پارلمان د چا په لاس او د چا لپاره؟!

د نوي نظام په راتګ سره په هېواد کې د ډيموکراسۍ او ولسواکۍ ناندرې شروع شوې، د موقتې او انتقالې دورې وروسته ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ټاکنې وشوې، د ولسي جرګې او دولايتي شورا ګانو غړي هم په ټاکنو سره ومنل شول، او يو ولسواکه اداره منځ ته راغله، ټول شاهديو څنګه چې لازمه وه، د ملت په رايو انتخاب شوي وکيلانو هغه شان لاسته راوړنې نلري، په ولسواکه اداره کې د ولسمشر څخه تر پايه ټول په انتخابي ډول خپل کارونه پرمخ وړي، هر کار د ولس په خوښه ترسره کېږي او په اکثريت انتخاب ورته ترجيه ورکول کېږي، که وګورو په نورو هېوادونو کې چې د ولسواکۍ نظام حاکم وي هغه هېوادونه په هر ډګر کې پرمختللي وي، دا چې ولې تراوسه ګران هېواد له ستونزو او ناخوالو نه دی خلاص شوی، ټوله پړه يې د ملي شوراء د غړيو په غاړه ده، په مشرانو او ولسي جرګه کې ناست استازي ځيني د خلکو په رايو او ځيني په تقلبي شکل یادو جرګو ته لار پيدا کړې، د ولسي جرګې د دندو او مسووليتونو څخه يو هم په قانون نظارت کول دي يعنې هغه څه چې هېواد د مشکلاتو په لور بيايې بايد مخنيوی يې وشي او هغه څه چې هېوادوالو ته د آرام او سوکاله ژوند بخښونکی وي ملاتړ يې وشي، خو تر دې دمه انتخاب شويو وکيلانو يو هم ونه کړل، نه يې تر دې دمه په هېواد کې د شته اداري فساد لمنځه وړلو لپاره کومه طرحه وړاندې کړه، نه يې په هېواد کې د ځمکو د غصب مخنيوي لپاره، چې په جريبه ځمکه غصب شوې، نه يې هم بې قانونه وسلو ختمولو لپاره کومه ځانګړې تګلاره غوره کړه او نه يې هم له منځه يوړه، همداء نن د بې ثباتۍ لوی لامل بې قانون وسلې ګرځول دي، او نه هم دغه وکيلانو د هغه قرارادايانو په خلاف غږ پورته کړ کومو چې په ميليونونو ډالر حيف او ميل کړل، په قرارداد ورکړل شوې پروژې يې په سلو کې سل فيصده هم په منظم ډول ندي پلي کړي، مګر پيسې يې ټولې اخيستي چې دا کار خپله د افغان ځورېدلي اولس سره لويه جفاء ده.
په اوسنۍ دور کې ملي شورا په ګروپو او ډلو ويشل شوې، سره لدې چې د مشرانو جرګې محترم رئيس صاحب هوښيار، ذيرکه او په کار پوه شخص دی، مګر ځيني غړي يې د هېواد جوړونې پرځای د هېواد چور کولو فکر لري، د دغه جرګې يوه غړې باندې  خو د اختطاف او سړي تښتونې کلک تورونه هم پورې دي، اورېدلي مو دي د دغه جرګې ځیني غړو ته د بهر څخه تحفې او مالي امکانات راستول کېږي، په همدې شکل د ولسي جرګې رئيس هم په وطن مين او باتدبيره شخص دی، مګر متاسفانه چې نوره جرګه (شورا) په ډلو ويشل شوې ده.
تېره ورځ د ولسي جرګې له يو وکیل سره ناست وم، د زړه خواله يې راسره کوله، نوموړي او په وطن مين وکيل په ولسي جرګه کې د روانو ناخوالو او بدمرغيو په اړه راته يو لنډه کيسه وکړه، چې له تاسو محترمو لوستونکو سره یې شريکول غواړم، خو نه غواړم چې د هغه وکيل نوم له تاسو سره شريک کړم، ځکه دا يې راته کلکه سپارښتنه کړې چې بايد نوم يې ذکر نه کړم؛ دغه وکيل وويل، ولسي جرګه په څو ډلو ويشل شوې، چې         يوه ډله يې د پوهنې اوسني وزير ښاغلي فاروق وردګ ده، چې د هغه لخواء ورته امکانات ورکول کېږي، حمايت يې کېږي او د خپل سپر په توګه ترې کار اخلي، ټول هغه کارونه چې که قانوني بڼه ولري او کنه د دوی په واسطه يې خلاصوي.
