سولې کله راځې؟

سترګې مې شوې درپسې سپینې سولې کله راځې؟
له زړه مې وڅاڅېدې وینې سولې کله راځې؟

مونږ هره ورځ خاورو ته سپارو دنګې دنګې ځوانی
دژوند شېبې مو دي غمګینې سولې کله راځې؟

نور چې دجنګ سکروټې مړې شي ستا پر یخو اوبو
ژرشه تلوار کوه واورینې سولې کله راځې؟

داجنګ ځپلی او ازغن محیط رنګین کړه راته
خوشبو خواره کړه ګلورینې سولې کله راځې؟

چې ورور له ورور لاسونه تاو کړي او ورغاړې وځي
چې نفرت ورک شي او دمینې سولې کله راځي؟

چې تښتولي رانه جنګ خوبونه بیرته راشي
دخوب بستر شه بخملینې سولې کله راځې؟

لپې مو ستړې پر دعا شوې منتظر اوسیږو
اې مهربانې! او شرینې سولې کله راځې؟

چې دبارودو لمبو سوي ګلان بیا راشنه شي
دښتې سمسورې کړه رنګینې سولې کله راځې؟

(نوراني) ستا په لټون ووته کچکول په غاړه
څپلۍ يې پښو کړلې مزرینې سولې کله راځې؟