
د پلازمينې کابل څخه د بندونو د سروې په موخه راغلي پلاوي د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي ، د بيلا بيلو ادارو مسئولينو او قومي مشرانو سره د ولايتمقام د غونډو په تالار کې ځانګړي ناسته وکړه او د خپلو اجراتو په تړاو يې معلومات وړاندې کړل .
د اوبو لګولو او برېښنا وزارت څخه راغلي شپږ کسيز پلاوى چې پکې داخلي او خارجي انجينر شامل دي په خپلو څرګندونو کې وويل چې په خوست ولايت کې يې د مزغوره ، دوه منده او نريزې سيمو څخه ليدنه کړي او په دې ځايونو کې د بندونو سروې چارې سرته رسولي دي .
راغلي پلاوي دغه ځايونه د لويو بندونو د جوړولو لپاره مناسب وبلل او ژمنه وکړه چې خپل ترتيب شوى راپور به اړونده وزارت او مرکزي ادارو ته د نورو اجراتو لپاره وليږدوي ترڅو د ډيزين او نور پړاوونه يې هم سرته ورسيږي او عملي کار کولو ته چمتو شي .
دغه پلاوي په خوست ولايت کې د ډاډمن امنيتي حالت او د ولسونو د پوره همکارۍ ستاينه وکړه .
خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي وويل چې د دغو دريو بندونو جوړول د دې ولايت په پرمختګ او د کرنې سکتور په پراختيا کې زيات اغيزمن رول لري او ګټه يې ټول هيواد ته رسيدى شي .
نوموړي وويل چې د دغو دريو بندونو په جوړولو سره به د خوست په مرکز او ولسواليو کې په زرګونو جريبه للمې ځمکې په اوبيزو ځمکو بدلې شي چې په پايله کې به يې د کرنيزو محصولاتو کچه په دې ولايت ترډيره بريده لوړه شي او د اړونده سيمو خلکو سربيره دا ولايت به د غنمو او نورو کرنيزو محصولاتو په برخه کې غني او د وارداتو ځاى به صادرات ونيسي. همداشان له دې بندونو څخه د برېښنا په برخه کې زياته ګټه پورته کولى شو .
ښاغلي نعيمي وويل چې په خوست ولايت کې لويې خړونه زياتې سيلابي او دايمي اوبه لري که چيرې د برېښنا په برخه کې ترې ګټه واخيستل شي، نو د خوست اولسونو د برېښنا غوښتنې ځواب ويلى شي نو په همدې اساس يې د راغلي پلاوي وغوښتل چې د دغو اړتياو په پام کې نيولو سره خپل کارونه په ښه شان سرته ورسوي .
خوست والي له دوى سره په خبرو کې وويل چې دامهال امنيتي حالت په بشپړه توګه ډاډمن شوى دى بايد مرکزي ادارې د بيارغونې په برخه کې د خوست سرحدي ولايت ته ځانګړي پاملرنه وکړي او راغلى پلاوى هم د دغو دريو اړينو او مهمو بندونو د سروې چارو د بشپړيدو سره سم د نورو پړاوونو په ژر طى کولو کې مرسته وکړي .
د خوست ولايت د بيلا بيلو قومونو مخورو مشرانو او د ادارو مسئولينو د ويناو پرمهال وويل چې د دغو بنسټيزو پروژو په پلي کولو کې هر ډول ستونزو ګللو ته چمتو دي ، په جوړولو او ساتنه کې به يې د خوست ولايتي ادارې سره په بشپړه توګه پراخه ونډه واخلي .
دوي وويل چې خوست ولايت ټولې ځمکې په هر فصل کې ښه حاصلات ورکوي نو د دغو بندونو په جوړولو سره به په دې ولايت هغه لويې دښتې چې د اوبو د نه درلودلو له امله شاړې پاتې شوي وې په اوبيزو ځمکو بدلي شي او دا ولايت به د خوراکي توکو په برخه کې خود کفا شي .