بله ډله د مالي اوسني وزيرښاغلي حضرت عمرزاخېلوال ده، چې پدغه ډله کې هم لکه د فاروق وردګ د ډلې په شان خاينين او وطن خرڅونکي وکيلان شامل دي، د وزيرصاحب لخواء ورته امکانات ورکول کېږي، او ځيني وختونه لوی قراردادونه هم دوی ته ورکوي او یا کله کله یې د ځيني تجارانو لخواء نازوي وزيرصاحب په ډېر افتخار دا خبره کوي چې زه څه وغواړم د خپلې ډلې په مټ يې ترسره کولی شم يعنې دغه ډله يوازې د وزيرصاحب د هغه ناوړه او غلطو کړنو د تصويب او ملاتړ لپاره ګمارل شوې چې د وزيرصاحب بې کفايتۍ له وجهې منځ ته راغلې وي.
دريمه ډله د دفاع وزيرښاغلي عبدالرحیم وردګ ده، په ولسي جرګه کې د فاع کمېسيون پخوانۍ مشره آغلې شکريه بارکزۍ همېشه کوښښ کړی وه، او هيله یې هم همداء وه چې د دفاع وزارت اړونده ټولې ادارې بايد تر جدي نظارت لاندې ونيول شي، ټول قراردادونه او مصارفاتو په اړه پوره معلومات موجودوي  او په ټوله کې هر هغه څه چې پدغه وزارت پورې اړوند وي د خپل ګران هېواد په خدمت کې وي نه د کوم چا په خدمت کې، همداء لامل وه، چې د آغلې بارکزۍڅخه د دفاع وزارت مسولين په ډار کې وه، او دا خبره هغه وخت ښه جوته کېدای شي چې د دفاع وزارت مقام د دفتر رييس ښاغلی جنرال عزيز یې پخلی کوي، جنرال عزيز وایي چې پخوا د آغلې بارکزۍ لخوا له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوي وه، اوس مو د هغې داسې کار وکړو چې نور به د دغه وزارت خواته هم و نه ګوري يعنې د هغې پر ځای اوس د دفاع کمېسيون مشري بل څوک په غاړه لري، او په هغه اندازه امکانات موورکړي چې غږ پرې وکړو هم به د شپې زموږ خدمت ته حاضر وی او هم به د ورځې. د ښاغلي وردګ صاحب د ګروپ اړونده وکیلانو ته د ښه امتيازاتو سره سره ځيني قراردادونه هم ورکول کېږي، چې په ټولو هغه تشو خولې پټې وساتي چې د دغه وزارت کې تر سترګو کېږي، خو بايد یادونه وکړم، چې پدغه ګروپ کې داسې وکيلان هم شتون لري، چې همدا اوس په اوسنۍ ادارې چې د ښاغلي کرزي په مشرۍ ده بدې ردې وایي حتي ورپسې ښکنځلې هم کوي.
څلورمه ډله د ښاغلي عبدالظاهر قدیر ډله ده، پدغه ډله کې  ټول اشخاص د نظر اختلاف لري، یاده ډله چې د حکومت مخالفه يا اپوزيسيون په نوم هم يادېږي پکې داسې وکيلان شته چې يوازې د امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره پدغه ډلې پورې يوځای شوي دي، د يادې ډلې ټول غړي يوازې د ښاغلي ظاهر د وجود څخه ګټه اخلي، او د حکومت پر خلاف يې ولاړوي، د ښاغلي ظاهر مرحوم پلار ښاغلی حاجي عبدالقدير چې  يو مقتدره او بانفوذه شخص وه، د هېواد لپاره یې ډېرې لاسته راوړنې او خدمتونه تر سره کړي، مګر نن يې ځوی عبدالظاهر قدير د ځاني ګټو په خاطر يوه ډلګۍ جوړه کړې او د ټولو هغه کارونو مخنيوی کوي، چې د ځان لپاره پکې مشکل وګوري ښه بيلګه يې د ده لخواء هغه لاريونونه او ګواښونه يادولی شو، چې يو کال وړاندې يې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او څارنوالۍ لخواء د هغې پرېکړې په غبرګون کول چې دی یې ناکام او يا تقلبي رایو په ترلاسه کولو پارلمان ته لار پيدا کړې، عبدالظاهرقدير ګواښونه کول که چيرته له پارلمانه وويستل شي په مسلح ډول به پلازمينې کابل ته د خپلو سرتيرو سره راننونځي او کابل به يو خل بيا لکه د پخواء په شان په وينو ولړي.
