
حقیقت دادی
چې خبریالي یوه سپڅلی دنده ده او موخه یې همداده چې په ریښتنې بڼه خلک له پیښو او
ورستیو تحولاتو څخه خبر شی خو د نوری نړۍ په پرتله په افغانستان او پاکستان کې
خبریالی کول ګران کار دی ځکه چې دلته ریښتیا ویل ژورنالیستانو ته د سر په بیه
تمامیږې ، چې ژوندۍ بیلګه یې په دی وروستیو کې د ځوان او ریښتن ویونکی خبریال جان
الله هاشمزاده شهادت دی.
نوموړی
په ١٣٨٨ لمريز کال د وږي په٢مه په داسې
حال کې، چې له خپل کور څخه، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې و، پېښور ته پر لاره و، چې د
قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ اړوند د جمروډ د سور کمر په سيمه کې د ناپېژاندو وسلوالو
لخوا په ډیری بي
رحمې سره شهید کړاې شو.
ما او
ځوانمرګ هاشمزاده یو وخت د پیښور په وحدت اخبار کې د خبریالانو په توګه د کار کلو ویاړ درلود، هغه ما له نزدې څخه پیژنده
نوموړی په دوستي ولاړ، عاجز او ریښتنې انسان او په خپله دنده کې زیات صادق و،تل به
یې هڅه کوله چې په حقیقې بڼه د ټولنې
انځور نړیوالو ته وړاندی کړی ، سربیره پردی هغه په روانوحالاتو پوهه یوښه تکړه تحلیلګر او لیکوال هم وو. زما په اند
د نوموړی صداقت او ریښتنولي د هغه د شهادت له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږې.
دنوموړی په
وژنه د افغانستان د ولسمشر حامدکرزی په ګډون یوشمیر لوړپوړو دولتي چارواکو خواشینی
څرګنده کړه او یواځي په غوړو ټکو یې دهغه یادونه او ستاینه وکړه.
څو ورځې دمخه
مې په کابل کې د هاشمزاده ورور عزیزالله ولید له هغه څخه مې د جان الله څخه د پاتی
شویو دری لوریانو د حال احوال پوښتنه وکړه هغه راته په غمجنه او ستړی ژبه وویل چې
شکر دی ټول ښه دی بیا مې تری وپوښتل چې کابل ته څنګه راغلی یې خیریت خو به وې ؟
نوموړی راته په ځواب کې وویل((زه کابل ته راغلی
ووم او له ډېرو هلو ځلو وروسته مې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير مخدوم رهين سره
ملاقات وشو))
نوموړی زیاته
کړه چې ((له ډېرو منډو او لګښتونو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرې مياشتې ته
معرفي کړم او سرې مياشتې ادارې له ما سره د ٢٢٠٠ افغانيو مرسته وکړه.))
دنوموړی په
دغه خبرو زیات چورتي شوم د جان الله هاشمزاده انځورونه او خواږه یادونه مې
ترسترګوشول حیران شوم چې د افغانستان د حکومت بي خرته، بی ځایه فرمایشي لګښتونه
وګوره اودیوه شهید له کورنۍ سره بیا په دغه اندازه مرسته کول؟ خو له نوموړی سره مې
یواځی د یو څو تشریفاتي اودروغجنو کلماتو تبادله وکړه اونور مې ددی توان نه درلود
چې له هغه سره د دزړه حواله وکړم..!!
په کابل کې
دمیشتو خبری رسنیو یوشمیر مسوولینو د حکومت لخوا د جان الله هاشمزاده له کورنۍ سره
د شوی سخاوتمندانه مرستی په اړه په خپلوخبرو کې داسي یادونه کړی ده :
په افغانستان
کې د سفما ټولنې مشر احمدضيا بوميا وایی، چې د يوه شهيد ژورنالېست له کورنۍ سره ٢٢
سوه افغانۍ مرسته له تمسخره ډکه خبره ده.
د هغه په
وينا،دغه ډول مرسته د يو ژورنالېست پر کاري سپېڅلتيا او حثيت رېشخند وهل دي او
ډېره د افسوس خبره ده.
په افغانستان
کې د ژورنالېستانو د اتحاديې مشر خپلواک ساپي بیا وایې: ((د جان الله هاشمزاده په
وياړ او درناوي بايد غونډې شوې واى، نمانځل شوى واى او له کورنۍ سره يې مناسبه
مرسته شوې واى.))
همدارازد
پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل وايي،چې حکومت نه يواځې دا چې دجان الله
هاشمزاده د قاتلينو په معلومولو او دموندلو په برخه کې کوم اقدامات ونه کړ ، بلکې
له کورنۍ سره يې هم د پام وړ مرسته نه ده کړې.
هغه وايي، چې
حکومت هم ژورنالېستانو سره د مور او مېرې سلوک کوي، د ځينو پر نوم ځايونه
نوموي،کورنۍ يې حج ته لېږي، ډېرې مرستې ورسره کوي او له ځينو سره بيا د دوو زرو
افغانيو مرسته کوي.
دانش وويل:
((جان الله هاشمزاده د خپل مهاجر ولس د ستونزو او دردونو رابرسېره کولو په موخه په
پاکستان کې خبريالي کوله، خو زموږ دولت د خپل دغه خبريال هېڅ پوښتنه ونه کړه.))
د یوه شهید
شوی خبریال له کورنۍ سره په دغه اندازه مرسته دافغانستان د حکومت اصلي څیره او د
همدردۍ کچه په ګوته کوې [بورا به خدای په ګلو موړ کړی ـــ مالیاره ستا نیمګړی نیت
مې ژړوې] په ریښتیا هم په دی دنیا کې څوک له ولږۍ نه دی مړه شوی خو بیا هم که د
افغانستان حکومت د جان الله هاشمزاده قاتلین نه شی نیولای نو اخلاقا حکومت ته پکار
وه، چې دهغه کورنۍ یې نازولی او تقدیر کړی وې.
ګرانو
لوستونکو ، د ډالرو په دی ګرم اوتود بازار کې د ځوانمرګ هاشمزاده له یتمانو سره د
افغانستان د حکومت لخوا د شوی مرستی په اړه قضاوت وکړی او فکر وکړی چې دغه حکومت
څومره کفایت؟ او وړتیا لری؟
لیکنه
: پاینده حکمت په کابل کې د پژواک خبري اژانس خبریال
0772880089