
شېبې مې د ژوند تېرې شوې بې ياره بې ديار
چې کله پر ځان پوى شومه په لاس وم د اغيار
له نن څخه پرون ښه و هغه نه لا کال مخکې
پر ژوند کې نور څه نشته بس سودا ده په بازار
نه ناز، نه کرشمه شته او نه مينه په محبوب کې
له ډېرو سره مل دى سود ترې اخلي خريدار
په هېچا باور نشته دى زړګى دې ترېنه ساته
چې ياردســلو يارشو هسې مــه کــــــــوه ازار
سهاره! يو ځان ښه يې ټول غمونه په زړه ساته
ستا مينه ليونۍ ده باور نشته په راز دار
سهراب سهار