پنځمه ډله د کورنیو چارو وزير ښاغلي سترپاسوال بسم الله محمدي ډله ده، پدغه ډله کې ټول هغه وکيلان موجود دي چې د پښتون قوم بانفوذه شخصيتونه یې په يو او بل نوم بدنامه کړي، چا ته يې د طالب حمايه کوونکي نوم ورکړی او څوک يې بیا د تروريست په نوم نومولی دی، يعنې يادې ډلې د پښتون قوم کدرونه وهلي او له پښو يې غورځولي دي، د بسم الله محمدي ډلې تراوسه د دغه وزير په بې کفايتۍ او په دندو کې په پاتې راتګ یې سترګې پټې کړي او تر اوسه يې د دغه وزير څخه پوښتنه نده کړې چې د هېواد د پلازمينې سربيره په مختلفو ولایاتو کې د خونړيو بريدونه مخه ولې و نه نيول شوه؟ ولې د دغه وزارت اړونده استخباراتي مامورين په درانه خوب ويده دي؟ ولې تراوسه د هغه بې عداليتو مخنيوی ندی شوې چې موږ ټول هېوادوال ورسره لاس او ګريوان او شاهدان يې يو؟ او نه یې هم دا ځيني و پوښتل چې ولې تر اوسه د کورنيو چارو وزارت اړونده قراردادونو کې مشکلات شته؟ په پيژنتونونو کې مشکلات موجود دي او يا هم داسې نور، دغه شخص د خپل ګروپ کسان بيا په عسکرو خوشحاله ساتلي يعنې هر يو ته یې د لسو څخه تر شلو کسانو پورې د ساتونکو په نوم وکړي دي.
شپږمه ډله د ښاغلي محقق ډله ده، پدغه ډله کې ټول وکيلان د محقق، عبدالرشيد دوستم او احمدضيا مسعود په خدمت کې دي، دغه ډله نه یوازې د فساد زياتېدو ته لمن وهي او پښتون قوم سره مقابله کوي بلکه د فدرالي نظام خوبونه هم ګوري، دغه ډله د ډاکتر عبدالله عبدالله په شمول تراوسه د هېواد ناامنو ځايونو ته لاړ نشول، او نه یې هم سالمې مشورې وکړي چې د هغه په رڼاکې کارونه مثبت لوري ته روان شي، دغه ډلې نه تراوسه هلمند وليد، نه هم د پکتيا په لور وخوځېدل او نه هم غزني ته ولاړل چې هلته حالات له نږدې وګوري، نه له قومي مشرانو او د ادارو مسوولينو سره کيناستل او نه يې هم خپلې مشورې ورکړې، مګر د امريکا د سنامجلس څو منحوسو څهرو لیدلو لپاره د هېواد څخه بهر هم ځي ځکه چې هلته د هلمند، غزني او پکتيا په شان خړ ډاګونه او د خټو جوړ کورنو پرځای اسمان څلي پلازې او هوټلونه شته، هلته هغه څه ورته پيدا کېږي چې هېواد او په ناامنه ولايتونو کې يې څوک پيژني هم نه!  دغه ډله په هېواد کې سوله او آرامي نه غواړي او نه يې هم د سولې راوستو لپاره کوم ګامونه اخيستي ځکه دغه رټلې څهرې سوله نه غواړي، ثبات او ارامي نه غواړي، نه غواړي چې د پښتون بچي په لاس کې قلم وګوري او نه غواړي چې د هېواد هر ګوډ زرغون شي، ځکه بيا د دوی د ځاني ګټو مخنيوی کېږي.
