افغان سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د سرحداتو (SAFRON) وزیر ښاغلي انجینر شوکت الله خان سره ولیدل

مطبوعاتي اعلامیه


  
نن د ۲۰۱۲ د مۍ په ۱۵مه  په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سرحداتو (SAFRON) وزیر ښاغلي انجینر شوکت الله خان سره ولیدل . په دغه لیدنه کې پا کستان کې میشت د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پرهاغه تصمیم خبرې وشوې چې غواړي هاغه افغان کډوال چې اسناد نلري په بیړنۍ توګه له هیواده وباسي.
 
ښاغلي داودزي د انجینر شوکت الله خان څخه په جدی توګه وغوښتل چې د پاکستان حکومت دې په یاده موضوع له سره غور وکړي. افغان سفیر زیاته کړه سره لدې چې افغان دولت د مهاجرینو خپل هیواد ته د ستنیدو طرفدار دې ولې دا بیرته تګ باید په خپله خوښه وي او د اړوندو اړخونو د تفاهم له لارې د یوې منظمې برنامې لاندې ترسره شي او باید جبري نه اوسي تر څو دوۍ ته په خپل هیواد کې د مصئون ژوندانه لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
 
همداراز ښاغلي داودزي یاده کړه چې په دغه راز اعلانونو د کډوالو ستونځې لازیاتیږي او په ځانګړې توګه پولیس د کډوالو په بيځایه تنګولو لاس پورې کوي چې باید مخنیوې يي وشي.   
 
ښاغلي شوکت الله خان وویل چې یاد تصمیم ددوۍ د کابینې لخوا نیول شوې خو دوۍ غواړي چې په دې اړه د افغانستان د مهاجرینو چارو د وزارت سره ډیر ژر مذاکرات پيل کړي ترڅو په ګډه یو تفاهم ته ورسیږي. د همدې مذاکراتو لپاره يي د افغانستان د مهاجرینو چارو وزیر ته هم بلنه ورکړه چې له نږدې په یاده موضوع ورسره وغږیږي.
 
د پولیسو د ستونځې په اړه یی خپلو اړوندو مسئولینو ته هدایت ورکړ چې د پښتونخوا او بلوچستان پولیسو ته لازمه لارښوونه وکړي چې افغان کډوال بیځایه تنګ نکړي.
 
*****