ولې ايران د ستراتيژيک تړون مخالفت کوي؟

تېرو دريو لسيزو جګړو که له يوې خوا افغانان ودردول او له تورې آيندې سره يې مخ کړل، له بل پلوه ګاونډيو ته په دغه هېواد کې د لاوهنې ښه زمينه برابره شوه، وخت په وخت ګاونډيو کوښښ کړی، چې پدغه هېواد خپل لاسپوسی او ضعيف حکومت رامنځته کړي، او کور دننه جګړې ته لمن ووهي، افغانان وځوروي د نيستۍ او ستونزو سره يې مخامخ کړي، ترڅو د ګاونډيو ګټې پدغه هېواد کې خوندي پاتې شي، د نوي حکومت په راتګ سره ځينو اشخاصو سياست ته لاس واچوه، او غوښتل يې چې سرنوشت ټاکونکې څوکۍ ترلاسه کړي، لومړی به دغه ډلې درمعرفې او وروسته به اصلي موضوع ته ولاړ شو، چې زموږ په هېواد کې څه روان دي او کوم ډول يې مخنيوی شونی دی؛ ځیني اشخاص ځان يو مقام ته رسول هدف بولي، د ځينو هدف بيا يوازې پيسې پيداکول وي، ځينې په ريښتني ډول هېوادوالو ته د خدمت ترسره کولو لپاره یو مقام خوښوي، لومړني اشخاص چې مقام ته رسېدل يې هدف وي، دا يوازې د بعض او کينې له وجهې وي، يعنې بل څوک نه غواړي چې ترې لوړ وسي کوښښ کوي، چې دا له هغه لوړ وي او یا کم تر کمه ورسره په يو کتار کې ولاړ وي، دوهمه ډله خلک چې ځان هدف ته رسول غواړي يوازينۍ هيله يې پيسې پيدا کول وي، نه ورسره د خدمت فکر وي او نه يې له چا سترګې شرمېږي، درېيمه ډله چې هدف يې يوازې د هېوادوالو سره مرسته او کومک وي ډېر کم په نظر راځي.
راځو اصلي موضوع ته؛ افغانانو په تېرو درې لسيزو کې له ډېرو مشکلاتو او ستونزو سره سره خپل ژوند ته يې پدې هيله او امید دوام ورکړ چې ګواکې يوه ورځ پرې خدای ورحمېږي او ډوبه جالا يې روانه شي، په هېواد کې سرتاسري سوله او امنيت تامين وي، د ورورۍ او د اعتماد فضاء خوره وي او په ټوله کې افغانان د داسې ژوند خاوندان شي لکه د نړۍ د نورو هېوادونو اوسېدونکي.  د ۲۰۰۱ کال کې چې نړيوال د امريکا متحده ایالاتو په مشرۍ افغانستان ته راغلل، ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان ويره محسوسه کړه، ځکه دوی پوهېدل چې شايد د نړیوالو شتون په افغانستان کې د دی لامل شي چې د دوی (ګاونډيو) لاسوهنه په افغانستان کې کمه شي، او هغه ارمان ته رسيدل یې په زړونو کې داغ پاتي شي چې دوی يې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت جوړېدل غواړي، د ايران هېواد په افغانستان کې ښکاره لاسوهنه هغه وخت ټولې نړۍ ته جوته شوه، کله چې د افغانستان او امريکا متحده ایالاتو ولسمشرانو تر منځ د روان ۱۳۹۱ کال د ثور د میاشتې په ۱۳مه نېټه په کابل کې ستراتيژيک تړون امضاء شوه، تېره اونۍ د مشرانو جرګې له رئيس ښاغلي فضل هادي مسلم يار سره په افغانستان کې د ایران نوي سفير ابوالفضل ظهروند لیدنه درلوده، پدغه ليدنه کې د ایران نوي سفير له ښاغلي مسلم يار او د مشرانو جرګې له يوشمېرغړو وغوښتل چې د امريکا او افغانستان ترمنځ لاسليک شوی سند دا جرګه تصويب نه کړي ځکه دا سند د ایران د منافع خلاف دی، او په عملي کېدو سره به يې ايران له يو لړ ستونزو او مشکلاتو سره مخ شي، په عين حال کې د ايران سفير د اخطار په ډول د مشرانو جرګې رئيس او د دغه جرګې يو شمېر غړو ته وويل (که چيرته دا سند رسميت پيدا کړي د ايران دولت به په دغه هېواد کې ميشت ټول افغانان وباسي)، که چيرته د ایران د سفير څرګندونو ته ځير شو معلومېږي چې دا هېواد په افغانستان کې د داسې يو حکومت د رامنځته کېدو مخالف دی، چې په خپلو پښو ولاړ او قوي ملاتړی ولري.