اوومه ډله د نظام يا اوسنۍ ادارې پلوه ډله ده، چې پکې د نورو ډلو په شان وطن خرڅوونکي ځای لري، د دغه ډلې د نوم په اوريدو يو څه خوشحاله شو، چې په پارلمان کې داسې ډله شته چې د اوسنۍ ادارې ملاتړې ډله ده مګر که د کارونو او اعمالو څخه يې خبر شو د نورو ډلو څخه زيات به مو دغه ډله تر نظر بده شي، پدغه ډله کې هر وکيل په هر قدم ځانته امتيازات غواړي، که په رسنيو کې د ميلمه په صفت برخه اخلي او د اوسنيو پرمختګونو ملاتړي کوي او يا هم ځان دولت پلوی ګڼي د پارلماني چارو له وزير څخه ځانګړي امتيازات اخلي، که په غونډو او مجلسونو کې ګډون کوي د امتيازاتو غوښتونکي وی او که د هېواد څخه بهر کوم سفر د دې لپاره کوي چې هلته د دولت له شويو پرمختګونو اولاسته راوړنو څخه رضايت ښکاره کړي بيا هم د امتیازاتو او امکاناتو غوښتونکي وي، پدغه ډله کې ټول وکیلان د نورو څخه لوړ خواهشات لري، غواړي چې د خپلو ډلو او یا تنظيمونو خلک په مهمو او اساسي پوستونو وټاکي  او یا يې هم داسې ځای ته وړاندې کړي چې هلته د نورو پرتله پیسې يا عوايد زيات وي، د وکيل صاحب لخواء راته وويل شول دغه ډلې په هرات کې يونفر سره د کومۍ څوکۍ ورکولو پرسر سودا وکړه، او هغه شخص ته یې وويل چې هره مياشت باید موږ (په پارلمان کې  دولت پلوې ډله) ته ۳۰۰۰۰ (ديرش زره) امريکایي ډالره راکوي، همداء وه چې هغه شخص ورسره ومنله او بیا یې څوکۍ ورکړه، کله کله بيا مختلفو وزارتونو ته ځي د وزارتونو دروازې ټکوي او لکه د ملنګانو په شکل د وزيرانو څخه ځيني څوکۍ او امکانات غواړي، خو که د وزير لخواء ورته منفي ځواب ورکړل شي بيا یې پارلمان ته استحضاروي او پوښتنه ورځيني کوي، دومره يې په تنګ کړي چې په شوي کار يې پښېمانه کړي.
اتمه ډله د استاد عبدالرب رسول سياف ډله ده، دا ډله هم ځان حکومت پلوې ښايي، مګر ښاغلي سياف تراوسه د خپل کور (کابل) څخه نورو ولایاتو د يو ساعت لپاره هم سفر نه دی کړی، چې هلته حالات له نږدې وګوري، قومي مشرانو او مسوولینو ته لازمې مشورې وکړي چې هېواد ته څنګه سوله راولو او څنګه کولای شو د يو باثباته هېواد لرونکي شو.
نهمه ډله هغه ډله ده چې په ظاهري ډول ناپيلي او هېوادنۍ ګټو ته ژمنه ډله بلل کېږي چې د ډاکتررمضان بشردوست، شکريه بارزکزۍ او يو شمېر نور وکيلان پکې ځای لري، چې همېشه يې د هېوادنۍ ګټو څخه په کلکه دفاع کړې او همېشه يې ورڅخه ملاتړ کړی، دا هغه ډله ده، چې زموږ هېوادوال هم ترې يو څه رضایت لري او تر شاه يې ولاړ دي.
