غزل

 
ته نه یې نو دا به اخر څه کوو
مړ مه شې نو بیا به اخر څه کوو

دلته بې له تا ګوزاره ګرانه ده 
وایه بې له تا به اخر څه کوو

ځای د محبت پکې موندی نشو
دا تنګه دنیا به اخر څه کوو

مونږه سوکالي او ارامي غواړو
شوردی او غوغا به اخرڅه کوو

مونږه خو رقیب ترپوزې راوستو
دا بده بلا به اخرڅه کوو

ستا مهربانۍ چې برخمن نه وو
ستا ناز او ادا به اخرڅه کوو

تل چې پریماني او پریماني نه وي 
بس یوه موسکا به اخرڅه کوو 

زړه د نوراني چی نوراني نه کړي
دا ډول رڼا به اخر څه کوو
نورشاه نوراني