري لکه غوښه، مستې، شېدې دا ټول کولای شي چې د انسان اعصاب ارامه کړي  او د یو ښه خوب په درلولو کې مرسته کولای شي. هغه وګړي چې ډیر فکر کوي نو بې خوبي پردوی غلبه کوي. هغه خلک چې د نباتي غوړیو نه ګټه اخلي نو د دوی خوب ښه وي او سپورت هم کولای شي چې زمونږ او ستاسو بې خوبي له منځه یوسي.