
داچې پرون شاوخوا یوه بجه دهيواد مرکز کابل او دريو نورو ولايتونو ننګر هار ، لوګراو پکتيا کې ګڼ فدايي بريدونه پيل او تراوس نن ۱۱ بجو هم دوام لري تر دې ګړۍ دټولو پيښو جزيات په لاندې ډول دي :
په کابل کې په مهم نقطوکې بريدونه وشول چې دپارلمان له ودانۍ سره نيژدې ۴ تنه فدايي مجاهدين ، په شيرپورسيمه کې ۶ تنه ، دپلچرخي سيمه کې ۳ تنه استشهادي مجاهدين ځاي په ځای شوي وو چې دغربي يرغلګرو هيوادونو سفارتونه ، دارګ ماڼۍ ، دارالامان ماڼۍ ، دپارلمان ودانۍ ،دآيساف قومندانۍ او يوشمير نور لوي اواړه هدفونه تربريد لاندې ونيول شول او ټول دري موټر دريموډ کنټرول په وسيله هم په دښمن منفجرکړل شول ، دابتدايي معلوماتو په بسټ ۹۳ تنه بهرني او کورني عسکر او پولیس او يوشمير نور غربي مامورين قتل ،او ګڼ شمير نور ټپيا ن شول .
دننګرهار په دوو ځايونو پي آرټي او هواي ډګر د ۸ تنو مجاهدينو لخوا بريدونه ترسره شول چې پکې يو موټربم وو ، بريدونو څلور ساعته دوام وکړ او په پي آرټي کې ۳۵ تنه بهرني او داخلي استخباراتي عسکر قتل او يو شمير نور ټپيان شول او هم په هوايي ډګر کې تر ۲۷ تنو پور بهرني عسکر قتل او ګڼ نور ټپيان شول .
دپکتيا په ولايت کې ۳ تنه فدايي بريدکونکو بريد وکړ چې جګړه تر شپې ناوخته روانه وه او ټول پکې تر۳۰ تنه داخلي پولیس او عسکر قتل او ټپيان دي دلته دريموډ په وسيله يو موټر بم بريد هم شوي .
دلوګرپه ولايت کې د ۶ تنو امريکايي عسکرو په ګډون ۲۹ تنه داخلي پوليس ، عسکر او استخباراتي کسان قتل او زيات شمير نورهم ټپيان شول ، خو بايد يادونه وکړو چې په ياده سيمه کې تراوس نن ۱۱ بجو پورې هم دمجاهدينو لخوا کلک مقاومت روان او دريموډ په وسيله يو موټر بم بريد هم ترسره شوي ده .
په دغو ټولو بريدونو کې چې داده په ټوليزه ټوګه ۲۴ ساعته وغزيدل زموږ ۳۰ تنو فدايي مجاهدينو برخه درلوده چې مجموعا يي ۲۲۰ تنه بهرني يرغلګر عسکر او کورني تالۍ څټي په کابل ننګرهار ، پکتيا او لوګرکې تراوسه قتل او ټپيان کړل او لله الحمد ملکې خلکو ته ډير کم او سطحي زیانونه رسيدلي چې دداسې عملياتو په ترسره کولو سره دايو لوی احتياط وو .
بل پلو ددښمن لخوا دتلفاتو نه منل دخلکو په سترګو کې خاورې شیندل دې په داسې حال چې په روغتونو کې دمړو او ټپيانو حال له ورايه څرګند ده .
داچې په دغو عملياتوکې بهرنيو قومندانانو دکورنيو عسکرو شاټپونه وکړه او هغوي يې په چټک غبرګون سره وستايل داهم دخندا او خورا تعجب وړده ، ددوي په اصطلاح دګرين لاين دننه يي په ټولو مصئونو تاسيساتو شل ساعته جګړه ددرنو وسلو په استعمال سره روانه وه دوي لاهم خوښ دي چې حالات يي قابوکړي !!!
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی
۱۴۳۳/۵/۲۴ هــق
2012/4/16