اوس خبره بربنډه شوه، چې رېښتیا هم ګاونډيان زموږ په هېواد کې لاسوهنه کوي، که نن ایران اعتراف وکړ چې دا سند زموږ لپاره لوی خطر دی، شايد سبا پاکستان او نور هېوادونه دا اعتراض وکړي، چې لاسلیک شوی ستراتيژيک تړون زموږ په نقص دی، او د ملي شورا له غړو به غواړي چې تصويب يې نه کړي، او شاید د ملي شوراء ځيني غړو ته د هغوی د رضایت لپاره پیسې هم ورکړي، ترڅو د دغه سند د نه تصویب او په هېواد کې اوسنۍ فضاء د خرابولو لپاره غاړه کېږدي، ځکه د ايران د سفير له څرګندونو ښکاري چې دا هېواد په افغانستان کې د ډاډمن امنيت او ثبات د له منځه وړلو لپاره ډېری پیسې مصرف کولاشي، چې پخوايې ځيني شواهد ترلاسه شوي، او په تېر لنډ وخت کې د ملي امنيت ادارې لخواء ځيني داسې شواهد ترلاسه شوي چې په ولایاتو کې د ایران لپاره افغانانو جاسوسۍ کولې، او د سپاه پاسدارنو د شرکت لخوا جوړې شوې وسلې، مهمات او ريموټ کنټرول ماينونه ورکول شوي، ترڅو د هېواد په يو شمېر ولاياتو کې امنيت ټکنی کړي، ثابته شوې، چې ترلاسه شوي ريموټ کنټرول ماينونه په نړۍ کې ساری نه لري، او کولی شي، چې په يو وخت کې د ۵ کيلومترو په فاصله ۱۰ ماينونه اعيارکړي.
پداسې حساس وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او استخباراتي ادارې دنده لري، چې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو ټولو غړو اساسات، دارايي او کاروبار د ځانګړي فورمونوپه واسطه ثبت کړي، د پارلمان ځیني غړي همدا اوس د خپلې کورنۍ او خپلوانو په نومونو شرکتونه لري، چې ټولې پیسې د دغه غړو وي،خو یوازې يې کورنۍ د نورو غړو په نومونو کاروبار په مخ بيایي، کشفي ارګانونه بايد له دغو سره له نږدې کار وکړي، د وطندوستۍ او وطن پرستۍ په روحيه یې وروزي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون بايد دا غړي خپلو اصلي دندو ته متوجه کړي چې په منظم ډول په قانون خپل نظارت وساتي، او کشفي ارګانونه دې کوښښ وکړي چې د پارلمان، مشرانو جرګې او ولایتي شوراګانو په غړو کلک نظارت وساتي ترڅو د داسې يو عمل ښکار نه شي چې د هېواد تاريخ بدنامه او تور کړي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دنده لري، ترڅو د ملت له استازو سره اوږه په اوږه ودرېږي، دندې او مسوليتونه ورته وښايي، او داسې روحيه وکړي چې د هغه شهيدانو د ويني په خاطر دې له خپلې خاورې او ولس سره مينه وکړي، کومو چې پدغه خاورې خپل سرونه قرباني کړي دي، هېواد بحران پرځای سولې، ثبات، امنيت، ترقۍ او پرمختګ په لورې روان کړي. نه داچې خپلو شخصي ګټو په خاطر دې کله د ماليې، کورنيو چارو، دفاع ، پوهنې ، کليو پراختيا، لوړو زده کړو او نورو وزارتونو کې ګرځي، او په هغه بستونو کې د خپلو ملګرو او دوستانو مقررول غواړي چې د دوی په خوښه وي.
اوس وخت رارسېدلی چې باید د مشرانو، ولسي او ولايتي شوراګانو غړي د ایران اخندانو په خلاف کلک غبرګون وښايي او نورې نړۍ ته وښايي چې افغانان هېڅکله هم د خپلې پاکې خاورې، کلتور، ولس او نظام په خلاف د کوم هېواد تيری او لاسوهنه نه مني، له دې سره دې جوخت سياسي مبصرين هم دې ټکي ته متوجهه شي، چې تر وسه وسه دې په خپلو تبصریو کې د ايران اخندانو او د نورو هېوادونو مشران چې زموږ په هېواد کې لاسوهنه کول غواړي په کلکو ټکو وغندي او په مقابل کې يې ودرېږي، يو له بل سره لاسونه يو کړي، او هغه چا ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، چې زموږ په هېواد کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل ګرځي.
پدې هيله چې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي خپلو اصلي دندو ته متوجه شي.
د ښکلي، سمسور، باامنه، پرمختللي او يو موټي افغانستان په هیله.
صمدافغان