غزل

 
ښکلــــیه قســم چې قدرتي درسره مینه لرم
بس عـحیبــــه ده خــدایي درسره مـــینه لرم
 
لږ پښه نیــــولی شــــه له زنې به دې ونیسـم
له اندازې زیاته بیخــي درسره مینـــــــه لرم
 
چې چرته اوسې هـــلته ما دځان ملګــری بوله
هم په حجره پـــــوله پټي درسره مــــینه لرم
 
تورغنمرګ يې تور لونګ مې ځکه ډیر خوښیږي
ته لکه غـــــوټه دببري درســــره مینـــه لرم
 
چې و د وینمه وجود مـــې په لړ زان راشی بس
دومـــــره بې کچې بنیادي درســـــره مینه لرم
 
زه ستا دمخ دفیسبوک پاڼې تصــویر ډیر ګورمه
ته لـــکه نیټ یې د تري جــي درســره مینه لرم
 
چې مې له سترګو نه داوښکو پرځای ویني څاڅي
دومـــره بې خده طــوفاني درسره مینـــــه لرم
 
ځاځی، ریحان، سالم، شاکرمې پاچاهي کړي په زړه
واوره !رښتیـــا قمـرعـــلي درسره مینـــــه لرم
 
یوځل د غبرګ لاســونه تــاو نه کړل زمـــا ترغاړې
تش په خـــوله وايې (نوراني) درسره مینــــه لرم
 
 
۱۳۹۵- ۴- ۳ خوست ښار ازادۍ مېنه