زرګرې سترګې

ادبې ټوټه     ته هم عجيبه ښکلا يې کله له غوسې څخه تک سره اوکله بيا کټ کټ په خندا شې ستا فطر ت بل شان دی ،له نورو فطرتونو سره بلا ډير فرق لري . ته دډير لوړذوق څښتنه  يې،تاته په دې ماحول کې هر ښکلا دخپل غرور له وجې بدرنګه ښکارې،تا ددنيا پرمخ په يو موجود هم  سترګې نه خوږيږي ، تا ډيرو زوړونه ليلام کړل اوځينې  د ې دخپل مغرور حسن دتعظيم او اطاعت په خاطر دومره سخت وتراشل ،چې دويښته په څېر دې نري کړل او دعمر تر وروستۍ شيبې پورې به ستا په پلوی ولاړوي .
اوس ته ووايه اې سترې او نازولې ښکلا زما دزړه غمی دې په خپلو زرګرو سترګو   غلا کړئ اوغواړې چې دنورو زړونو په څير زما زړه هم وتوږې  او دتل لپاره يې دځان  غلام کړې .
زه  دخپل غلاشوې زړه په موندلو پسې په دې  ويړ اولوی بيابان کې سر يم او هڅه کوم چې پيدايې کړم،. ته  زما په  ويرلړلي حالت هيڅ رحم  نه کوې.زه داسې حال ته راسيدلی يم لکه  دخزان ترخوسېليو ځپلی بلبل چې پرستوني يې دغم خپسه ناسته وې او پټ په سېنه کې دګلو سندرې بولي .
خو ګوره زه به  له دغې حالت څخه ضرور خلاصون پيداکړم او بيا به  دسندر مار بلبل په څير په خواږه اوله حکمته ډکه ژبه وياند شم ، ستا له ناکردو به  ټوله زمانه خبره کړم. که وخت بدلون وموند، دعدل اوانصاف محکمې په وړاندې به ودريږم دخپل ورک غلاشوی زړه دغمي غوښتونکی به شم اوستا زرګرې سترګې اوپلويان باڼوګان  به دمحکمې ميز ته را وکاږم، خو پدې شرط چې وخت بدلون ومومي .
زما دزړه غــمی دغــلا کـړ   په دادووسترګو زرګرو
هســې نه چــې يې وپلــــورې   دچـــړو په ســـوداګرو
دستادغم ږلۍ وريږي  پاڼې توی شوې دګورګورو
زه  بــــــه زړه ټکــــــورومـــه پــه ټپــــو او  په سنــــدرو
لږ د شونډو  خــواږه ورکـــړه  خيــر شي  په  مسافرو