يادې ډلې يوازې د دې لپاره جوړې شوي چې هر واکدار يې د خپل سپر په توګه وکاروي، او ټول هغه کارونه پرې ترسره کړي، چې قانوني اړخ و نلري، يعنې  که د دغه ډلو مشرانو څخه يو هم په کوم تور تورنېږي بايد دغه ډلو لخواء ورڅخه کلک حمايت وشي چې ښه بيلګه يې د اوبو او برېښنا د اوسني وزيرښاغلي اسماعيل د اختلاس يا اداري فساد يادولی شو، د اداري فساد سره د مبارزې رياست مسولين وایي چې دغه وزير په ډېرو برخو کې په اختلاس تورن شوی چې ټوله دوسيه يې ترتیب شوې، د اداري فساد سره د مبارزې رياست د مسوولينو د څرګندونو وروسته د پارلمان ځیني وکيلانو غصې وپارولې او ويل يې چې اسماعيل په کوم فساد کې ندی اخته او بايد د فساد سره  د مبارزې ادارې رئيس د پارلمان غړو ته توضيحات ورکړي.
که چيرته د يادو وکیلانو يوازې کړنې محاسبه وشي جوته به شي چې ۸۵٪ وکيلان په هغه څه اخته دي چې د افغان ولس لپاره پکې هېڅ خيرنه ليدل کېږی، دا وکيلان يوازې په خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي، ځینو پسې يې څلور موټر ساتونکي روان وي په ليدو يې سړی فکر وکړي چې د يوې سيمې واکدار به وي خو چې خبر شو هغه د دغه وطن خرڅوونکو وکيلانو له ډلې يو وي، ځينې يې بيا ځانګړې مهمان خانې لري چې شپه ورځ پکې  ددوی موکلين دوی سره د ليدو لپاره شپې او ورځې سبا کوي، موږ حيران يو چې دوی که د خپلې دندې ناوړه ګټه نه پورته کوي نو بيا څنګه توانېږي چې دومره مصارفات پوره کړي؟
متاسفانه، نړيواله ټولنه چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د پياوړتيا لپاره ولاړه ده، سره لدې چې هرڅه ګوري بيا يې پرې سترګې پټې کړي، د نړيوالې ټولنې سره ټول ارګانونه (امنيتي، کشفي، عدلي او قضايي) د پارلمان د غړو په ناوړه کړو باندې سترګې پټوي، د دغه ارګانونو مسوولين يره لري که خوله بېرته کړي او يا هم کوم وکيل تر پښتنو لاندې راولي بيا د دوی څوکۍ په خطر کې اچول کېږي، هېڅوک ځان مسوول نه بولي، که د کوم وکيل موکل قتل وکړي، اختطاف وکړي، د چا کور لوټ کړي او یا نور داسې څه وکړي چې وروسته بايد تر پښتنو لاندې ونيول شي هغه خپل وکيل ته ځان رسوي له هغه سره په يو ځای اوسيدوکې ځان مسون بولي، ځکه وکیلانو ته هېڅوک هم څه نه وایي، ځيني وکيلان بيا د هغه تروريستانو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي چې موضوع يې سياسي اړخ ولري.
ګرانو لوستونکو يو یادونه ضروري بولم، چې په هېواد کې د بې اعتمادۍ فضاء خوره ده، زموږ هېوادوال په داخل د هېواد او خارج (مهاجر) تراوسه نه پوهېږي، چې په هېواد کې د نړیوالې ټولنې شتون او يا نشتون کوم تاثير لري کنه؟ مسلح مخالفين چې د دغه وطن بچي دي، پدغه خاوره پيدا شوي هم افغانستان لپاره صادق نيت نه لري، مطبوعات هم د ځينو مشخصو کړيو په لاس لويدلي د هغه چا پلوي کوي چې د دوی حمايت کوونکي وي، د يو شخص د ګټو په خاطر په هېواد کې د سولې، ثبات، امن او سوکالۍ د راوستلو لپاره کوم ځانګړې برنامې نه لري، زموږ هېوادوالو همېشه د هغه چا څخه خپل ملاتړ څرګند کړی چې په واقعي ډول يې دوی ته خدمت کړی او د خپل سر په قمیت یې ورسره مرسته کړې چې پوهه شوي چې څوک يې ريښتنی استازی دی.
د سرلوړي، آباد، سمسور، باامنه، پرمختللي او پوهنيز ډګر کې رسېدلي هېواد په هيله؟؟؟؟؟؟
صمدافغان
کابل 04/05/2012