
اعلامیه
تیره ورځ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې یوځلې بیا داسې انځورونه اخپاره کړل چې امریکايي یرغلګرو په افغان مړیوباندې دتمسخر اوریشخند په غرض له هغوئ سره اخیستي .
که څه هم چې دامریکايي یرغلګرو دغه وحشیانه عمل په ظاهره د امریکايي چارواکولخوا غندل شوی اوپه مقابل کې له افغانانو تش په نوم لفظي بښنه غوښتل شوې، خو دلاس انجلس ټایمز په کچه مشهورې امریکايي ورځپانې له خوا د داسې تصویرونو خپرول په خپل ذات کې دامریکايي چارواکو دخوښې اودستور په معنادی .
دافغانستان داشغال په تیر ۱۱ کلن ناورین کې دامریکايي ځناورو لخوا دافغانانوپه خلاف ډیر ې داسې وحشیانه کړنې ترسره شوي چې د ټولو انساني او اخلاقي مقر راتو خلاف او سالم انساني فطرت يي له ترسره کولو دخجالت احساس کوي .
خو دیرغلګرو امریکایانو لخوا هغه هرڅه په افغانستان کې ددیموکراسي ، ترقي ،سولې اوثبات راوستلو ترنامه لاندې ترسره شوي او لاهم ترسره کیږي .
مسلمان افغانان له خپلو کافرو او تیري کوونکو دښمنانو څخه تر دغو لا هم دزیاتو وحشتونو ،جنایاتو اوغیرانساني کړنو توقع لري ،ځکه دهغوئ په ناولي کفري فرهنګ کې دمسلمانانو په خلاف دغه وحشتونه دترقي ،نیکمرغۍ او سولې په معنادي او دوئ هم دمسلمانانو افغانانو په خلاف دهمدغه شانې کړنو ترسره کولو په غرض په افغانستان یرغل کړی.
دیرغلګرو امریکایانو لخوا ددغه شاني تصویرونو خپرول نوې خبر نه ده ،خو څه چې په دغه تصویرونوکې دپام وړښکاري هغه دیرغلګرو ترڅنګ دځینو افغان نما مزدورانو مضحک تصویرونه دي چې دخپلو کفري بادرانو په دستور دهغوئ ترڅنګ درول شوي او دشهیدانو په جسدونو تمسخرکوي .
هو ! داهم دامریکايي ځناورو هغه اخلاقې !!! روزنه ده چې په افغانستان کې یې خپلو بي مروتو مزدورانو ته ورکوي ترڅو ددوئ تر وتلو وروسته یې هغوئ دخپل هیواد او ولس د سپیڅلو اقدارو اومقدساتو په خلاف ترسره کړي .
اسلامي امارت دامریکايي یرغلګرو او دهغوئ دبي فرهنګه مزدورانو له خوا دغه وحشیانه ، غیرانساني او غیر اخلاقي عمل په کلکه غندي او په مقابل کې یې له یرغلګرو څخه دافغان شهیدانودانتقام او غچ اخیستنې په غرض دټولو یرغلګرو په خلاف دجهادي مقاومت په لاګړندیتوب اصرارکوي .
والسلام
دافغانستان داسلامي امارت
۲۷/۵/۱۴۳۳ هـق ۱۹/۴/۲۰۱۲م
۳۱/۱/۱۳۹۱هـش