
تاسو ښاغلیو څه
کول چی وطن مو د اور میدان ګرځیدلی و او د دربدرۍ په لوری روان و ؟
دا پوښتنه به خامخا له ټولو کیږی .
غواړم چی خپلی
خبری په ډیرو ساده الفاظو کی راونغاړم .
زما خبری هغه چا ته متوجی دی چی د جنګ مسول دی ،
او هغه چی له سنګره ګولۍ اوروی ، زما خبری هغه روشنفکرانو او سیاست مدارانو ته
متوجی دی چی د جګړی په اصلی موخه خبر دی ، خو د خپلو شخصی ګټو لپاره یی یا خاموشی
اختيار کړی ده او یا یی په خپلو پوچو تبلیغاتو د جګړی میدان د نورو په اشاره تود
ساتلی دی .
نن ورځ په
افغانستان کی خلک د ملی مقاومت ، ملی پاڅون ، ملی ................او داسی دیته ورته نورو خبرو باندی د خلکو اذهانو ته د یو بل ملی ناورین خبری زمزمه کوی .
مګر دا هغه
کسان دی چی تر هر څه اول یی د خپلو شخصی ګټو لپاره ملی ګټی قربان کړی دی ، او دوی
داسی فکر کوی چی لا تر اوسه هم د افغانستان اولس بی خبره دی خو خبره داسی نه ده ،
ځکه چی اوس په دی خبره هر څوک پوهیږی ، چی احمد او محمود څوک و او دوی د دی وطن
لپاره څه وکړل .
د افغانستان
ننۍ جګړه دا کومه د یوی ، دوو ، یا درو لسیزو
، ساده او کومه تصدفی جګړه نه ده ،
چی زموږ افغانان دی داسی فکر وکړی چی موږ
به خامخا د دی جګړی ګټونکی و !!!
دا جګړي له
پیړیو ، پیړیو څخه مخکی پلان شوی جګړي دی چی د جهان ناپوه ، بی علمه ، په اقتصادی
او سیاسی لحاظ کمزوری او بی اتفاقه اولس به یی کفاره ورکوی .
او د جهان هغه
اولسونه چی د دی ګناه مرتکب شوی دی یو هم د افغانستان اولس دی چی د خپلی ناپوهۍ ،
بی علمۍ ، بی معنا غرور څخه د ذلت او فقر ژوند تیروی ، او د جګړی اور یی په خپل
خاوره کی په لسیزو لسیزو بل ساتلی دی . او دا اور به لا نوره څومره بل وی د دی
خبری اټکل لا ناشونی ښکاری .
مګر د
افغانستان اولس نه به دا پوښتنه ضرور کیږی چی تاسی د خپل وطن افغانستان لپاره څه
کړی دی ، چی دا وطن مو هر وخت د جګړی میدان ګرځولی و ؟
دلته د هر چا
دلیل او منطق فرق کوی ، یعنی دا منطق به د یو او
بل په ضد وی ، ځکه چی افغانانو همیشه او
هر وخت د یو بل لپاره د بل په لمسه سنګر نیولی او په خپلو کی یی د یو او بل پر
سینه ګولۍ ورولۍ دی .
زه هم د خپل دلیل او منطق له مخی غواړم چی خپل نظر له
تاسوم محترمو لوستونکوسره شریک کړم .
په اوسنی
حالاتو کی افغانان تر هر څه اول باید له شخصی ګټو ملی ګټی بهتره وبولی ،او بله
مهمه خبره د صلحی خبره ده ، چی افغانان یو بل ته د ورورۍ غیږ خلاصه کړی ، او د
ملیت دعوی ته د عمل جامه ورواغوندی .
او تر ټولو چی
ډیره اړینه ده هغه دا چی موږ باید ټول د خپل وطن ابادۍ او سمسورتیا لپاره په یوه
اتفاق مټی راونغاړو او د عمل په ډګر کی د خپل راتلونکی لپاره زیار وباسو ، تر څو
دا وطن ( افغانستان ) د یوه افغان ملت او
یوه افغان هیواد په نوم د جهان د سیالو هیوادنو په کتار کی ودروو.
نن چی څومره د
جهان پرمختللی هیوادونه مخ په بره روان دی دا دی یوه شخص یا د څو نفرو د زحمت ثمره
نه دی ، بلکی دا د وطن پرستو وګړو برکت دی ، چی دوی په ګډه او اتفاق خپل هیوادونه اباد
کړی او د بل د شر او غوبل ځینی په امن کی دی .
لکه څرنګه چی
موږ په پښتو ژبه کی متل لرو چی وایی ( په یوه ګل نه پسرلی کیږی ) نو دا روښانه خبره ده چی د افغانستان د حالاتو
بدلول ، د ترقی او پرمختګ راوستل د افغانستان په هر وګړی فرض دی .
په ځان وژنه او
د بل په وژنه دا وطن نه جوړیږی ، دا انقلاب علم ، پوهی او وطن پرستی مینی ته ضرورت
لری ، تر څو موږ دا فرض ادا کړی وی چی په راتلونکی کښی زموږ نوی نسلونه زموږ په
تیر ژوند باندی د شرم احساس ونکړی ، او برعکس زموږ ژوند دی دوی لپاره د سوکالۍ او ارام ژوند ډالۍ وی .
د ښکلی
افغانستان د ابادۍ په هیله
هلمند پردیس
د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار