دخیبرپه غزاکښي دحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم له لوري
داسلامي دعوت دپآره دحضرت علی کرم الله وجهه مآمورجوړېدل
٬٬٬
بخاری له سهل بن سعد رض څخه روایت کوي٬ چي حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دخیبرپه ورځ وویل٬ چي سبا غواړم چي بیرغ هغه چاته ورکړم چي خدای ج به دهغه په لاس فتحه رانصیب کړي٬ هغه خدای ج او دهغه رسول ص دوست لري٬ او خدای ج او دهغه رسول ص هغه دوست بولي٬ راوي وایي چي خلګو شپه په دې فکر او خبرو کې په سفرسره اوږده کړه چي بیرغ به له دوي څخه وچاته ورکړل شي کوم وخت چي خلګو سهارکړو نو ټوله رسول الله صلی الله علیه وسلم لره ورغلو او هریو په دې امید وو چي بیرغ به وه ده ته ورکړل شي٬ قائد المجاهدین صلی الله علیه وسلم وویل چي علی ابن ابي طالب چیرته دئ؟ خلګو ورته وویل چي یارسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له خپلو سترګو څخه شکایت لري
راوي وایي٬ چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم په هغه پسې یوڅوک ولېږلو او حضرت علی کرم الله وجهه راغلو نبي کرم صلی الله علیه وسلم خپلې لاړې دهغه په سترګوکې ورواچولي او هغه ته یې دعا وکړه دهغه سترګي داسي جوړي شوې چي هیڅ درد یې نه کولو بیا نبي صلی الله علیه وسلم بیرغ و حضرت علی کرم الله وجهه ته ورکړو٬ حضرت علی کرم الله وجهه وویل یا رسول الله له هغوي سره ترهغه وخته وجنګېږوچي زموږ ډول شي نبي صلی الله علیه وسلم ورته وویل سوکه٬ ورو٬ حرکت وکړه ترڅوچي دهغوي ومیدان ته ورشې له هغه وروسته هغوي اسلام ته رادعوت کړه هغوي ته حقوق دالله ج چي په صورت کښې داسلام راوړلوپردوي واجب دي باخبره یې کړه په الله ج قسم چي ستا په توسط یو کس مسلمان شي داتردې بهتره ده چي له تاسره ټول سور رنګه اوښان وي٬٬
مسلم شریف٬ همدارنګه په
(۲۹۷ /۲
روایت کړئ دئ
٬٬
کتاب٬ حیات صحابه
مؤلف مولانا یوسف کاندهلوی رح
ژباړه
محمدعلی عمری
مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
وروستي